د بشر حقوق، ملتپال، مدني فعالان، سياسي شنونکي او خبريالان چېرته دي؟!

عبدالرحمن سعيد
همدا تېره دوشنبه؛ د سرطان مياشتې پر نهمه د ځورېدلي افغانستان په تاريخ کې يوه بله توره ورځ هم ثبت شوه. په دغه ورځ د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د (۲۱۵) قول اردو د دوهمې لواء عسکرو د خلکو هغه دوديزه مېله (ګنج) په ډيسي توپونو وويشته، چې د ولس بې کسه، بې وسه، غريبو او ناچارو خلکو خپل څاروي د پېر او پلور له پاره يو پراخ ميدان ته سره راغونډ کړي وو.
په دغه ورځ کې داسې لوی قتل عام تر سره شو، چې نه پکې سپين ږيري، نه ماشومان او نه هم حتی بې زبانه څاروي بچ پاتې شول. ټوله ساحه په وينو سره شوه، هره خوا د وير ټغر خپور ؤ او په لسګونو هېوادوال مو په ډله ييزه شهيدان او زخميان شول.
لنډه دا چې دا يو لوی جنايت، ستره فاجعه او نه هېرېدونکې غميزه ده، هيڅوک د دغه بريد د توجيه کولو لپاره دلايل نه شي تراشلی. دا د کابل ادارې د مشر په وينا يو ډېر ستر ترورستي بريد ؤ، چې د همدې ادارې د ملي اردو ځواکونو له خوا تر سره شو.
خو افسوس چې دا ملت د يو داسې پليت او فاسد رژيم تر حاکميت لاندې ژوند کوي، کوم چې نه بشري حقوق پېژني، نه اسلام او نه هم وطني غيرت او ارزښتونه ورته څه اهميت لري.
دلته د بشر حقوقو، ملتپالو او مدني فعالانو تر نامه لاندې په لسګونو او سلګونو ادارې فعاليت کوي، خو ټول د همدې يوې موخې لپاره لګيا دي چې اشغال دوام وکړي، خلک له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو غافل کړي او دلته غربي کلتور رايج کړي.
همداراز په سلګونو سياسي شنونکي او ليکوالان هم شته، چې د تپل شوې ادارې جناياتو ته توجيهات لټوي او ګرده ورځ په راډيو ګانو او تلويزيونونو کې د حکومت ستاينې کوي.
مګر دوی هر يو بيا په ډېره کلکه وايي چې ازاد خلک دي او د انساني همدردۍ او بشري خواخوږي له مخې افغان ملت ته خدمت کوي. دوی ظاهراً ځانونه دومره مهربان او مخلصين بولي، چې حتی د ګردې نړۍ غم ورسره دی او په دې آرمان دي چې ګرد بشريت ته د دوی خير او ښېګڼه ورسيږي. دوی دعوا کوي چې موږ له هر ډول تعصبونو ورهاخوا؛ د هر ظالم لاس نيسو او د مظلوم مرسته کوو، غږ يې تر نورو رسوو او حقوق يې وراعاده کوو.
مګر دا هر څه يوازې د شعار تر حده دي او بس. کنه ولې اوس دوی داسې غلي او خاموش دي؟ ايا دوی د هلمند له ناورينه نه دي خبر، هلته چې په سلګونو کورنۍ د خپلو عزيزانو پر شهادت اوښکې تويوي، هلته چې د وينو لښتي وبهېدل او حتی بې زبانه او بې ازاره څاروي هم د وحشي توپونو خوراک شول.
دوی دغه بشري خواخوږي، قانوني چلند، ملت پالنه او مدني مبارزه کومې ورځې ته ساتلې، ايا افغانان د بشريت برخه نه ده او ايا د افغانانو وژنه جرم نه دی؟!
نو ای افغان ولسه! لږ راويښ شئ، خپل ځان وپېژنئ، دوست او دښمن وپېژنئ او له مکرونو يې ځان خبر کړئ. دوی هيڅکله ستاسې آرامي او هوساينه نه غواړي. د دوی ټوله هڅه دا ده چې خپل دين او کلتور څخه مو غافل کړي او د اسلامي قانون پر ځای کفري قوانين درباندې ومني.
دلته نه د بشر حقوق شته او نه افغانان په بشريت کې حسابيږي، نه ملت پالنه شته او نه دغه بې برېتو او ږيره خريلي په دې ملت دردمن دي او همداراز دلته نه قانون شته او نه يې تطبيق. بلکې دا کاملاً شهرناپرسان دی. دلته هر څه د زورور په خوښه او ګټه کيږي، که نه امريکا له تا سره کومه ورورګلوي لري، چې ته د خير تمه ترې کوې.
اې افغانانو! لږ راويښ شئ، خپل دوست او دښمن وپېژنئ او د قرآن کريم په اساس يې معلوم کړئ. هغه چې د الله تعالی دښمن دی، هماغه ستا دښمن هم دی او هيڅکله دې دوست کېدلی نه شي او هغه څوک چې دوی يې دښمن بولي، هغه ستا دوست او د الله دوست دی. نو خپل صف وپېژنئ او له خپل صف سره يو ځای شئ، له خپلو دښمنانو د خير تمه مه کوئ.
د خپل مټ په زور له ځانه دفاع وکړئ او په خپلو لاسونو ځان ته خواړه پيدا کړئ، هر څه ستاسو په خپل لاس کې دي. هيڅ کافر زموږ دوست کېدلی نه شي، بلکې هر څه يې تر خپلې ګټې محدود دي.
پر قرآن کريم عمل وکړئ، موږ هيڅ قانون او مذهب ته حاجت نه لرو، زموږ کار ډېر اسانه دی، موږ ته يو منظم مهالوېش او لارښود راکړل شوی، همدغه لاره سمه ده او په همدې کې مو کاميابي ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: