د امریکا له غمه مړه دې واشنګټن ته کډې یوسي

خط اول

د کابل حکومت مشر اشرف غني یو ځل بیا په هېواد کې د بهرنيانو د حضور د تداوم د هڅو په لړ کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په شمول د ټولو بهرنیانو وتل به امریکا زیاته زیانمنه کړي.

له TED بنسټ سره په خبرو کې، نوموړي ویلي چې امریکا باید له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه غور وکړي. دا بحث به وروسته سره وکړو چې آیا افغانستان پرېښودل امریکا رښتیا هم له ګواښ سره مخ کوي که نه.

اما دا د کابل حکومت په لیکو کې د جنګېدونکو کسانو لپاره د شرم ځای دی چې مشر ته یې د خپل هېواد او ولس پرځای د یوه بهرني هېواد ګټې زیاتې مهمې دي. د امریکا ګټو ته اهمیت ورکول د کابل ادارې مشر په ډاګه بیان کړي دي. نوموړي په وار وار ویلي چې دوی د نړیوالو په نیابت د ”ترهګرو“ (یعني اشغال-ضد افغانانو) پر ضد ”مبارزه“ کوي، او د همدې په اصطلاح مبارزې له برکته واشنګټن او نیویارک خوندي دي – دا بیا ورته مهمه نه ده چې همدې په اصطلاح ”مبارزې“ یې له هېواده د نړۍ د روانو جګړو تر ټولو خونړی ډګر جوړ کړی دی.

 دا د افغانانو بدنصیبي وبولو او که بل څه چې داسې یو کس له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې ورباندې واکمن دی چې د نیویارک او واشنګټن د تحفظ او د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره یې د خپل ملت تر ۴۵ زره زیات بچیان د دوزخ کندې ته ورټېل وهل – داسې شخص ځان د افغانانو نماینده بولي چې د خپل هېواد تر استقلال او ارضي تمامیت د یوه په-هر-لحاظ-پردي هېواد د کوڅو امنیت ورته مهم دی.

د کابل حکومت مشر دې د خپلې نامشروع واکمنۍ د بقا او د پردیو اهدافو د تحقق لپاره له افغانستانه نړیوالو ته بلا نه جوړوي، او نه دې هم له خپل هېواده د نړۍ امنیت ته د متوجه ګواښونو فرضیو ته هوا ورکوي.

اشرف غني ته که د افغانستان تر استقلال، د افغانانو تر عزت، حریم او ارامۍ د د واشنګټن او نیویارک د کوڅو امنیت زیات اهمیت لري، نو بیا دې له خپلې راواردې شوې کابینې سره یوځای بسترې پر شا کړي او مخ پر امریکا دې رهي شي. افغانان د هغو پردیو خلکو د ارام ساتلو لپاره له خپلې خاورې، حریم، ناموس او عزته نشي تېرېدای چې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې یې په خپل کور کې د ترورستانو په نوم وژني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: