ستر وحشت او ستر درواغ!

 

سید عبدالرزاق

موږ چې کله د تاریخ ورقې تر نظر تیروو او د عدل  و انصاف په څنګ کې د ظلم او وحشت لړۍ لولو، یا د دوو مقابل اړ خونو دښمني ته په عمیق ډول مطالعه کوو، نو داخبره جوتیږي چې د ظلم، وحشت او دښمني سره، سره د وخت جابرانو په دښمني کې ځینې اصول هم مراعاتول.
دا خبره یقیني ده چې په تاریخ کې ځینې نومونه او شخصیتونه داسې شته، چې څیره یې د ظلم او ستم له کړنو ډکه او مکروه ښکاري، خو همدغه څیرې بل لور ته یو د تقلید وړ جهت هم لري.
مثلا: له همدې جبري او وحشي سریال څخه، یو ستر ظالم او د تاریخ بدنامه څېره حجاج بن یوسف ده.
ويل کيږي چې ده په ناحقه توګه تر یو لک زیات مسلمانان په شهادت ورسول، چي په دې لړ کې یو شمیر هغه عظیم صحابه کرام هم شامل وو، چا چې د ده ظلم غندلی او په خلاف یې را اوچت شوي وو.
خو بل لور ته همدغه حجاج د یوې خورکۍ د عزت او ناموس د دفاع په خاطر خپل ځان او اسلامي پوځ له یو لوی خطر سره مخ کړ. د هند او سند د امپراطورۍ پر خلاف د حجاج مبارزه صرف د خپلې مسلمانې خور د مظلومیت او فریاد له امله وه.
د ظلم په لړۍ کې اموي خلافت په مجموع کې ډیرې زیاتې ناخوالې لري، چې د تاریخ هیڅ یو کتونکی به ترې ناخبره پاتي نه وي، مګر همدغه اموي خلافت په کراتو د خپل ملت د دفاع لپاره ډېرې سختۍ ګاللې دي، چې تاریخ به یې تل له ځان سره محفوظ وساتي.
د مکې مشرکین د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دښمني کې تر هر چا مخکې وو، د ده مبارک دښمني یې د ژوند اول او آخر هدف ؤ. د دې لپاره دوی خپل مالونه، اولادونه او خپل ځانونه په هره خطره کې اچول، خو مقابل لوري (مسلمانانو) ته به چې هر څنګه او په کوم ډول زیان رسول ممکن ؤ، دوی به خپل وس کاوو.
خو تاریخ د همدغو مشرکینو د یو ستر سالار (ابوسفیان) هغه واقعه هم موږ ته راښیي، کومه کې چي دی ابوجهل ته سختې سپکې سپورې صرف له دې وجې وايي، چې د دوی د دښمن (محمد رسول الله صلي الله علیه وسلم) لور؛ فاطمه رضي الله عنها یې په څپېړه وهلې وه. د ابو سفیان دا جمله تر اوسه په تاریخ کې ساتل شوې پرته ده چې: “ته دې خپله دښمني له خپل اصلي مقابل سره وپاله، په داسې ناداره او ناتوانه خلکو لاس اوچتول بهادري نه، بې غیرتي ده!”.
لیکن زموږ په وطن کې د دښمنۍ انداز بل ډول دی. دلته مجرم هغه ګڼل کيږي، څوک چې تر ټولو ناتوانه وي، دلته بې وسه او ناداره د رحم قابل نه دی، دلته لویه کارنامه د ماشومانو او ښځو وژل دي، دلته آن د بې ژبې څارويو وينې بهول هم افتخار ګڼل کيږي، دلته قوت د خپل ملت د وژلو، شکنجه کولو، وینې تویولو او د خلکو د لالهانده کولو او تکليفولو په شکل ظاهریږي.
د همدغه افتخار حاصلولو په موخه یې د چنګاښ په نهمه، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د خپل ملت د وینو لښتي وبهول او د دې ستر جنایت تسلي یې د درواغو په شکل وړاندې کړه. ولسي خلک، د پیښې عیني شاهدان او ټول ملت پر دې متفق دی چې دا مرګونی ساعت د میوند قول اردو د توغندیو او وحشي توپونو له امله رامنځ ته شو، لیکن د ملت د رهبرۍ دعوه دار، د اصلي مجرمینو د پټولو په موخه بل چا ته ګوتې نیسي او د خپلې مرتبې خیال هم نه ساتي، چې دغه درواغ به یې د ټولې نړي پر مخ وشرموي.
دا ظلم او وحشت څه وړه غمیزه نه وه، خو د اشرف غني دا دروغ او مجرمانه تسلي د ملت لپاره تر هغه غټه غمیزه ده. دا جنایت؛ لکه څنګه چې د اسلام له نظره ستر جنایت دی، همدا شان د بشریت او انساني تاریخ له پلوه هم خپل ثاني نه لري. په داسي وخت کې لازمه وه چې د جنایت کارانو تعین سوی وای او هغوی د ملت پر وړاندې په سزا رسیدلي وای، خو لع دغو ملي خاینانو څخه دا تمه نه شي کېدای.
خو الحمدلله د ملت رښتينو بچيانو او محافینو، د اسلامي امارت له خوا تربیه شویو شازلمیو ملت ته ډاډ ورکړ او په دغه ستره غمیزه کې د خپل ملت تر څنګ ودریدل او ان شاءالله همدغه شازلمي به دغه وحشي قاتلین او دروغجن رهبران په خپل انجام رسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: