“یو واټساپ اکاونټ به هم مهاله څلور ځايه کارولی شو”

په واټساپ کې د يو نوي فېچر (سهولت بڼې) زیاتؤنه تر کار لاندې ده چې په مرسته به يې وکولای شو چې یو اکاونټ په یوه وخت کې په څلورو موبايلونو کې وکاروو.
د واټساپ په پرمختګ او اوسمهالي (Update) کولو نظر ساتونکی سايټ WABetaInfo وايي: د واټساپ يو اکاونټ (آدرس یا iD) هم مهاله په څو ځایونو کې استعمالولو کې مرستندوی دغه فېچر د Android (د موبایلونو د چلونکي سیستم نوم دی) د بېټا ورژن (2.20.196.8) برخه ګرځېدلې.
د راپور له مخې، په دې بېټا ورژن (د فېچر تر کار لاندې بڼه) کې د يوه واټساپ آدرس په څو ځايونو کې د خلاصولو لپاره کوډ موجود دی، له همدې کبله يې په واټساپ کې دې نوي زياتېدونکي فېچر ته Linking Devices يا د وسيلو نښلونکي نوم ورکړی.
اوس مهال موږ یو واټساپ اکاونټ يوازې په يوه موبايل او کمپيوټر کې خلاصولی شو. که په بله وسيله (موبايل يا لېپ ټاپ) کې يې د خلاصولو هڅه وکړو نو د واټساپ د خونديتابه د تنظيماتو له کبله نه بريالي کېږو چې دوه ځايه يې وکاروو، بلکې يا به يې هماغه ځای کې خلاص پرېږدو يا به يې دې دوهم ځای کې خلاصوو، خو د واټساپ د دې نوي فېچر په مرسته به وکولای شو چې په يوه موبایل یا لېپ ټاپ کې د فعال اکاونټ باوجود، که بل ځای يې د خلاصېدو کوشش وکړو نو هم به توانيږو. په لومړي او دوهم ځای کې به هم واټساپ نه بنديږي بلکې د لومړي ځای تر څنګ به درې ځايه نور هم په يوه وخت کې خپل واټساپ اکاونټ فعال ساتلی او کارولی شو.
دا فېچر به د واټساپ اکاونټ پر صفحه پاسني چپ لور کونج کې د سر پر سر پرتو دريو ټکو په ذريعه کارولی شي او لکه څرنګه چې د مخه وویل شو، لا هم په بېټا ورژن کې دی یانې د تياري له پړاوونو تېريږي نو تر دې مهاله د واټساپ د عامو کاروونکو د لاس رسي وړ نه دی.
دا نشي ويل کېدای چې دغه فېچر به کله د ټولو کاروونکو لپاره موجود وي خو د دې فېچر رسېدل تر بېټا ورژن یا نور نو د چمتو کولو مرحلې پورې، ښيي چې ډېر ژر به د ټولو واټساپ کاروونکو د لاس رسي وړ وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: