څه په ښــکلا یـم بې دلـیله مـئـین ــ څه مې زخمونه له ټــــکورۀ بـاسي/ رائد

 

داسې مې ستا کــاتۀ له زورۀ باسي
لکه ماشـوم چې مور له کورۀ بـاسي

تـه چې را وګــورې زه داسې شـــمه
لکه انــګار چې څوک له اورۀ بـاسي

ســتا جدایي یواځې زور نــه لري؛
ټوله مستي مې هم له شـورۀ باسي

څه په ښــکلا یـم بې دلـیله مـئـین
څه مې زخمونه له ټــــکورۀ بـاسي

راځي او ځي خو یو ســلام نه کوي
رائد به څه وخت له پــیغورۀ باسي

۲ ذی الحجة ۱۴۴۱ هـ.ق
میدان ښار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: