په لوګر کې د ۲۲۶کرنیزو پروژو کارونه پیلېږي

عزم (سه‌شنبه، ۱۰، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کرنې وزارت وايي، په لوګر کې ۲۲۶کرنیزې پروژې پیلېږي او د یادو پروژو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د لوګر د کرنې رئیس عبدالله تسل وايي، د لوګر د مرکز په ګډون ددې ولایت د محمدآغې، څرخ او خوښي په ولسوالیو کې د ۱۲۱ مېلیونه او ۹۰۰ زره او ۱۴۳ افغانیو په ارزښت ۲۲۶ پروژې پلي کېږي، چې په کې د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه او ممیزخونې جوړول او د مېوو او سبو د وچولو ماشینونه شامل دي.

د تسل په خبره، د یادو پروژو له لارې د لوګر ولایت په مرکز او ددې ولایت په محمدآغې، څرڅ او خوښي ولسوالیو کې د کچالو ۷۹ صفر انرژۍ سړې خونې، د پیازو۹۱ صفر انرژۍ سړې خونې او ۲۸ ممیزخونې جوړېږي، دغه راز ددې ترڅنګ په یادو سیمو کې پر یوشمېر بزګرانو د رومیانو او زردالو وچولو ۲۸ دستګاوې هم وېشل کېږي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دمګړۍ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې پروژې، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي او ددې برنامې په اډانه کې د کرنې وزارت په ۹۰ سلنه ونډې سره بزګرانو ته زرګونه ممیزخونې، د پیازو زرګونه زېرمتونونه، د کچالو زرګونه زېرمتونونه او دسارک سلګونه سړې خونې جوړېږي. دغه راز پر زرو بڼوالو د مېوو وچوونکې ماشینونه هم وېشل کېږي.

دی وايي، د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د برنامې د پروژو په پلي کولو سره لسګونه زره کسانو ته لنډ مهالې دندې او په زرهاوو کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه برابریږي.

لوګر ګڼې مېوې او کرنیز محصولات لري؛ خو د حکومت د کمې پاملرنې له امله د یاد ولایت محصولات په ټیټه بیه پلورل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: