«د حکومت ۶۰سلنه عواید ضایع کېږي»

عزم (دو‌شنبه، ۰۹، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې«مېک» په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې د افغان حکومت ۶۰سلنه کورني عواید ضایع کېږي؛ خو حکومت یې د مخنیوي هېڅ هڅه نه ده کړې.

د دې کمېټې د دارالانشاء مشر میوند روحاني وايي، د عواید راټولونې ادارې په ځانګړي ډول ګمرکات په اداري فساد کې ډوب دي.«سلیقوي ګمارنې، په عوایدو کې د قانون په پام کې نه‌نیول، له برېښنايي سیستمونو ګټه نه‌اخیستل او کمزوری مدیریت لامل شوي چې د مالیاتو د راټولولو سیستم زیانمن شي.»

د روحاني په خبره، موږ په خپلو دغو څېړنو کې ۷۳ موندنې لرلې چې له دې ۱۷ مورده‌ یې په عوایدو، ۲۲ په ګمرکاتو او پاتې د عوایدو او ګمرکاتو د رهبرۍ تر کچې وې، ډېر زیانونه شته دي، د دغو زیانونو له امله نږدې ۶۰ سلنه مالیه شخصي جېبونو ته ځي او نه‌راټولېږي.

دی وايي، د کالیو قاچاق او وارداتي کالیو جعلي اسناد هم د ملي عواید د کموالي لاملونه دي، خو په دغه چاره کې د حکومت لوړ پوړي کسان هم ښکېل دي او له ګڼو ګمرکونو باج اخیستل کېږي.« د ګمرکونو کارکوونکو او چارواکو سربېره، ځايي حکومتي چارواکي او سیمه‌ییز زورواکي، د ولسي جرګې غړي او د کشفي، عدلي او قضايي بنسټونو غړي هم د ګمرکونو په فساد کې ښکېل دي.»

د مېک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ویل شوي، د ګمرکونو د پنځوسو کارکوونکو د ګمارنې دوسیې یې څېړلي یې دي؛ خو هېڅ یوه یې له وړاندیز او منظورۍ پرته د استخدام اړوند اسناد نه لرل. «د تورخم ګمرک د چارواکو د ګواښونو او مخنیوي له امله یې په دغه ګمرک کې هغه څه ونه څېړل چې غوښتل یې وڅېړي. مستقیماً له یوه کس سره اړیکه نیول کېږي. هغه کس راغوښتل کېږي او وړاندیز یې لیکل کېږي او ولسمشر ته یا هم نورو چارواکو ته د منظورۍ لپاره استول کېږي.»

د روحاني په خبره، ځینې زورواکي د ګمرک مامورین تښتوي او که کوم مامور باج ورنه کړي، نو د مرګ ګواښ هم ورته کېږي.«که چېرې له څارنوالۍ د فساد د یوې دوسيې په اړه وپوښتئ‎، د ګمرکونو داسې دوسیې دي چې کلونه کېږي هلته پرتې دي. د ګمرک رییس وايي: ما دوسیه استولې او هغه ورته وايي دوسیه تر هغې نه څېړم تر څو چې زما حق رانه کړئ.»

د مالیې وزارت مني، چې لا هم په ګمرکونو کې پراخ اداري فساد کېږي. د یاد وزارت ویاند شمروزخان مسجدي د تېر په څېر له اداري فساد سره د مبارزې ژمنه کوي. «په دې کې شک نه‌شته چې په مالیې او عوایدو برخو کې اداري فساد یوه جدي مسئله ده، د وزارت رهبري دا مسئله مني، موږ په مشخصو مسایلو کار کوو څو په دې برخه کې جدي مبارزه وکړو، دغه راپور به موږ سره په روانه مبارزه کې مرسته وکړي، وزارت دا راپور ګوري ارزوي خصوصاً هغه برخه چې د ۶۰ سلنه عوایدو د حیف او میل کېدو په اړه ده.»

د مسجدي په خبره، د افغان حکومت مشرتابه او د مالیې وزارت مشرتابه او زموږ تخنیکي ډله ژمنه ده چې اصلاحات باید راشي که چېرې ډېر وخت نیسي یا کم. په ګمرکونو کې مو د اصلاحاتو بهیر پيل کړی، زیربنايي کارونه مو پيل کړي د مالیاتو په برخه کې هم او په ټول کې د وزارت په ټوکه کچه مو بستونه مو ازادۍ سیالۍ ته اېښي دي چې سالم کسان راشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: