د اندلس د مسلمانانو د تعذیب یوه بېلګه

 

کله چې اندلس د عیسایانو لاسونو ته ولويد او د اندلسي مسلمانانو لپاره د عیسایانو له خوا د پلټنو محکمې خلاصې شوې؛ نو دې محکمو چې مسلمانان څومره زورولي او تعذیب کړي دي شاید تاریخ یې ډېر کم ساري ولري، د هسپانیې د پلټنو محکمو له ګڼ شمېر تعذیبونو نه یوه وحشي طریقه یې د ميسو د یوناني غوايي په ګېډه کې د یوه مسلمان اچول و.

انساني ذهن که خیر او ښو ته سوق کړل شي عجیبه ابداعات او اختراعات رامنځته کوي او داراز که د شر او ضرر لور ته لګیا شي هم عجیبه فتنې او پساتونه رامنځته کوي. زه د عیسایانو د تعذیب دې عجيبه وحشي طریقې هک پک او وزورولم! انځورونو کې تاسو له میسو جوړ غوايان وينئ چې هغه په تمثیلي شکل انځورل شوي دي!

د دې غوايي په ګېډه کې به یې مسلمان واچوه، لاندې به یې اور ورته بل کړ، د اور په سوځیدلو به چې د مسلمان له خولې چیغې وتلې نو د غوايي په ستوني کې به یې یو ډول باجه غوندې شی نصب کړی و او هغه کې به د غوايي رمباړه غوندې وتلې! تر څو به چې مسلمان ژوندی و او چیغې به یې وهلې همدا د غوايي رمباړه به روانه وه او چې هغه به مکمل وسوځيد او وفات به شو فتو غږ به يې چوپ سو.

دا د هغه غرب د تعذیبونو او وحشتونو عجیبه او نادرې بېلګې دي چې نن یې د اسلامي نړۍ په هیوادونو کې سیکولران د مدافع وکیلانو رول ترسره کوي، د غرب وحشیانو روزلی سیکولر د غربیانو غوندې وحشي او تر هغو بدترین ځناور دی، ځکه هغوی د غرب داسې وحشتونه پټوي او د اسلام په تاریخ کې د ظلم کوچنۍ کیسې پړسوي او خپروي.

 

استاد حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: