”د حکومت ظالمانه کړنه“: د هلمند استازی د سنګین پيښې په اړه د ځايي چارواکو ادعا ناسمه بولي

عزم (سه شنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۹): په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي د ولایت د ځايي چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې تېره ورځ د سنګین په ګنج کې ملکي وګړو ته تلفات د چاودنو یا هم موټربم برید له امله اوښتي دي.

هاشم الکوزي له عزم سره په خبرو کې وویل چې چارواکو اشرف غني ته په دې اړه ناسم راپور ورکړی، ”دا پېښه د اردو لخوا شوې ده“.

ښاغلي الکوزي پر حکومت غږ کړی چې په پېښه کې د لوړې او ټیټې کچې ښکېل ټول مسؤلین پیدا او تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې ونیسي.

الکوزي وویل چې دوی د ملکي وګړو د تلفاتو پيښې، که د طالبانو لخوا شوې وي او که د حکومت لخوا، تل غندلې، ”پر حکومت باندې هم دا غږ کوو چې خپلې ظالمانه پيښې چې په هغو کې زموږ ولسي خلک په شهادت رسیږي او یا زخمیان کیږي – د هغو پړې دې پر بل چا نه اړوي، هغه خدای ته هم معلومې دي او د افغانستان ولس ته هم معلومې دي چې د پرون په پېښه کې د چا لاس و او مرمۍ له کومه ځایه راغلې“.

په سنا مجلس کې د هلمند استازي ټینګار کړی چې حکومت باید له داسې کړنو ډډه وکړي، ”دا کارونه د ولس غوسه راپاروي. تاسې به ووینئ، که چیرې دوی دغسې کړنو ته ادامه ورکړي، ولس به د دوی پر وړاندې ودریږي“.

د یادونې وړ ده، تېره ورځ سهار مهال د هلمند د سنګین ولسوالۍ په یوه ګنج کې د دولتي ځواکونو لخوا د هاوان/راکټ توغول شوې مرمۍ ولګېدې، چې لسګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله. ځايي امنیتي چارواکو په پېښه کې لاس درلودل رد کړل او ادعا یې وکړه چې تلفات د ”دوو چاودنو“ له امله رامنځته شوي دي.

د پيښې عیني شاهدان هم د دولتي چارواکو ادعا ردوي. دې پيښې د دولتي ځواکونو پر ضد په خواله رسنیو کې سخت غبرګونونه راپارولي دي. د وروستیو معلوماتو له مخې، په برید کې شاوخوا ۲۳ کسان شهیدان او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د سنګین تر پيښې وړاندې، د بادغیس په مرغاب ولسوالۍ کې په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په شمول څلور کسان شهیدان شوي وو.

ولسمشر اشرف غني څو ساعته وروسته د سنګین پېښه وغندله، او له طالبانو یې د جګړې درولو غوښتنه وکړه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي په شمول ګڼو ادارو د دې پيښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: