اداري فساد او د حکومت هوايي مبارزه!

خط اول
د امریکا له یرغل وروسته په افغانستان کې هر کال اداري فساد زیاتېده، خو له هماغه وخت له اداري فساد مبارزه نه کېده. له ۲۰۰۱ز کال نه تر ۲۰۲۰ز کلونو ترمنځ افغان حکومت هر کال د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په سر کې ځای نیسي. څو کاله یې پرله‌پسې لومړی ځای هم خپل کړی و. کله لومړی، کله دویم، کله درېیم، کله څلورم گنې پینځم ځای خو حتماًخپلوي. د کرزي په وخت کې له اداري فساد سره د مبارزې وزارت جوړ شو، خو دغه وزارت هم چنداني کارونه ونه کړل او نه یې په مفسدینو زور رسېده، نو کرزي هم دغه وزارت په کورنیو چارو وزارت کې مدغم کړ. د کرزي د وخت لوی څارنوال عبدالجبار ثابت له اداري فساد پر ضد د «جهاد» غږ وکړ؛ خو د دغه غږ هم ډېر ژر تیت کړی شو او حتا څو کلونه عبدالجبار ثابت ژوندی ورک شو. د کرزي دغه خبره ډېره مشهوره ده، چې ویل به یې: که غلا کوئ، نو پیسې بهر ته مه لېږئ، بلکې په افغانستان کې پر پانگونه وکړئ. کرزي ۱۳کاله له اداري فساد سره د مبارزې چیغې ووهلې، خو له افغانستان یې دا تور داغ لرې نه شو کړی؛ ځکه په اداري فساد کې د امریکا او ناټو شریکباڼي هم شریک وو او اداري فساد ته ټوله لاره امریکا او نړیوالو اشرگڼو برابره کړې وه.
اشرف غني په ۲۰۱۴ز کال کې خلکو ته ډېرې غوړې ژمنې ورکړې وې. سوله، له اداري فساد سره مبارزه، یو مېلیون کاري فرصتونه، په سلو کې ورځو کې د افغان ملت په دسترخوان کې بدلون او د غاصیبنو مخنیوی یې مهمې ژمنې یادولی شو. په نورو برخو ځکه بحث نه کوم، چې موږ ټولو ولیدل چې اشرف غني په خپلو ژمنو کې څومره رښتینی و. اشرف غني د دې پر ځای چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي، بلکې په اداري فساد تورن کسان یې پر ځان راټول کړل.د اشرف غني د اوسنۍ کابینې ټول وزیران په اداري فساد تورن دي. دغو وزیرانو زر، دوه زره روپۍ نه دي غلا کړي، بلکې مېلیاردونه افغانۍ یې غلا کړي. دوی د ملت شتمنۍ شخصي کړي او څومره یې چې وسه کېده، همدومره غلا یې ورنه کړې ده.
له اداري فساد سره د مبارزې ځینې شخصي ادارې هره ورځ له ثبتونو سره اسناد خپروي، چې په حکومت کې هره ورځ دومره اداري فساد کېږي. له اداري فساد سره د مبارزې گډې کمېټې«مېک» او د روڼتیا څار بنسټ مسوولین هره ورځ هغه اسناد په رسنیو کې خپروي، چې په حکومت کې هره ورځ څومره فساد کېږي. یادو ادارو تېره اوونۍ ویلي وو: افغانان هر کال حکومت ته یو مېلیارد او ۶۵۰مېلیونه ډالر رشوت ورکوي، چې د حکومت له کلنیو عوایدو سره برابرېږي. د اشرف غني د حکومت چارواکي یوازې په افغانستان کې غلا نه کوي، بلکې په بهرنیو هېوادونو کې هم مېلیونونه ډالر په بډو وهي. تازه په امریکا کې د افغانستان د سفارت ۷۰متره دېوال په ۱،۸مېلیونه ډالرو رغول شوی. حکومت تراوسه په دې موضوع هېڅ غبرگون نه دی ښودلی او نه یې حتی د څېړنو ویلي. د کابل ښاروالۍ له لوري د وچې ډوډۍ په وېش کې ۸۰۰مېلیونه افغانۍ غلا شوي، خو په دې موضوع نه لویه څارنوالي، نه له اداري فساد پر ضد د مبارزې ریاست او نه ارگ غوږ گروي؛ ځکه ټول ورسره شریک دي او دغه غلا د ټولو جېبونو ته رسېږي.
اشرف غني ډېری وخت د اوسني حکومت ستونزې د کرزي د وخت پاتې شوني یادوي؛ خو غني په شپږو کلونو کې د نظام شته بنسټونه هم ونړول. که اشرف غني په رښتیا له اداري فساد سره مبارزه کوله، نو شپږ کاله ډېر عمر دی او په دغه وخت کې یې ډېر څه کولی شول. که له اشرف غني وروسته راتلونکی حکومت راځي، نو اشرف غني به ورته په میراث څه پرېږدي؟ ایا همدغه گډوډ حالت، په فساد کې تر ستوني غرق حکومت او د زرگونه مفسدینو دوسیې، چې تراوسه څېړل شوي نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: