روغتیا وزارت: په فېسبوک مسنجر کې یې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړ

عزم (دوشنبه، ۰۶، زمری، ۱۳۹۹ل): د روغتیا وزارت وايي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره یې په ګډه داسې سیستم پیل کړی، چې عامو خلکو ته د کرونا په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

د روغتیا چارسمبالی وزیر احمد جواد عثماني وايي، د عامې روغتیا وزارت د فېسبوک پاڼې مسنجر کې یې د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي اتوماتیک«خپل سری» سیستم پیل کړی، چې خلکو ته د دې ناروغۍ په اړه ځواب وايي.«دا سیستم د کرونا وایروس د نښو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو، د وایروس مخنیوي لپاره روغتیایي لارښوونې وړاندې کولو، کرونا وایروس لرونکي خلکو معلومولو او عمومي معلوماتو وړاندې کولو په پار رامنځته شوی.»

دی وايي، د هېواد په روغتونونو کې د ټلي مېډسن او طبي ثبتولو په پروګرامونو هم کار روان دی، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره به یې په ګډه عملي کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر محمد فهیم هاشمي وايي، د عامې روغتیا وزارت په فېسبوک پاڼه کې د ځواب ویلو اتوماتیک سیستم رامینځته کول نه یوازې په روغتونونو کې د ناروغانو په شمېر کمولو کې اغېزمن دي، بلکې د معلوماتو ورکولو کې د روغتیا سکتور سره هم مرسته کوي.

دی وايي، د فېسبوک دغه پروګرام اوس‌مهال یوازې د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې فعال دی او افغانستان کې هم فعال شو. «دا پروګرام د ناروغۍ د نښو، روغتیایي توصیو او ککړو شوو کسانو د شمیېر احصایو متداولو پوښتنو ته په څلورو (پښتو، دري، ازبکي او انګریزي) ژبو معلومات وړاندې کوي. تر اوسمهاله په افغانستان کې د فیسبوک پیغام رسونې ګډونوال او کارونکې ۳ مېلیونو ته رسېږي، له دې امله دا د پیغام رسونې لپاره مهمه کړکۍ ده.»

که څه په افغانستان کې د کرونا ناروغي مخ پر کمېدو ده، خو د روغتیا وزارت لا هم له خلکو غواړي روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: