زموږ ميړني اسيران

فاتح افغان

د اوسنی صليبي جګړې په پيل کې د صليبي بيرغ پورته کوونکې امريکا مجاهدينو ته ګواښ وکړ: (چې تروريستان له مرګ او اسارت څخه پرته بله لار نلري.)

  اشغالګرو د افغان مجاهد ولس د ارادې ماتولو لپاره له هرډول لارو څخه کار واخيست، د دې ولس د جهادي مقاومت د ځپلو لپاره يې بيلابيلې ستراتيژی او تګلارې په کار واچولې، له دغو ظالمو تګلارو څخه يوه يې د ولس د اصيلو او وفادارو ځوانانو اسارت او بندي کول و، د وحشي چاپو او ړندو نيونو په لړ کې يې ګڼ شمير افغانان زندانيان کړل.

په سلهاو زره افغانان يې يا ونيول او يا يې د چاپو او تلاشيو له لارې سخت وترهول.

زندانونه ډک شول، امريکا له دغو زندانيانو سره ډيره ناوړه غير انساني معامله وکړه، داسې معامله چې له ټولو اسماني او نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې وه، د بنديانو د تعذيبولو لپاره يې له داسې زړه بوږنوونکو تکتيکونو څخه کار واخيست چې د تل لپاره به د حقوقو بشر د مدعيانو په ټنډه تور داغ وي.

داسې تعذيبونه يې ورکړل چې د بنديانو روان، ژوند، صحت او مورال هدف ګرځوي ترڅو يې له مقاومت او مبارزې څخه لاس په سر کولو ته اړ باسي.

خو اتلو زندانيانو په تيرو دوو لسيزو کې په ډيره ميړانه او صبر د مجرمانو تعذيبونه او هر ډول سختی وګاللې، په ډيرو باندې يې د اعدام يا تلپاتې زندان پريکړه وشوه، جسمونه يې ګڼ شمير خطري او مزمنو ناروغيو کمزوري کړل، د زندان په مرحله کې په ځلونو اعتصاب کولو ته اړ کړل شول.

خو زموږ د بنديانو اراده له ټولو تعذيبونو او تکليفونو څخه ځواکمنه وه، زموږ اتلانو په پوره توګه صبر وکړ، زولنو يې اراده ماته نکړای شوه، که هرڅومره د زندان مرحله اوږده شوه په الهي نصرت يې عقيده متزلزله نشوه.

زموږ ميړنيو زندانيانو، الله تعالی دې تاسې ته اجرونه درکړي د طاغوتانو د ستم په وړاندې د غرونو په څير محکم ودريدلی، د ظالمانو ظلم ستاسې عزت او مقاومت نور هم زيات کړ.

زموږ ميړنيو بنديانو، دا ايذاوې او تعذيبونه تاسې ته د الله جل جلاله په لاره کې رسيدلي، اجرونه به يې هم هماغه الله جل جلاله درکوي، په ژوند کې ابتلاوې او ازميښتونه د همدې لپاره راځي چې الله تعالی پرې د خپلو نيکو بندګانو ګناهونه بښي، جنت ته يې داخلوي او د هغوی درجات پرې لوړوي.

دا ابتلاوې د الله تعالی په ډيرو خاصو بندګانو انبياوو عليهم السلام باندې هم راغلي، ځينې انبياء په اسارت ګواښل شوي، د ځينو د بندي کيدو لپاره دسيسې جوړې شوي او ځينو د زندان تر تورو تمبو شاته کلونه کلونه تير کړي.

د مکې مشرکانو ډير اصحاب کرام رضي الله عنهم د ايمان راوړلو په جرم بنديان کړي وو او رنګارنګ تعذيبونه يې ورکول ترڅو له ايمان څخه تير شي، چې د دوی له جملې څخه د بلال، صهيب، ياسر، عمار، سميه، خباب او خبيب رضي الله عنهم کيسې ډيرې مشهورې او دردوونکې دي.

همدغه راز ډير تابعين، امامان او د امت ستر علماء د باطل د پلويانو له لوري زندان ته اچول شوي.

{وَكَأَیِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَھُ رِبِّیُّونَ كَثِیرٌ فَمَا وَھَنُوا لِمَا أَصَابَھُمْ فِي سَبِیلِ اللَّه وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا وَاللَّھُ یُحِبُّ الصَّابِرِینَ ( ١٤٦ )} [آل عمران].

ژباړه: د ډيرو انبياو په ملتيا ډيرو خدايپالو خلکو جهادونه کړي، د الله تعالی په لاره کې د تکليفونو د رسيدو له امله نه بې زړه شوي، نه له جهاد څخه کمزوري شوي او نه دښمن ته سرټيټي شوي او الله جل جلاله صبر کوونکي خوښوي.

ای د صبر څښتنانو موږ په تاسې وياړو، افغان مجاهد ولس ستاسې ميړانې، صبر، ثبات او استقامت ته سلام کوي، تاسې زموږ اتلان ياستی، تاسې د حريت سمبولونه ياستی، موږ آزادي له تاسې زده کړه، تاسې مقاومت وکړ، قربانی مو ورکړې او د اسلامي مقدساتو د دفاع او د هيواد د ازادی لپاره مو د خپل عمر غوټی د زندان تورو تمبو شاته وريژولې، تردې چې الله پاک په تاسې فضل وکړ او په هسکه غاړه روغ رمټ له زندانونو څخه راووتلی.

ستاسې په راوتلو ټولو خلکو ته جوته شوه چې د اشغال او زندان شپه په تيريدو ده، او د حريت او استقلال سهار خامخا راتلونکی دی.

زه چې د دغو اتلانو په اړه څه توري ليکم د خجالت احساس کوم ځکه همدا هغه اتلان دي چې د اسلام او ولس د دفاع په لاره کې يې سترې سترې قربانی وړاندې کړې، د دوی د قربانيو او بې مثاله ثبات په اړه زموږ خبرې ناقصې او بې روحه دي، دوی که له ذلت څخه ډک ژوند راضي شوي وای که دوی په خپلو ځانونو ډار شوي وای يا يې د خپلو بچيو د راتلونکی غم خوړلی لکه موږ چې کوم حال دی، له سره به يې د بندي کيدلو نوبت نه رارسيده.

هغه بنديان چې لاهم د زندان د تورو تمبو شاته پراته دي ورته ويل غواړم چې لږ صبر وکړئ څو ورځې دي ان شاء الله ډير ژر به تيرې شي، ډير ژر به تاسې خپلو کورنیو او خپلو خپلوانو سره يوځای شئ، اسلامي امارت تاسې له ياده نه ياست باسلي ستاسې د خلاصون لپاره يې لکه څنګه په تير کې هلې ځلې کړي اوس هم په خپل پوره توان ستاسې د خلاصون لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کوي.

تاسې به ټول د الله په نصرت راخلاصيږئ، موږ به ستاسې د آزادي او له زندانونو څخه ستاسې د راوتلو خوشالي لمانځو، او په ګډه به د دغه هيواد د بيارغونې لپاره کار کوو، بې له شکه له سختي وروسته اساني وي او له زحمت وروسته راحت وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: