د چین فضايي بېړۍ مریخ ته روانه شوه: ویډیو

عزم (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۹): چین د ټیانوین-۱ په نوم فضايي بېړۍ د مریخ سفر ته واستوله. دا بېړۍ به د ۲۰۲۱ز کال په فبروري کې د مریخ مدار ته ورسیږي.

د مریخ پر سطحه تر کښېناستو وړاندې به درې میاشتې په مدار کې څار کوي. د دې کار موخه دا ده چې د مریخ پر سطحه تر کښته کېدو وړاندې د هغه ځای حالات دقیق مطالعه شي.

د مریخ پر سطح ستونزمنه کښته کېدنه به یوازې اووه دقیقې وخت ونیسي. تر ناستې وروسته به دا بېړۍ د مریخ پر سطحه د اوبو او د ژوند د څرک موندلو ترڅنګ د نورو حقایقو د کشفولو ماموریت پیلوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: