«د اوسپنې د یو ټن بیه ۳۰۰ډالر لوړه شوې ده»

عزم (شنبه، ۰۴، زمری، ۱۳۹۹ل): په هېواد کې د اوسپنې د واردوونکو ټولنه وايي، د اوسپنې د وارداتو د ودرېدو له امله د یو ټن اوسپنې بیه ۳۰۰ډالر لوړه شوې ده.

د یادې ټولنې مسوولین وايي، اوس‌مهال یوازې له اسلام کلا بندر څخه د ایران له لارې اوسپنیز توکي واردېږي او د نورو بندرونو له لارې د اوسپنې واردات درېدلي دي.

د دې ټولنې مدیر محمد یوسف اسلمي وايي، د اقتصادي شورا د ناسمې پرېکړې له امله هېواد ته د اوسپنې واردات کم شوي، چې ورسره د اوسپنې بیه هم لوړه شوې ده.

د اسلمي په خبره، دم ګړۍ په حیرتان بندر کې سلګونه موټر چې اوسپنه یې واردوله ودرول شوي او یوازې د اسلام کلا بندر له لارې د اوسپنې وارداتو ته اجازه ورکړل شوې ده. «حکومت د دې پر ځای چې د اوسپنې د راوړلو قاچاقي لارې وتړي؛ د اوسپنې د واردولو قانوني لارې يې تړلي او دغه کار د دې لامل شوی چې په بازارونو کې د اوسپنې د هر ټن په بیه کې تر ۳۰۰ ډالرو لوړوالی راشي.»

نوموړی زیاتوي، حکومت له تېرو څلورو میاشتو راهیسې په دې پلمه چې د اوسپنې د قاچاق مخنیوی وکړي، په نورو بندرونو یې د اوسپنې واردول بند کړل، خو په اسلام کلا بندر کې هم د فساد ګڼ ثبوتونه شته.

افغانستان هر کال یو مېلیون ټن اوسپنې ته اړتیا لري، چې ډېره کمه برخه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي او ډېره برخه یې له بهرنیو هېوادونو واردېږي.

په نړۍ کې د کرونا وایروس د خپرېدو راهیسې د ګڼو هېوادونو سوداګري زیانمنه شوې ده او لا هم ګڼو هېوادنو خپلې پولې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلي دي.

اوس‌مهال په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار کې د اوسپنې د ویلي کولو ځینې کارخونې فعاله دي، خو د هېواد ټولې اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: