د ملي امنیت شورا د خپلې ماتې منښت په خپله کوي

خط اول:
افغان حکومت په تېره یوه نیمه لسیزه کې د خپلو عسکرو مرگ‌ژوبله پټوله. دوی هېڅکله رسنیو ته نه دي ویلي، چې دومره شمېر عسکر یې وژل شوي. د ۵۰عسکرو د وژنې شمېره یې به یې ۵ښودله او د بېسونو، پوستو او کنډکونو د نیولو وروسته هم له خپلې مرگ‌ژوبلې منکرېدل او یا به یې تکتیکي شاتگ باله. حکومت د هرې ادارې لپاره ویاند لري او هر ویاند بیا دوه مرستیالان هم لري، چې ټول یې د خپلو ادارو په اړه ملت ته دروغ وايي او په سلو کې که یوه خبره رښتیا وکړي، نورې ټول دروغ وي. امنیتي ادارې بیا په دې برخه کې بېخي چټکې دي او په دروغو ویلو، جعلي انځورونو او د خپلې تشې بریا او د مقابل لوري د ماتې لپاره له هېڅ وسیلې درېغ نه کوي. که تاسې اوس هم د کورنیو چارو، ملي دفاع او ملي امنیت رسمي فېسبوک‌پاڼې وڅارئ، نو داسې فکر به وکړئ چې نور په افغانستان کې هېڅ طالب پاتې نه دی. دوی هر ساعت د لسگونه طالبانو د وژنې خبرونه خپروي او دغه لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې روانه ده.
د تېرې دوشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا وویل، چې په تېرو ۱۹کلونو کې تېره اوونۍ د حکومت لپاره مرګونې وه؛ ځکه طالبانو په ۳۲ولایتونو کې ۴۲۲بریدونه کړي وو او ۸۴۱عسکرو ته یې مرگ‌ژوبله اړولې ده، چې ۲۹۱عسکر پکې وژل شوي او ۵۵۰ټپیان شوي دي. ښه که طالبان په یوه اوونۍ کې ۸۴۱عسکرو ته مرگ‌ژوبله اړولی شي، نو څه فکر کوئ چې د یوې میاشتې د عسکرو مرگ‌ژوبله به څومره وي؟
د ملي امنیت شورا همدا راز ویلي وو، طالبانو ژمنه کړې وه، چې د افغانانو خلاف به تاوتریخوالی کموي او د سولې لپاره به کار کوي؛ خو طالبان سولې ته ژمن نه دي او نه د سولې لپاره د ښه نیت څرگندولو هڅه کوي. «دولت ته زموږ د خلکو خلاف روان تاوتریخوالی په هېڅ قیمت د منلو وړ نه دی او یو ځل بیا څرګندوي، چې دا حالت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي او د سولې لپاره واقعي او مؤثر فعالیتونه پیل شي. د تاوتریخوالي له کمښت پرته د سولې راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.»
د ملي امنیت شورا مخکې چېرته وه؟
د اشرف غني په مشرۍ حکومت له هرې وسیلې کار اخلي، چې د سولې روانې خبرې په یو مخیز ډول ودرېږي او دوی پکې راتلونکي پنځه کلونه نوره هم واکمني وکړي. اشرف غني په تېرو شپږو کلونو کې یوازې یو ځل د خپلو عسکرو د مرگ‌ژوبلې خبره کړې وه او نور هر وخت خپلو عسکرو ته د تعرضي بریدونو امر کوي. حکومت غواړي چې په لوی لاس د سولې روانې خبرې ودروي او په خپلو تبلیغاتو داسې وښيي، چې گوندې دوی سوله غواړي، خو طالبان د سولې مخالفین دي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې پنځمه میاشت روانه ده؛ خو حکومت تراوسه ۵زره طالب بندیان خوشې کړي نه دي او یوازې یې ۳زره بندیان خوشې کړي دي. که حکومت په لومړیو کې د طالبانو ۵زره بندیان خوشې کړی وی، نو اوس بین الافغاني خبرې شوی وی او په جگړه کې به هم کموالی راغلی و؛ ځکه د بین الافغاني خبرو وروسته به د راتلونکې په اړه پرېکړې کېږي او جگړه به هم ورسره کمېږي. که په یو مخیز ډول جگړه ونه درېږي، نو سلنه خو حتماً کمېږي. حکومت په تېرو پنځو میاشتو تراوسه د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی ټاکلی نه دی او د پلاوي د ټاکلو لپاره هره میاشت ژمنه کوي؛ خو له ژمنې سره ځینې شرطونه هم ږدي، خو نه پلاوی ټاکل کېږي او نه هم تراوسه د طالبانو پر ضد د حکومت تبلیغاتي دستگاه له منفي تبلیغاتو لاس نه دی اخیستی. د افغان حکومت دفاع، کورنیو چارو، ملي امنیت او د ملي امنیت شورا په تېرو کلونو کې هېڅکله دومره ښکاره نه دي ویلي، چې دوی ته دومره مرگ‌ژوبله اوښتې؛ خو اوس یې ولې وايي؟ خبره روښانه ده، ځکه دوی سوله نه غواړي او په دغسې څرگندونو سره خلک هم د سولې له روان بهیر څخه زړه ماتي کېږي. حکومت چې ځان د ولس استازی هم گڼي او د سولې ادعا هم کوي، باید د سولې او طالبانو پر ضد له هر ډول جگړې لاس واخلي. ځکه موږ د سولې بهیر ته ډېر نږدې شوي یو او دغه فرصت بیا یو لوري ته هم په لاس نه ورځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: