”موږ ته وايي تاسې مهاجر یاست ځکه تر پاکستاني مزدورانو کمې پیسې درکوو“

”موږ ته وايي تاسې مهاجر یاست ځکه تر پاکستاني مزدورانو کمې پیسې درکوو“

د پاکستان د بلوچستان ایالت د پښین په سرانانو کمپ کې اوسېدونکی افغان کډوال اسد خان له دوه ګوني چلند او نورو ستونزو سر ټکوي.

اسد خان وايي چې دوی اصلاً د مزارشریف / جوزجان اوسېدونکي دي، خو پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد تر یرغل وروسته د پاکستان بلوچستان ته ولاړل، او له هغه وخت راهیسې لا هم په پاکستان کې اوسیږي. ”موږ د خپل عزت، مال او دولت د خونديتوب لپاره دلته هجرت راوکړ، خو دلته هم هیڅ لاسته رانغلل، یوازې عزت مو خوندي دی – په کور کې مو عزت خوندی دی، بل هیڅ نشته“.

په بلوچستان کې مېشت زیاتره افغان کډوال مزدوري کوي. اسد خان هم کاریګر دی، خو وايي ځایي خلک دوه ګونی چلند ورسره کوي. ”کله چې موږ یو ځای ته د مزدورۍ لپاره ولاړ شو، د سیمې پاکستانیانو [مزدورانو] ته [د کار خلک] د یوې ورځې د مزدورۍ زر روپۍ دیاړي ورکوي، او موږ [افغانانو] ته پنځه، شپږ او اووه سوه رارسیږي“.

اسد وايي، کله چې د دې دوه ګوني چلند د لامل پوښتنه وکړي، ورته ویل کیږي، ”تاسې مهاجر یاست او هغه ځايي خلک دي“.

نوموړي انډیپنډنټ اردو ته په خبرو کې ویلي چې یوه بله ستونزه د سفر کولو ده ځکه بسونه ټکټ نه ورکوي. ”زموږ یوه بله غټه ستونزه سفر کول دي، موږ ته د بس د مسافرو ټکټ نه راکول کیږي، ځکه موټرچلوونکي وايي چې ستاسې له امله فرنټیر کورپس (د پاکستان ملېشه ایف سي ځواکونه) موږ ځوروي، ځکه مو نه وړو“.

اسد خان - Screen Capture - Independent Urdu
اسد خان – Screen Capture – Independent Urdu

د سفر د ستونزې ترڅنګ، افغان کډوال له بانکونو د پیسو رااخیستلو، کورونو او دوکانونو په کرایه نیولو کې هم د پاکستانۍ پېژندپاڼې د نه درلودو له امله له سختو ستونزو سره مخ وي.

په بلوچستان کې د مېشتو افغان کډوالو په کمپونو کې د ژوند د لومړنیو اړینو اسانتیاوو سخت کمی دی. افغانان هلته د روغتیا او ښوونې وروزنې لپاره ډیرې کمې اسانتیاوې لري. د اسد په خبره، په سرانانو کمپ کې د روغتیا هیڅ اسانتیا نشته، د یوې مؤسسې لخوا جوړ شوی روغتون هم اوس بند شوی دی. ماشومان د درسونو ویلو پرځای د خپلو مشرانو په څېر مزدوري او درانه کارونه کوي.

بله ستونزه د اوبو ده. افغانان اوبه یا له لیرې ځایونو راوړي او یا یې هم په پیسو اخلي. اسد وايي، ”د نړۍ خلک له کورونا ویروسه ډاریږي، خو موږ چې د خپل څښاک اوبو ته وګورو وېره احساسوو. زموږ د څښاک اوبه تر کورونا هم خطرناکې دي. که څوک یې وویني، نو وبه وايي تاسې لا څنګه انسانان یاست چې دا اوبه څښئ“.

په پاکستان کې له ۳۹-۴۰ کلونو تېرولو وروسته، بیا هم اسد خان وايي که په افغانستان کې سوله راغله، بېرته به راستون شي. ”دلته له دومره زیات وخت تېرولو سره سره موږ څه ترلاسه کړل؟ تراوسه مو لا څوک نه مني، زموږ سره هیڅ پېژندګلوي نشته، او نه هم ځايي اوسېدونکي موږ ته د برابرۍ درجه راکوي“.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: