د تاریخ له پاڼو څخه یوه نادره کیسه

 

مشهور عرب ټوکي “اشعب رحمه الله” د ۷۷۱ کال د جون میاشتي پر ۲۲مه نېټه وفات شوی دی.
نوموړی تابعي ؤ، چي د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په زمانه کي زېږېدلی او د عباسي خلیفه “المهدي” په زمانه کي وفات شوی دی.

له ډېرو صحابه کرامو سره د نوموړي لیدنه شوې وه، خو محدثینو له نوموړي څخه هیڅ روایت نه دی نه نقل کړی.
ځکه چي د هغه جدي او د ټوکو خبري نه سره پېژندل کېدلې.
یو ځلي یې وویل:
“موږ ته عكرمة رضي الله عنه له عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کاوه: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
دوه خویونه داسي دي که په چا کي وي (هغه کس) به جنت ته داخل شي.
چا ورته وویل: هغه کوم خویونه دي؟
اشعب ویل: یو له عکرمه رضي الله عنه څخه هېر شوی ؤ او بل زما څخه هېر شو.

یو بل وخت بیا یوې ښځي یو دینا ورته راوړ ویل: زه دغه دینا تاته (په امانت) ایږدم.
اشعب ویل: هااا دغه دی تر دغه قاب/غاب لاندي خوندي دی.
څو ورځي وروسته ښځه ورته راغله ویل: خپل دینار غواړم.
اشعب ویل: هغه قاب پورته کړه او یقیناً ستا دینار بچی زېږولی دی.
ښځي چي قاب پورته کړ ګوري چي له دینار سره درهم هم پورت دی.
ښځي درهم واخیست، دینار یې پرېښود او اشعب ته یې وویل: زه دینار تاته پرېږدم ترڅو بیا ځلي بچی وزېږوي.

څو ورځي وروسته ښځه بیا راوګرځېدل او اشعب ته یې وویل: زه مي خپل دینار غواړم.
اشعب ښځي ته وویل: ستا دینار خو د نفاس په حال کي مړ شو.
ښځي ویل: ایا دینار مري؟ ایا دینا ته نفاس راځي؟
اشعب ویل: نو ته دا څنګه منې چي دینار دي بچي زېږوي خو نفاس دي نه ورته راځي.

[مأخذ: الکتاب نِهاية الأَرَب في فُنُون الأَدَب – للمؤرخ المصرى شهاب الدين النويري رحمه الله].

غلام عمر عبدالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: