لغمان کې پر ۴۰۰هکټاره ځمکه د «بېرې» ونو د اېښودلو لړۍ پیل شوه

عزم (پنجشنبه، ۱۲، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت اړوند دقرغیو ولسوالۍ د درونټې دبرېښنا بند د څېرمه د خاورینو غوڼډیو په لمنو کې د تراس په ډول د یوه منظم ځنګل دجوړېدو لړۍ پیل شوه، چې په ترڅ کې یې د یادې سیمې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ځنګل جوړېږي.

د لغمان د کرنې رئیس انجنیر محمد جمیل خوشحال وايي، چې دغه پروژه د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» په مالي لګښت او د « SARCDO» پروژې په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي. د خوشحال په خبره، پر ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ۶۰۰  نیالګي اېښودل کېږي.

دی وايي، ددې ځنګل په جوړېدو سره به د شاتو مچیو فارم لرونکو ترڅنګ د مالدارۍ ودې، د سېلابونو په وسیله د ځمکې تخریب په مخنیوي، د اقلیم بدلون سره مبارزه، د مضره ګازو د جذب او د طبیعي ځنګلونو د پرېکولو په مخنیوي کې به رغنده رول ولري.

دا لومړی ځل دی چې حکومت د بېرې مصنوعي ځنګلونه جوړوي؛ خو له دې وړاندې د نورو مېوه‌جاتو ځنګلونه د هېواد په ګڼو ولایتونو کې جوړ شوي دي، چې اوس له ځینو هر کال ټنونه مېوه هم راټولېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: