د درواغجنې تبليغاتي ميډيا اثر په ختمېدو دی

س. افغان
يو څو ورځې وړاندې مې د امريکا غږ راډيو پر فيسبوک پاڼه يو خبر وليد، چې پکې ليکلې يې ؤ: په کندهار کې (۲۵) د پاکستان شهريت لرونکي طالبان وژل شوي دي!
خو تر څو چې ما ځان کمنټ کولو ته جوړاؤ، لاندې مې فکر شو، يو کشر ورور داسې ورته ليکلي ؤ:
«اول خو دا يو تش پروپاګند دی چې طالب د پاکستان شناختي کارډ لري، ځکه چې طالب زموږ خپل کليوال دی، د افغانستان په هر کور کې طالب شته. طالبان څه محدود شمېر خلک نه دي چې له پاکستانه رالېږل شوي، همدا ولس خپله طالب دی.
دوهم دا چې که بيا تاسې درواغ واياست چې طالب د پاکستان شناختي کارډ لري، نو لږ سوچ کوئ، بيا خبر جوړوئ. ايا طالب پاکستان ته روان ؤ چې شناختي کارډ يې ځان سره راخيستی ؤ؟!
بل دا چې افغانستان کې د پاکستاني شناختي کارډ ګرځولو ته حاجت څه دی؟ ايا طالب د دې لپاره ځان سره شناختي کارډ ګرځوي او آن ستاسو تر پوستو يې در رسوي، چې خپل ځان په خپله بدنام کړي او تاسې ته په ډاګه کړي چې زه د پاکستان يم؟!!
ای درواغجنو! رښتيا هم چې تاسې د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو درواغجن خلک ياست!»
دا يو واقعيت دی چې په اوسنيو حالاتو کې د نظامي ځواک او جنګ جګړو په نسبت، تبليغاتي ډګر ټولې نړۍ ته ډېر اهميت لري. مانا دا چې د تبليغاتي ډګر ګټوونکی، په نظامي ډګر کې هم ګټونکی دی.
البته دا واقعيت هم بايد هېر نه کړو، چې تبليغاتي ډګر سره نظامي مبارزه هم لازم او ملزوم ده، له نظامي هڅو پرته يوازې تبليغات هيڅ کار نه کوي او همداراز يوازې نظامي هڅې هم له تبليغاتو پرته نيمګړې دي.
کله چې امريکا او اشرباڼو يې پر ګران هېواد يرغل وکړ، نو اولو کلونو کې ډېر مغرور ول، جنګ جګړې خو هسې هم کمې وې، خو تبليغاتي ډګر يې داسې پاله، چې امريکا خو هر کال د رسنيو لپاره ډېره لوړه مالي بوديجه منظوروله. دلته يې په سلګونو راډيو ګانې، تلويزيونونه او وروسته يې بيا ګڼ شمېر انټرنيټي سايټونه فعال کړل، تر څو د افغان ولس سترګو کې خاورې وشيندي، حقيقت ترې ورک او اذهان يې ګډ وډ او مغشوش کړي.
له بده مرغه د همدغو راډيوګانو له امله زموږ غټ شمېر ځوانان او حتی سپين ږيري بې لارې او دښمن په دام کې ونښتل. زموږ ځوانان يې حتی د خپل کلي په ملا امام او په خپل ورو، تره زوی او کليوال باندې بدګومانه کړل، هر دينداره سړی د پاکستان او آی ايس ای په غلامۍ تورن شو. خو هغه څوک چې ږيره بريت يې خريلي، چټ پټ، سرتور سر، نيکټايي په غاړه او د خدای له دښمنانو سره څنګ په څنګ اوښت راوښت او له يرغلګرو کفارو سره يو ځای يې د خپل ملت پر کورونو چاپې وهلې، خلک يې په شهادت رسول او شکنجه کول، هغه ته يې د هېواد ساتونکی، اتل او قهرمان القاب ډالۍ کړل!
د همدغې جادوګرې شيطاني ميډيا پر مټ يې همدغه درواغ په ډېری خلکو ومنل، خو کله چې د طالبانو مبارزه چټکه شوه، کلي او ولسوالۍ يې تر ولکې لاندې راغلې او ورپسې يې ورو ورو تبليغاتي ډګر ته هم توجه وکړه، نو دا دی وينو چې نن په کابل کې خلک د غلام رژيم او د هغوی د يرغلګرو بادارانو خلاف غونډې جوړوي، دسيسې يې افشاء کوي او ولسونه رابيداروي.
اوس الحمدلله ټول خلک ښکاره نارې وهي چې يرغلګر دې ووځي او د کابل غلامان دې سولې او مذاکراتو ته تيار شي، تر څو ژر تر ژره يو اسلامي او خپلواک حکومت جوړ شي.
لنډه دا چې اوس هغه وخت تېر شو، چې ملت يې د اختناق تر حده رسولی ؤ او په رڼا ورځ به مو تور ته سپين او سپين ته تور ويل، اوس الحمدلله د يرغلګرو او د هغوی د غلامانو د واکمنۍ وروستۍ شېبې دي او د فتحې سباون رانژدې دی. دا شېبې د مؤمن ولس لپاره د خوښۍ ‎، خو د غدارانو او غلامانو لپاره د خفګان، غم او اندېښنې ورځې دي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې دغه غدار چارواکي يا سم شي او يا کم.
نور د دوی تبليغات هم له کاره ووتل او آن د فوټو شاپ تر حده ورسېدل. همدا د دوی د زوال شېبې دي. نور د دوی درواغ څوک ورسره نه مني. لومړيو کلونو کې به ډېری خلکو د راډيو خبره بيخي د کاڼي کرښه بلله، خو اوس هر سړی د جومات امام ته غوږ دی، ټول پوهيږي چې دغه راډيوګانې د کفر لاوډ سپېکرې دي.
اوس ټولو دينداره او با بصيرته وګړو ته لازمه ده چې د پاتې خلکو د پوهاوي او دعوت لپاره مټې بډ وهي کور په کور او کلي په کلي وګرځي او خلک پوه کړي. دا مبارزه يوازې تر فيسبوک او ټويټره مه محدودئ، مولوي صاحبان بايد له خپل منبر څخه د سنګر کار واخلي او ملک صاحبان او قومي مشران دې خپلې حجرې د دعوت په ډګر بدلې کړي. همداراز هر دينداره وګړی دې د بل د سمولو هڅه وکړي.
اوس د اخوت قايمولو وخت دی، ټول بايد په يو ټغر سره راټول او د پردي فرد، فکر او پروګرام پر خلاف سره يو او متحد شو، د هغوی غلامانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو او د شيطاني پروګرامونو مخه يې ونيسو، تر څو ژر تر ژره که خدای کول، يو پاک، خپلواک او قوي اسلامي حکومت ولرو!
ان شاء الله…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: