اشرف غني ولې پر عایداتي ادارو ډېر پام کوي؟

خط اول:
افغانستان اوس‌مهال له سخت بحراني حالت سره مخامخ دی. ټول حکومت له هغو خلکو ډک دی، چې بهرني تابیعتونه لري او کورنۍ یې دلته نه اوسېږي. اوسني چارواکي د هېواد د راتلونکې په اړه هېڅ فکر نه کوي؛ ځکه تمه هم ورته نه لري. که پر افغانستان هره ټکه راغورځېږي، نو دوی به تر خپلې پښې سپکوي. له اشرف غني واخله، د ده مرستیالان، وزیران، والیان، رئیسان او حتا د عادي ادارو مشران هم دلته یوازې د خپلې گټې لپاره راغلي دي او کورنۍ یې دلته نه اوسېږي. دوی یوازې غلاوې کوي، ملي شتمنۍ لوټوي او خپل جېبونه ډکوي.
د امریکايي یرغل له پیله تر نن پورې افغانستان هر کال د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې ځای نیسي. د اشرف غني په روانه واکمنۍ کې اداري فساد اوج ته ورسېد. د روڼتیا څار بنسټ تازه ویلي دي، افغانستان کې هر کال عام خلک دولتي مامورینو ته یو مېلیارد او ۶۵۰مېلیونه ډالر رشوت ورکوي، چې د حکومت له عوایدو سره برابرېږي. د افغانستان په شان غریب او په پردیو مرستو متکي هېواد کې چې دومره فساد وي، نو خلک به یې څه ښه ورځ وگوري.
د اشرف غني د واکمنۍ له پیله تر نن پورې دی یوازې پر عایداتي ادارو ډېر پام کوي. مالیې وزارت، د مخابراتو مالیه، د افغانستان بانک، ښاروالۍ او گمرکونو ته خپل نږدې کسان ورپېژني. که دوی څومره غلاوې کوي، نو نیمايي اشرف غني ته هم رسېږي او نه غواړي چې عایداتي ادارې له لاسه ورکړي. که نړیوالې مرستې پر عامو خلکو وېشل شوی وی، نو اوس به د ډېرو افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی وی؛ خو حکومت په لوی له عامو خلکو روزي اخلي او دې ته یې مجبوروي، چې خپل بچیان امنیتي ادارو ته ولېږي، چې د دوی لپاره جگړه وکړي. په هېواد کې خو هسې هم د کاروبار څرک نه‌شته او دلته ډېر لوستي ځوانان په کراچیو توکي پلوري او د حکومت عادي ماموریت هم ورته نه پیداکېږي.
نږدې دوه اوونۍ مخکې اشرف غني د افغانستان بانک لپاره اجمل احمدي د چارسمبالي مشر په توگه وټاکه. اجمل احمدي له دې وړاندې د صنعت او سوداگرۍ وزیر و، چې په خپل نږدې دوه کلن ماموریت کې یې هېڅ هم ونه کړل. د اجمل احمدي د هویت په اړه تراوسه خلک نه پوهېږي. څوک یې د لبنان، څوک یې د سوریې او څوک یې د امریکا تبعه گڼي او آن ویل کېږي چې د اشرف غني د مېرمنې رولا غني وراره دی. روانه اوونۍ د نوموړي د پاسپورټ یو انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی او د غزني یې معرفي کړی؛ خو دی نه تراوسه په پښتو او نه په دري ژبو پوهېږي او یوازې یې انگرېزي زده ده.
د افغانستان بانک مشري باید څوک وکړي؟
د افغانستان بانک قانون د لسمې مادې پر بنسټ، د افغانستان بانک د ټولو رئیس باید افغانستان تبعه واوسي، پر امانتولۍ مشهور وي، تجربه ولري، د کوم بل مالي بنسټ غړیتوب ونه لري او د وزیرانو د کابینې یا پارلمان غړی نه وي. یعنې حکومت حق نه لري چې د افغانستان بانک مشرۍ لپاره یو سیاسي کس وگماري او د قانون له مخې د افغانستان بانک لپاره سرپرست نه ټاکل کېږي او باید له ولسي جرگې د باور رایه واخلي او د افغانستان بانک سرپرست باید د ولسي جرگې څخه د باور رایې د ترلاسه کولو وړاندې سترې پرېکړې هم ونه کړي.
د اساسي قانون د ۶۴مې مادې ۱۱مې فقرې له مخې «د وزيرانو، لوی څارنوال، د افغانستان بانك، د ملي امنيت او سرې مياشتې د رئيسانو ټاكل او د هغوى عزلول او د استعفى منل د ولسي جرگې په تایید کېږي. په اساسي قانون کې داسې هېڅ مورد نه شته چې ولسمشر وکړای شي چې د افغانستان بانک د ټولو رئیس د سرپرست په توګه وگماري».
اجمل احمدي د خپلو لومړیو کاري ورځو کې د دغه بانک ټول مرستیالان له دندو گوښه کړل. د افغانستان بانک مرستیال وحید نوشیر پرون ویلي وو، چې دی بانک ته د خپلې استعفا د وړاندې کولو لپاره ورغلی و، خو بانک ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه. د افغانستان بانک د ۲۰مې مادې د ۵مې فقرې پر بنسټ، د افغانستان بانک دویم مرستیال ته باید د خپل ځان څخه د دفاع حق ورکړل شي. ځکه له هغه غوښتل شوي وو چې له هغې ناستې بېرون ووځي چې په هغې کې د بانک د دویم مرستیال د گوښه کېدو پرېکړه شوې وه. «د ولسمشر د شفاهي حکم پر اساس او احترام؛ نن سهار د افغانستان بانک ته ولاړم چې خپل استعفاليک د افغانستان بانک سرپرست ته وسپارم خو له بدمرغه د بانک په دروازه کې د ساتونکو او امنیتي مسؤلینو له خواه بانک ته د دننه کېدلو اجازه رانه کړل شوه. نو د افغانستان بانک د حیثیت او نظام ته د درناوي له کبله پرته له ټينگار؛ بېرته خپل استوگنځي ته راستون شوم.» د وحید نوشیر سربېره د افغانستان بانک دوهم مرستیال محمد قسیم رحیمي، د افغانستان بانک مالي او محاسبې عمومي امر یونس سادات، د تدارکاتو عمومي امر اباسین مل او د افغانستان بانک د نړیوالو پروژو امر سمیع الله مهال هم د اداري فساد په تور له دندو گوښه شوي دي.
امریکا، ناټو، د دوی بهرنیو ملگرو او افغان ټامیانو افغانستان داسې د گړنگ پر غاړه درولی دی، چې یوازې په یوه معمولي خوځښت سره نړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: