هلمند کې د کرل شوو نباتاتو پایلې ښې دي

عزم (چهار‌شنبه، ۱۱، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هلمند دکرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې روانې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګي هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د یاد ولایت د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیز توکي ور وپېژني.

د الکو په خبره، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګي اېښودل شوي او پرې څېړنې روانې دي. «تېر کال د ننګرهار له ولایت څخه اصلاح شوي نیالګي، چې په ترکیب کې یې پینځه ډوله لیمو، مالټه او املوک شامل دي د بولان په څېړنیز او انار باغ قوریه کې کرل شوي دي، چې ښې پایلې لري او تر دې مهاله یې پایلې ښې ارزول شوي دي او تر ډېره یې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره یې توافق ښودلی دی.»

دی وايي، د کرنې اداره به یې د یادو نباتاتو په اړه نور تحقیق او څېړنې هم کوي، ترڅو د اوبو، خاورې، هوا او ناروغیو پروړاندې یې پایلې مطالعه او وروستۍ پایله به یې له اړونده مقاماتو سره شریکې کړي ترڅو په راتلونکي کې یې هلمند کې ترویج او تکثیر کړي.

پروسږکال په لومړي ځل په هلمند کې کېلې، املوک، نارنج او لېمو کرل شوي وو، چې اوس ځايي چارواکي یې له پایلو خوښ دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په هلمند کې د لومړي ځل لپاره خُرما هم وکرل شوه، چې اوس یې بوټي حاصلات ورکوي او د ایران له خُرماوو یې کیفیت ښه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: