سولې ته خنډونه امریکا جوړوي، خو افغان تاريخ کې به اشرف غني بدنام وي

راځئ د افغانستان د سولې په اړه اول د امريکايانو او د غني د ډلې دريځونه وګورو او بيا به دا معلومه کړو چې اشرف غني به د افغانستان په تاريخ کې څه ډول حيثيت ولري؟
دا خو معلومه ده چې د کابل اداره له الف تر ياء، ټول هر څه يې د امريکايانو په واک کې دي او دا طبيعي اصل دی چې غلام د بادار تر امر لاندې وي.
«کسی که نام ميدهد، فرمان ميدهد»
نو د افغانستان سوله او بين الافغاني مذاکرات هم يوه داسې موضوع ده چې ظاهراً د کابل حکومت پورې اړه لري، مګر ټول واک او صلاحيت يې له امريکا سره دی. نو اوس پوښتنه دا ده چې بين الافغاني مذاکراتو ته، يا په مجموع کې د افغانستان د سولې مخ ته چې کوم خنډونه جوړيږي، د دې مسؤل څوک وبولو؟
ځينې خلک وايي چې که موږ غني د امريکا ګوډاګی بولو، نو بيا ولې ووايو چې غني د سولې مخ ته خنډونه جوړوي؟ حال دا چې اصلی واک او اختيار خو له امريکا سره دی او اصلاً هغوی نه غواړي چې دلته سوله او امنيت راشي.
همداراز که موږ شخصاً غني د سولې په دښمنۍ تورن کړو او مريکا ته برائت ورکړو، نو بيا خو موږ د اشرف غني ازادي تأييد کړه. حال دا چې غني د امريکا له خوښې پرته هيڅ هم نه شي کولی؟!
ځواب او تطبيق:
واقعيت دا دی چې اشرف غني شخصاً خپله هم د سولې لوی دښمن دی او هيڅکله نه غواړي چې دلته سوله راشي، ډيموکراسي ختمه شي او دی او رولاګۍ يې د ارګ له تخته راښکته شي. مګر دومره واک هم نه لري، چې خپلې دغې ارادې ته د عمل جامه ور واغوندي او له طالبانو سره خپله پخه دښمني؛ په عملي ډګر کې ښکاره کړي.
معنی دا چې د غني د زړه ارمان دا دی چې سوله ونه شي، خو دا چې د امريکا تر امر لاندې دی، نو ځکه وخت نا وخته له ځينو «سرو کرښو» تيريږي. نن په ډېره سخته لهجه وايي چې زه د دوحې موافقې ته نه يم ژمن او طالب زندانيان نه خلاصوم، مګر سبا چې د امريکا له خوا فشار پرې راشي، نو هماغومره ټاکلې شمېره بنديان ازاد کړي او بيا د ولس غولوونې لپاره چغې وهي، چې ما د ښه نيت ښودلو په خاطر (!) دومره دومره طالب زندانيان ازاد کړل.
مګر په (۱۳۹۵) کال، غالباً د ثور په نولسمه د يکشنبې په ورځ همدغه غني ؤ، چې کسه مظلوم طالب زندانيان يې اعدام کړل، په انس حقاني يې د اعدام فيصلې کولې، د هغه خلاصون يې خپله سره کرښه ګڼله او طالبانو ته به يې همېشه د پنجابيانو خطاب کاوه.
خو ښه دا ده چې په خپل واک کې نه دی، که نه ده خو به ټول زندانيان په يوه ورځ اعدامول، ولې په دې چې دی يې د مسؤليت په کيسه کې نه دی او نه دا غم ورسره شته چې له سېره څو پخيږي. د ده خپل بچی (طارق) په امريکا کې عياشي کوي، نو ځکه دی د طالبانو له انتقامه نه ډاريږي، که د ورځې په سلګونو عسکر هم ووژل شي، د ده يې پرې څه؟! مګر امريکا بېا له انتقامي بريدونو او زيانونو ډاريږي، همدا وجه ده چې بالآخره په ګونډو شوه او طالبانو سره يې د اشغال د خاتمې تړون لاسليک کړ.
نو هماغه امريکايان چې په څه ډول او کومه اندازه د طالب زندانيانو خلاصون غواړي، په هماغه اندازه يې غني خوشې کوي. همدا خنډ او ځنډ اصلاً د امريکا له خوا دی، خو غني ځکه پکې بدنام دی، چې دی خپله نارې وهي چې دا واک زما دی او زه يې نه خوشې کوم!
خلاصه دا چې؛ دا خبره هم سمه ده چې غني د سولې مخالف دی او دا خبره هم سمه ده؛ چې د سولې هڅې د امريکا په امر له ځنډ او خنډ سره مخ دي. خو غني ځکه پکې ملامت دی چې دی خپله د واک او صلاحيت نارې وهي او پردی شرم په خپله غاړه اخلي.
امريکايان خو اشغالګر دي، اخر به ولاړ شي، مګر همدغه تور غني به په افغان تاريخ کې يوه منحوسه او منفوره څېره وي. د اشغالګرو د غلامي، د سولې د دښمني، د ملي خيانت او پرديپالنې کرغېړن نومونه به د همېشه لپاره د ده پر تندي ثبت وي.

عبدالرحمن سعيد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: