په روانه اوونۍ کې ۱۱۳زره ټنه توکي هېواد ته وارد شوي دي

عزم (پنجشنبه، ۱۲، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په روانه اوونۍ کې د حیرتان ـ مزارشریف، اقینې او تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۱۳زره او ۱۴۲ټنه توکي وارد شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په وارد شوو توکو ډېره برخه خوراکي توکي دي او پاتې یې نفتي، ودانیز او سوداګریز توکي دي، چې په ۱زرو او ۹۱۶لاریو کې هېواد ته وارد شوي دي. «۱۲ زره ۸۴۴ ټنه غنم، ۳۳ زره ۹۴۶ ټنه اوړه، ۲ زرو ۷۵۳ ټنه غوړي، ۴۳ زرو ۶۸۳ ټنه تېل، ۶ زرو ۸۵۳ ټنه اوبلن ګاز، ۲ زرو ۹۵۲ ټنه ودانیز توکي او ۱۱ زرو ۱۲۷ ټنه د هېوادوالو نور اړين توکي دي.»

په هېواد کې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو راهیسې ګڼو هېوادونو له افغانستان سره خپلې پولې تړلې وې، خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د شمال لاره د خوراکي او سوداګریزو توکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

اوس له پاکستان سره هم د تورخم او سپین بولدک لارې هم پرانیستل شوي دي او هره اوونۍ زرګونه ټنه خوراکي او د اړتیا وړ نور توکي واردېږي؛ خو لا هم په ټول هېواد کې د توکو بیې راکمې شوي نه دي، بلکې هره ورځ د توکو بیې نورې هم لوړېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: