د طبابت په نړۍ کې حيرانونکې پېښه

په لاندې عکس کې چې کوم ځوان وينئ دا يو روسی ډاکټر Leonid Rogozov دی ، چې په ۱۹۶۱ زېږدي کال د يو لړ کشفي او څېړنيزو عملياتو لپاره له خپلو ۱۲ ملګرو سره د انټرکټيکا لويې وچې ته د روسيې د دولت له خوا لېږل شوي و، د همدې کال په مارچ کې په دوی باندې د انټرکټيکا په لويه وچه کې ژمۍ سخت شو، دوی په خپل مرکز را ايسار شول او له نورې نړۍ سره یې اړيکې پرې شوې، نه هېلېکوپټر ورتلای شوای او نه نور خلک چې د دوی مرسته وکړي، دوی مجبور وو، چې تر هغو چې واورين توپانونه ،ګردلې ورکې شوې او هوا سمه شوې نه وي د ژغورنې ټيم ته په تمه پاتې شي: په همدې وخت کې يوه شپه د ۲۷ کلن ډاکټر Leonid Rogozov, په نس درد شو، تبه يې شوه، دا چې په ټوله ډله کې دی يوازينی ډاکټر وو، نو د خپل ځان په معاينه بوخت شو، وروسته له کتنې ورمعلومه شوه، چې اپنډېکس دی ، نو ده ته دوه لارې ورپاتې وې يا دا چې خپل ځان په خپله عمليات کړي او يا داچې دا دردونه او سختۍ به ډېرېږي او بالاخره مرګ ته به تسلېمږي. خپل مورال یې ونه بايله او خپله یې د خپل ځان په عملياتو د يوې موضوعي بې هوښي په ترڅ کې پيل وکړ. دی وایي: ملګرو مې د عملياتو د سامان الاتو په راکولو کې مرسته راسره کوله. دا چې زه پروت وم، او خپل نس راته په پورته توګه په څملاستا کې نه معلومېده نو ډېر کار مې له هندارې څخه اخيسته او د عملياتو په لړ کې مې هېڅ دستکش هم ونه کارول. وينه ډېره راڅخه تلله خو بالاخره مې وينه ودروله او عمليات مې په خپله په بريالۍ توګه سرته ورسول. دی وايي: چې له دې عملياتو وروسته تر دوو اوونيو پورې زه بېخي روغ او جوړ شوم او خپل کار ته مې ادامه ورکړه. دا سړی بيا د ۲۰۰۰ زېږدي کال کې د ۶۶ کلنۍ په عمر په سن پيټرزبورګ کې مړ شو.

نور احمد عایل

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: