خپل نوي نسل ته د لستوڼي ماران ور وپېژنئ!

س. بدري
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د بعثت له لومړۍ ورځې راهيسې کفارو د مسلمانانو پر خلاف فکري جګړه پيل کړې او د قيامت تر ورځې به روانه وي.
البته دومره خبره ده چې د اسلام په لومړيو کې فقط د کفارو له خوا د اسلام او مسلمانانو پر ضد تبليغات کېدل، يعنې صفونه بيخي په ډېره ښه توګه واضح ول، يو د کفارو صف او بل د مسلمانانو او دواړه يو د بل خلاف ول. مګر متأسفانه ورو ورو په مسلمانانو کې هم داسې خلک پيدا شول، چې د اسلام پر ځای د کفر چارې ورته ښې ښکاري او په هره خبره کې له کفارو سره يو ځای او په يوه جبهه کې، د اسلام او مسلمانانو پر ضد فکري او نظامي جګړه کوي.
دغه تش پر نامه مسلمانان د اسلامي امت لپاره يو ستر ناسور دی. کاش چې دوی خو جهراً ويلی چې (نعوذ بالله) موږ ته نه اسلام اهميت لري او نه مسلمان يو. بلکې دغه خائنان هم د اسلام دعوا کوي او هم بيرته پر اسلام او مسلمانانو نيوکې. دوی د اسلامي امت د نوي نسل د بې لارې کولو لپاره، تر ښکاره کفارو زر چنده زيات خطرناک دي.
دا ځکه چې دوی د اسلامي امت د ځوانانو اذهان مغشوش کوي. دوی ځانونه ډېر ښه او سوچه مسلمانان بولي، خو د اسلامي نظام مخالفت کوي، دوی ځانونه مسلمانان بولي، خو د قرآن او حديث پر ځای د کفري اتحاديو او هېوادونو ملاتړ کوي، ځانونه مسلمانان بولي، خو اسلامي حدود ظلم او زياتی ګڼي، ځانونه مسلمانان بولي، خو له اسلامي اخوت څخه قطعاً منکر دي او نور مسلمانان خپل دښمنان ګڼي، ځانونه مسلمانان بولي، خو له کفارو سره د زړه له تله مينه او يارانه کوي، ځانونه مسلمانان بولي، خو صورت او سيرت يې د کفارو په شان جوړ کړی، ځانونه مسلمانان بولي، خو جهاد ته تروريزم وايي، ځانونه مسلمانان بولي، خو اسلامي حکومت د وروسته پاتې والي لامل ګڼي او ځانونه مسلمانان بولي، خو د کفارو له خوا اسلام ضد دسيسې همدوی تطبيقوي.
ځکه وايو چې دغه ډول منافقين د اسلام تر ټولو سرسخته دښمنان دي، اسلام ته تر ټولو زيات ضرر همدوی رسوي، د مسلمانانو په ډله کې بيرته د مسلمانانو پښې وهي او په خپلو شيطاني چارو له نورو مسلمانانو څخه حقيقت ګډوډوي.
يعنې په تمامه معنی د لستوڼي ماران دي.
هر چا چې د دغو منافقینو ملاتړ وکړ، د هغوی انجام هم ډېر خراب دی.

رسول_اللهﷺفرمایي: داسې اميران او واکمن به وي چې دروغ به وایي او ظلم به کوي. څوک چې د هغو دروغ رښتیا وګڼي او ظلم کې مرسته ورسره وکړي؛ دا کس زما له امته نه دی او زه ورنه بېزاره یم او نه به (آخرت کې) زما حوض ته راځي. او څوک یې چې دروغ ونه مني او نه ظلم کې مرسته ورسره وکړي هغه زما له امته دی او زه ورنه راضي یم او خامخا به (آخرت کې) زما حوض ته راځي.

‏قال النبيُّ صلى الله عليه وسلم: ستكون أمراءُ يَكذبون ويَظلمون، فمَن صدَّقهم بكذبهم وأعانهم على ظلمهم: فليس مني ولستُ منه، ولا يَرِدُ عليَّ الحوض ومَن لم يُصدِّقْهم بكذبهم، ولم يُعِنهم على ظلمهم: فهو مني وأنا منه، وسيَرِدُ عليَّ الحوض. أخرجه الإمام أحمد بإسنادٍ صحيح
نو ای مسلمانانو!
د اسلام دغه بدبخته دښمنان خپله هم وپېژنئ او خپلو اولادونو، وروڼو او نويو نسلونو ته يې هم وروپېژنئ.
خپل نوی نسل مو په دې پوه کړئ، چې له سوچه اسلامي حکومت پرته، بلې هيڅ ډلې سره ملګرتيا مه کوئ، ډيموکراتان، کمونيستان، سيکولران، نشنلستان او نور په سلګونو باطل حزبونه او فکرونه ټول د يوه «خره» غوږونه دي او ټول د کفر او حزب الشيطان اړوند دي.
اسلام داسې يو شامل او کامل دين دی چې بلې هيڅ پردۍ نظريې او قانون ته حاجت نه لري، څوک چې د اسلام دعوه کوي، نو الله تعالی ته دې پوره تسليم شي، بيا دې نوي نوي سوچونه پرېږدي. که يو څوک هم د اسلام دعوه کوي او هم اسلام ته په پوره معنی نه تسليميږي، نو په حقيقت کې د ده مسلماني درسته نه ده. د اسلام وړانګې يې زړه ته نه دي لوېدلې، بلکې هسې درواغجن دی.
نو که په رښتيا مسلمانان ياست، نو له اسلامه هاخوا يوه کږه خبره هم مه منئ، هر څه رد کړئ او يوازې د خپل خالق قانون ته غاړه کېږدئ.
ای مسلمانانو!
خپل راتلونکی نسل پوه کړئ چې که په هره زمانه کې واست، حتماً له هغې ډلې سره اوسئ، کومه چې د اسلامي نظام غوښتونکې وي، جهاد کوي، مبارزه کوي او له کفارو او د هغوی له دوستانو سره جنګيږي.
د هغو خلکو ملګرتيا وکړئ، څوک چې سوچه اسلامي نظام غواړي او هغه خلک ورټئ کوم چې له اسلامي نظام پرته د نورو باطلو نظامونو غوښتونکي وي.
ای مسلمانانو!
خپل اولادونه داسې وروزئ چې خپلو کې نرمي کوونکي وي، خو د کفارو پر خلاف سختي کوونکي.
خپلو اولادونو کې مو د اسلامي اخوت او جهاد فکر پياوړی کړئ او د کفارو له دوستي څخه يې ووېروئ.
همداراز نوی نسل مو د مبارک دين د علم په ګاڼه سينګار کړئ، تر څو د کفارو په هر دجل پوه وي.
او وروستۍ خبره دا چې نوی نسل مو د خپلو اسلافو له مبارزو او قربانيو خبر کړئ، د هغوی اتلولۍ او مېړانې ورته بيان کړئ، د کفارو خيانت، خباثت او له اسلام سره د هغوی همېشنۍ دښمني څخه يې خبر کړئ.
که داسې مو وکړل، نو هم به مو نوی نسل ان شاء الله نه بې لارې کيږي او هم به مو د خپل رب پر وړاندې غاړې خلاصې وي.
که نه، همدغه دريمه ډله منافقين کولی شي، ډېر ژر ستاسې اولادونه بې لارې، ګمراه او د کفارو دوستان جوړ کړي.
نو همدا اوس لا دغه خطر ته ويښ، بيدار او متوجه اوسئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: