د اسلام له نظره د جګړې اداب

فاتح افغان

د زمکې پر سر د انساني ژوند له پيليدو سره سم د انسانانو ترمنځ اختلافات، شخړې او جګړې هم رامنځته شوي او دا روښانه خبره ده چې جګړې له ځان سره وژنې، ويجاړۍ او تخريب راوړي، که ظالم د تيري کولو لپاره بانه لټوي مظلومان بيا مجبور وي د خپل تروړل شوي حق د ترلاسه کولو لپاره جګړه وکړي، خو دا چې د جګړې ويجاړۍ له پولو وانه وړي او د جګړو په اور کې له وچو سره لامده ونه سوځي د دې لپاره د جګړې د قوانينو، اصولو او آدابو خبره مطرح کيږي.
اسلام د جګړې ټولو مرحلو ته اصول او ضوابط ټاکلي ترڅو حتی الوسع د پراخې ډلوژنې مخه نيول شوې وي. چې موږ يې درې ډوله ته تقسيمولی شو له جګړې وړاندې، د جګړې پرمهال او له جګړې وروسته.

له جګړې وړاندې

د وسلو جوړولو او کارولو اړوند:
اسلام بې له شکه د دښمنانو د مقابلې لپاره د قوت په تيارولو امر کړی ترڅو د قوتونو توازن ساتل شوی وي، خو د وسلو په استعمالولو يې محدوديتونه وضعه کړي، اسلام د انسانانو له سوځولو څخه په کلکه منعه کړې، اسلام د داسې وسلو د کارولو اجازه نه ورکوي چې عام ويجاړی رامنځته کوي، اسلام د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو د کارولو اجازه نه ورکوي دا ټول د فساد لاندې راځي چې اسلام په شدت ورڅخه منعه فرمايلې ده.
د اسلامي لارښوونو له مخې ځواک بايد په اصولو او ضوابطو وکارول شي، داسې چې بې ګناه وګړي پکې متضرر نشي، انساني کرامت پکې ترپښو لاندې نشي، چاپيريال ته پکې زيان ونه رسيږي او له ضرورت زيات ويجاړی رامنځته نشي.

اسلام او د بې ګناه خلکو ژوند ته پاملرنه:
د دې لپاره چې بې ګناه خلکو ته د جګړې پرمهال ضرر ونه رسيږي اسلام په مسلمانانو لازمه کړې چې په کفارو په ناخبرۍ کې بريد ونکړي بلکه حق دين ته يې دعوت کړي، له جګړې وړاندې مشوره واخلي او د مجاهدينو رايه معلومه کړي، اهداف وټاکي د بې ګناه خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي، که د مسلمانانو او کفارو ترمنځ کوم تړون وي د هغه د پای ته رسيدو يې خبر کړي، که د دښمنانو له لوري کوم استازي راشي له هغوی سره نرمي وکړي او ضرر ورته ونه رسوي.
اسلام له ړندو عملياتو منعه کوي، او خپل منونکي مکلف ګڼي چې له په نښه کولو وړاندې لازم احتياطي تدابير ونيسي او په نښه کولو کې له دقت څخه کار واخلي.
دقرآني آيتونو، نبوي احاديثو، د خلفاوو او د اسلامي لښکرو د مشرانو د وصيتونو په استناد فقهاوو دا حکم استنباط کړی چې بايد د جنګيالي او نا جنګيالي ترمنځ توپير وکړل شي.
د اسلام له نظره جګړه بايد د زمان، مکان او اهدافو په يوه محدوده دائره کې منحصره وي، هر هغه شی بايد هدف ونه ګرځول شي چې نظامي هدف نه وي، لکه مسجدونه، عبادتځايونه، مدرسې، مکتبونه، بندونه، بريښنا کوټونه، روغنتونونه، ولسي کورونه، بازارونه او داسې نور.
همدغه راز هر هغه څوک په جګړه کې برخه نلري يا د جګړې توان نلري او معيوب وي، بايد ژوند ته يې پاملرنه وشي، همدغه راز عبادت ځايونو، عبادت کوونکو، د طبي خدماتو، بشري مرسته کوونکو او داسې نورو ژوند ته بايد خاصه پاملرنه وشي.

د جګړې پرمهال:

د ښځو او ماشومانو د وژلو حرمت:
اسلام د جګړې پر مهال د جنګياليو او بې ګناه خلکو ترمنځ توپير کړی او د دښمنانو د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او نورو بې ګناه خلکو له وژلو څخه يې سخته منعه کړې ده.
عن عبد الله بن عمر رضي الله عنهما: (إن امرأة وُجِدت في بعض مغازي النبي صلى الله عليه وسلم مقتولة، فأنكر رسول الله صلى الله عليه وسلم قتل النساء والصبيان) رواه البخاري
ژباړه: له حضرت عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی هغه فرمايې: چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځينې غزاو کې يوه ښځه وژل شوې وموندل شوه، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښځو او ماشومانو وژل بد وګڼل (او ورڅخه منعه يې وفرمايله).
امام نووي رحمه الله ددې حديث په شرحه کې ليکي: علماؤ په دغه حديث باندې د عمل کولو په اړه اجماع کړې او ټول په يوه خوله وايې چې د ماشومانو او ښځو وژل ناروا دي څو پورې يې چې جګړه کې برخه نه وي اخيستې.
قال الإمام النووي رحمه الله في شرحه (أجمع العلماء على العمل بهذا الحديث وتحريم قتل النساء والصبيان ما لم يقاتلوا) [شرح النووي على صحيح مسلم (12/48)].
همدا حکم د هغو عابدانو، راهبانو، بوډاګانو او هغو خلکو هم دی چې بې ګناه وي او په جګړه کې يې برخه نه وي اخيستې.

مثله او د جسدونو سپکاوی:
بري ته نفسونه هوسيږي له دښمن څخه په غچ اخيستلو باندې زړونه يخيږي خاصتا هغه دښمن چې ستا په ځورولو، تعذيبولو، قتلولو او توهينولو کې هيڅ کسر نه وي پريښۍ، په داسې يوه دښمن چې غلبه ترلاسه شي د احساساتو آتشفشان له قابو څخه ووزي او نفس غوښتنه کوي چې د غچ اخيستلو له سختو اساليبو او تکتيکونو دې کار واخيستل شي، عقل هم دا تقاضا کوي عاطفه هم دا وايې چې بايد په سخته توګه قتل شي ترڅو د راتلونکو لپاره د عبرت درس شي.
خو اسلام د جګړې پر مهال خپل جنګيالي (مجاهدين) بې مهاره ندي پريښي چې څه يې خوښه وي او د غچ اخيستلو په پلمه د انسانيت پولې کراس کړي انساني کرامت ترپښو لاندې کړي او د دښمنانو د جسدونو بې حرمتي او توهين وکړي ويې سوځوي، مثله يې کړي.
په اور باندې د انسان وژلو او د وژل شويو د جسدونو د مثله کولو د حرمت په اړه ډير نصوص راغلي چې يو څو يې ستاسې مخې ته ږدو.
عن سمرة بن جندب وعمران بن حصين رضي الله عنهما، قالا ما خطبنا رسول الله إلا أمرنا بالصدقة ونهانا عن المثلة [المسند (4/436)].
ژباړه: له حضرت سمره بن جندب او عمران بن حصين رضي الله عنهما څخه روايت دی چې کله هم رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د وينا لپاره اودریدلی مګر موږ ته يې د صدقې امر کړی او له مثلې څخه يې منعه کړي يو.
عن بريدة عن أبيه، قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا أمر أميراً على جيش أو سرية أوصاه في خاصته بتقوى الله، ومن معه من المسلمين خيراً، ثم قال: (اغزوا باسم الله في سبيل الله، قاتلوا من كفر بالله، اغزوا ولا تغلوا ولا تغدروا ولا تمثلوا…) الحديث [صحيح مسلم (3/1357)
ژباړه: بريده له خپل پلار څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله په کوم لښکر باندې امير ټاکه هغه ته به يې د تقوی او له ورسره مسلمانانو سره د ښه چلند توصيه کوله، بيا به يې ويل: د الله په نوم د الله تعالی په لاره کې غزا کوئ، له هغه چا سره وجنګيږئ چې په الله کفر کوي، غزا کوئ په مال غنيمت کې خيانت مه کوئ غدر مه کوئ، مثله مه کوئ.
له دغو نصوصو څخه په ښکاره توګه له مثلې منعه معلوميږي بناء د وژل شويو د جسد مثله کول حرام دي په معتاده وژنه به بسنه کيږي چې په تورې، خنجر، غشي يا په جديدو وسلو وژل دي او بس، اضافه د هغه غړي غوڅول يا پوزه او غوږونه لنډول دا اسلام حرام ګرځولي.

چاپيريال ساتنه او په زمکه کې د فساد او تخريب مخنيوی:
هسې هم اسلام په زمکه کې فساد منعه کړی، يو مخې ودانۍ نړول يا په اصطلاح د يوې سپګې لپاره ټول پوستين ته اور ورکول، ميوه لرونکې يا غير ميوه دارې ونې غوڅول، ولسي يا ټولګټې تاسيسات په نښه کول لکه بندونه، بريښنا کوټونه، مکتبونه، روغنتونونه، ولسي کورونه، بازارونه او داسې نور په نښه کول د فساد له سترو ډولونو څخه دي.
د بې ګناه وګړو ژوند ته له پاملرنې سره سره اسلام نباتاتو او د حيواناتو ژوند ته هم پاملرنه کړې، په دې برخه کې د اسلام له لومړي خليفه حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه څخه متعدد نصوص راغلي چې د جګړې پرمهال د چاپيريال ساتنې لپاره د تهداب حيثيت لري.
عن أبي بكر رضي الله عنه، عندما أوصى يزيد بن أبي سفيان، فقال: ” لا تقطعوا شجرا، ولا تخربوا، ولا تفسدوا ضرعا ” [المبسوط للسرخسي] ژباړه: ابو بکر رضي الله عنه يزيد بن ابي سفيان ته په وصيت کې وويل: ونې مه غوڅوئ، ودانۍ مه تخريبوئ، څاروي مه وژنئ.
د هجرت په لسم کال د رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړي خليفه حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه د اسامه رضي الله عنه لښکر ليږلو پرمهال سپارښتنه کوي او د جګړې قوانين په تفصيل سره ورته ذکر کوي او وايې:
” أيها الناس قفوا أوصكم بعشر فاحفظوها عني : لا تخونوا ولا تغلوا ولا تغدروا ولا تمثلوا ولا تقتلوا طفلاً صغيراً ولا شيخاً كبيراً ولا امرأة ولا تعقروا نخلاً ولا تحرقوه، ولا تقطعوا شجرة مثمرة ولا تذبحوا شاة ولا بقرة ولا بعيراً إلا لمأكله، وسوف تمرون بأقوام قد فرغوا أنفسهم في الصوامع فدعوهم وما فرغوا أنفسهم له ” . كنز العمال.
ژباړه: ای خلکو ودريږئ چې زه لس وصيتونه درته وکړم، ښه يې ياد کړئ : خيانت مه کوئ، په مال غنيمت کې غلول مه کوئ، غدر مه کوئ، مثله مه کوئ، واړه ماشومان مه وژنئ، بوډاګان مه وژنئ، ښځې مه وژنئ، د خرما ونه مه غوڅوئ او مه يې سوځوئ، نورې ميوه لورنکې ونې هم مه غوڅوئ پسه، يا غوا او اوښ له خوراک پرته د بل څه لپاره مه ذبحه کوئ، تاسې ته به داسې خلکو سره مخامخ شئ چې ځانونه يې د عبادت لپاره فارغ کړي هغوی خپل عبادت ته پريږدئ .

له جګړې وروسته

په تړون وفاء:
که چيرې له دښمن سره کوم تړون رامنځته شي اسلام ورباندې وفاء کول لازم ګرځولي او له هغه څخه سرغړونه يې حرامه ګرځولې، او د غدر لپاره يې ستر وعيدونه راغلي، همدغه راز د دښمن له استازو سره نرمي کول، د دښمن امان غوښتونکو کسانو ته امان ورکول، د دښمنانو له لوري له مسلمانانو سره ايښودل شوي امانتونه هغوی ته سپارل او پکې خيانت نه کول، دا ټول هغه څه دي چې د اسلامي دين له مزاياو څخه شميرل کيږي.

له بنديانو سره ښه سلوک:
له اسلام پرته په نورو ملتونو کې له بنديانو سره ډيره ناوړه معامله کيدله کله چې اسلام راغی له رحمت، انسانيت او نرمي څخه ډکه تګلاره يې د دښمن د بنديانو په اړه وړاندې کړه، د بندي په اړه د پريکړې واک يې له نورو څخه سلب کړ او د واک يواځينی مرجع يې امير او واکمن وګرځاوه، ابن همام رحمه الله په خپل کتاب فتح القديرکې ليکي: ليس لواحد من الغزاة أن يقتل أسيرا بنفسه لأن الرأي فيه الی الامام.
ژباړه: هيڅ يوه غازي ته دا ندي روا چې بندي په خپل سر ووژني ځکه پدې اړه پريکړه امام (واکمن) ته سپارل شوې.
له بندي او اسير سره د ښه سلوک په اړه په قرآن کريم او نبوي احاديثو کې ګڼ شمير صريح نصوص راغلي دي، بندي ته د ډوډۍ ورکولو يادونه په قرآن کريم کې په ډير صراحت سره شوې الله تعالی فرمايې: {وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِيناً وَيَتِيماً وَأَسِيراً }الإنسان8
اسلام خپل پلويان مکلف ګرځولي چې د دښمن له بنديانو سره ښ د نرمي او احسان مستحق ګرځي،د هغه خوراک او څښاک او لباس ته پاملرنه، هغه تعذيبول او له هغه څخه په وحشي اساليبو د اعترافاتو اخيستل اسلام ناروا ګرځولي
د بدر په غزا کې رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته له بنديانو سره د ښه تعامل او ورسره د ښيګڼې کولو سپارښتنه وکړه او ورته ويې فرمايل: ( إستَوْصُوا بالأُسارَى خَيْراً ) رواه الطبراني.
ژباړه: د بنديانو په اړه زما د خير وصيت ومنئ.
يعني له هغوی سره ښيګڼه کوئ له اندازې زيات يې ټينګ مه تړئ، تعذيب مه ورکوئ ښه خوراک ورکوئ ښه څښاک ورکوئ.
همدغه راز فقهاوو تصريح کړې چې بندي ته په لوږه او تنده او بې خوبي او نور رواني تعذيبونو باندې تعذيب ورکول نه دي روا.
له بنديانو سره د اسلام دغه له عزت ډک انساني چلند هغه څه دی چې نړيوال بشرپال قانون پوهانو يې څه برخې ته رسيدګي کړې، د ۱۹۴۹ کال د جنيوا کنوانسيون د بنديانو ژوند ته د پاملرنې، له هغوی سره د ښه چلند، او د جګړې له سيمې لرې په ځانګړي زندان کې د هغوی د ساتنې او هغوی ته د خوراک او څښاک د وړاندې کولو سپارښتنه کړې د بنديانو په اړه د اسلام دا له عدل او انصاف څخه ډک بې ساری دريځ د جنيوا کنوانسيون څخه ۱۴ پيړی وړاندې بشريت ته په دې اړه ښوونه کړې.
متاسفانه چې د جنيوا کنوانسيون دغه قانون ډير هيوادونه ترپښو لاندې کوي او له مظلومو بنديانو سره ډير ناوړه او له وحشت څخه ډک چلند کوي چې په لنده ماضي کې د بګرام، ګوانتامو او ابوغريب زندانونو کيسې، فلمونه، او زړه بوږنوونکي انځورونه ټولې نړۍ مشاهده کړل.

د کونډو او يتيمانو پالنه او د ماشومانو ښوونې ته پاملرنه:
دا مسلمه ده چې په جنګ کې حلوا نه ويشل کيږي هره جګړه له ځان سره تلفات لري، په جګړه ځپلو سيمو کې د سړيو د وژل کيدو له امله ګڼ شمير ماشومان يتيمان او ميرمنې کونډيږي.
له همدې ځايه موږ ګورو چې په اسلام کې د يتيمانو او کونډو په پالنه، له هغوی سره په مالي مرسته، له هغوی سره ښيګڼه، د يتيمانو او په ټول کې له جګړې وروسته د ماشومانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه شوې، د بدر په غزا کې د نيول شويو ځينو مشرکو بنديانو کفاره رسول الله صلی الله عليه وسلم همدا ټاکلې وه چې د مسلمانانو څو تنو ماشومانو ته لیک ورزده کړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم به په مدينه منوره کې د شهيدانو کورنيو ته ورتللو او هغوی ته به يې د ژوند د آدابو روزنه ورکوله.
يوازې دخپلو شهيدانو نه، د جګړه ځپليو له ټولو کونډو سره مرستې ته مسلمانانو پاملرنه کړې چې دا د هغې تربيې اثر دی چې د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته ورکړې وه.
په بخاري شريف کې روايت دی چې حضرت عمر رضي الله عنه وفرمايل: که الله تعالی مې راتلونکي کال پورې ژوندی ولري د عراق کونډې به په داسې حال پريږدم چې له ما پرته هيچا ته اړې نشي.

تعميل ته اړتيا:

الله تعالی د يهودو مذمت له همدې امله بيان کړی چې د قتال آداب يې بشپړ نه تعميلول او له ځينو څخه يې سرغړونه کوله.
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لاَ تَسْفِكُونَ دِمَاءكُمْ وَلاَ تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ{84} ثُمَّ أَنتُمْ هَـؤُلاء تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقاً مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ{85} البقرة
نړيوال بشرپال قانون د همدې لپاره منځته راغلی چې د بې ګناه وګړو خونديتوب ته پاملرنه وشي خو دا قانون د جګړو پيښيدلو پرمهال له ګڼ شمير چيلنجونو سره مخامخ دی سره له دې چې د نړۍ غوڅ اکثريت هيوادونو د جنيوا کنوانسيون او ملحقاتو باندې لاسليکونه کړي او ځانونه ورته ژمن بولي خو متاسفانه د عمل په ميدان کې بيا دغه ډول نه ده، موږ شاهدان يو د اوسنيو جګړو زياتره قربانيان ولسي وګړي دي، په نن زمانه کې ارزښتونو او جګړييزو اخلاقو سر خوړلی په ډير تأسف چې زورور قوتونه انساني کرامت ته هيڅ احترام نلري، نړيوال انساني قوانين تر پښو لاندې کوي او د ګڼ شمير زړه بوږنوونکو جنګي جرائمو مرتکبين ګرځيدلي.
موږ شاهدان يو د جګړو لمن ورځ تر بلې پراخيږي هره ورځ نوي نوي زړه بوږنوونکي جنګي جرائم مخ ته راځي، دنړۍ امن ورځ تر بلې له ګواښ سره مخامخ کيږي.
وجه معلومه ده چې ظالمان، اشغالګر، او زورواکان خلاصې تڼۍ ګرځي، د مظلومانو ږغ او فرياد نه اوريدل کيږي، د زورورو له جرائمو سترګې پټول کيږي، او ورباندې د پردې اچولو هڅې کيږي له نړيوال انساني قانون څخه د ابزار په توګه استفاده کيږي دا ټول هغه څه دي چې تيريګرو، ظالمانو ته يې دا جرات ورکړی چې خپل مظالم نور هم زيات کړي.
ښکاره خبره ده چې کله مجرم ځان له سزا څخه محفوظ محسوس کړي کله چې ورسره محاسبه نه وي کله چې انصاف نه وي جرائم به زياتيږي او سرغړونې به له حده اوړي.
دلته يوه بله خبره هم د يادولو وړ ده چې په يوازې سر نړيوال انساني قانون د نړيوالو جګړو او سيمه ييزو جګړو لپاره د لازم او وروستي حل راويستلو څخه عاجز دی.
اسلامي قانون له بشري هغه په دې برخه کې دا امتياز لري چې له اسلامي قانون څخه سرغړونکی په يو وخت کې له دوو جزاوو سره مخامخ کيږي:
دنيوي سزا چې مسلمان حاکم يې سرغړونکي ته ورکوي، اخروي جزاء چې انسان به د قيامت په ورځ ورسره مخامخ کيږي، چې دا يو مسلمان هڅوي چې تل د شريعت په احکامو ملتزم واوسي، ځکه د اخروي جزا له اوريدلو سره مسلمان په خپلو ټولو تصرفاتو کې د الله د څارنې عقيده لري، ځکه الله په ښکاره او پټو پوهيږي، او ورسره د ګناه مرتکب که په دنيا کې له عقوبت او جزا څخه خلاصون ومومي دا امکان نلري چې له اخروي سزا او مسؤوليت څخه خلاصون ترلاسه کړي.
الحمد لله د افغانستان اسلامي امارت مجاهدين تر ډيره حده د جګړې قوانيونو ته ژمن پاتې شوي بالمقابل موږ ګورو چې امريکايې ځواکونو په افغانستان کې له د جګړې له قانون څخه ګڼ شمير سرغړونې وکړې د بيلګې په توګه د افغان شهيدانو جسدونو ته اور ورته کړ، د هغوی د اجسادو سپکاوی يې وکړ د امريکايې پوځيانو له لوري د شهيدانو په اجسادو باندې د بولو ويډيو شايد تاسې په خپلو سترګو ليدلې وي، د زنګاوات له پيښې به شايد تاسې ټول خبر ياست چې ۱۶ تنه ښځې او ماشومان د امريکايې ځواکونو له لوري په شهادت ورسول شول او بيا يې اجسادو ته اور ورته کړل شو.
په کندوز کې دبې سرحده ډاکټرانو روغتون باندې ړنده امريکايې بمباري چې ګڼ شمير ډاکټران، ناروغان او پايوازان پکې په شهادت ورسيدل.
د هرات په عزيز آباد سيمه کې د غمرازۍ په مراسمو باندې د امريکايې ځواکونو بمبار چې په لسهاو ماشومان او ښځې او بې ګناه خلک پکې په شهادت ورسيدل.
داسې ډيرې په سلهاو پيښې دي چې امريکايې ځواکونه پکې مستقيما ښکيل پاتې شوي خو متاسفانه چې د افغان ولس ږغ او فرياد چا وانه وريد او دا بې چاره ولس تراوسه پورې د اشغالګرو او دهغوی د غلامانو له لوري ځورول کيږي.
نړيواله ټولنه د اسلام جګړييزو اصولو او نړيوال انساني قانون تعميلولو ته عاجله اړتيا لري، ځکه نړيوال انساني قانون د همدې لپاره رامنځته شوی چې دجګړې ناخوالې راکمې کړي، د اوسنيو او راتلونکو جګړو ښکيلې خواوې هم بايد په جدي توګه د اسلام او نړيوال قانون پلي کولو ته ژمن پاتې شي، مهمه مسله د تطبيق ده څو پورې چې تطبيق نشي تش ضوابط او اصول هيڅ معنا نلري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: