دوستم حق لري چې مارشال شي!!

 

ليکنه: نصير تکل
ډېر کسان په ډاکټر اشرف غني نيوکه کوي چې ولې يې جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه، خو که چيرې ژور فکر وکړو په اوسنى ديموکراتيک نظام کې تر ټولو زيات حقدار جنرال دوستم دى چې بايد تر دې وړاندې مارشال شوى واى.
ځکه له ۲۰۰۱م کال مخکې افغانانو سوچه اسلامي نظام درلود چې له عثماني خلافت وروسته يې څوک نمونه نشي وړاندې کولاى، هماغه نظام ؤ چې دافغانانو هيلې او آرمانونه يې پوره کولاى شواى، او په ښه توګه يې د افغانانو اراده تمثيلولاى شواى، خو دا چې هغه نظام نړيوالو ته خوښ نه ؤ، نو بناءً د امريکا په مشرۍ نړيوالې صليبي ټلوالې د هغه نظام د را پرځولو لپاره نړيوال حشر وکړ، ددې حشر يوه عمده برخه هغه منفور افغانان ؤ چا چې ټول عمر د افغانانو په وژلو کې تير کړي ؤ، د هغوى په وژلو او کړولو يې مختلفې رتبې او منسبونه ترلاسه کړې ؤ، امريکانانو د همدغه بې وجدانه افغانانو په مټ وکولاى شواى چې افغانستان اشغال کړي، امريکايانو چې کله اسلامي امارت سقوط کړ او پرځاى يې ديموکراتيک نظام قائم کړ، نو ددغه نوى نظام واګې يې هغه افغانانو ته وسپارلې چا چې د هغوى ښه فرمانبرداري کولاى شواى، نو همدغه په نوم افغانان ؤ چې پوره نوولس کاله يې په ډير اخلاص سره دامريکايانو خدمت وکړ، امريکايانو دوى ددې لپاره استخدام کړي ؤ چې اصيل او آزادي غوښتونکي افغانان ووژني همدغه په نوم افغانانو دامريکايانو په ټانګ، توپ، طياره، معاش او دهغوى په مشوره په لکونو افغانان بې دريغه شهيدان کړل او پخپلو وينو کې يې لت پت کړل، نو بناءً دلته ملي اتلان، قهرمانان، مارشان، جنرالان، شهيدان…هغه افغانان وبلل شول چا چې په قتل او کشتار کې ځانکړى نوم درلود لکه احمد شاه مسعود، قسيم فهيم، عبدالعلي مزارى، رازق، عزيزالله کاروان، امرالله صالح، اسدالله خالد، نبيل… اوداسې نور خو پدې ټولو کې تر ټولو مخکښ جنرال دوستم ؤ نو بايد وختي دمارشالۍ رتبه ورکړل شوې واى، لدې څخه علاوه هغه خارجي قوماندانان چې د افغانانو په وژلو کې به يې ځانکړى نوم درلود کله به چې له افغانستانه رخصتيدل حامد کرزي او اشرف غني به هغوى ته دغازي وزير اکبرخان او ميرمسجدي خان دولتي ميډالونه ډالۍ کول تر څو د هغوى د قربانيو قدردانى وشي، همدا لامل دي چې نن کرزي او غني ته د هغوى ملاتړي بابا کلمه کاروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: