د ننګرهار د هوايي ډګر د لومړۍ برخې د جوړولو هوکړه لاسلیک شوه

عزم (سه‌شنبه، ۱۳، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د ننګرهار د هوایي ډګر د رغونې د لومړۍ برخې د تړون په لاسلیک کولو سره به د دې پروژې عملي کار پیل شي.

د یادې ادارې مشر محمد قاسم وفايي‌زاده وايي، د ننګرهار د هوایي ډګر د ودانولو د تړون لومړۍ برخه، د احاطې دېوال، فینس او امنیت برجونو جوړولو په ګډون د ۷۹.۹ مېلیونه افغانیو په ارزښت د افغان ګلوبل اپرېشن شرکت سره لاسلیک شو، چې چارې به یې ډېر ژر پیل شي.

د وفايي‌زاده په خبره، د ننگرهار هوایی ډګر په کابل کې د اضطراري حالت او خرابې هوا شرایطو او همدا راز د هېواد ختیځو ولایتونو سره د ارتباط لپاره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د بدیل په توګه مهم دی، چې د دې پروژې بشپړېدل به د هېواد ختیځ ولایتونو د کرهنیزو محصولاتو صادراتو سیمه‌ییز او نړۍ بازارونو ته لاره هواره کړي.

نوموړی وايي، د ننګرهار د هوایي ډګر د رغونې د پروژې د دویمې برخې د ډیزاین په ګډون د مسافرینو ترمینل، اور وژنې او هوا پېژندنې تعمیر، رنوي خط، ټکسیوي او رمپ په ګډون کار بشپړ شوی او داوطلبي به یې ژر پیل شي.«د ننگرهار هوایي ډګر ترمینل ډیزاین به د عصري او محلي انجینري ترکیبونو څخه د هېواد د ودانولو کلتور منعکس کړي.»

د ده په خبره، ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د ننګرهار د هوایي ډګر رغونه عملاً پیل شي؛ خو دا چې دغه هوايي ډګر چارې به کله پای ته رسېږي نوموړي څه ونه ویل.

د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر چارې تېر کال پیل شوې او اشرف غني ځو ځلې ژمنه کړې وه، چې د دغه هوايي ډګر چارې به ژر پای ته ورسوي؛ خو تراوسه یې چارې لا پیل شوي هم نه دي.

په ننګرهار کې له دې وړاندې هم یو هوايي ډګر و، چې له تېرو ۱۹کلونو راهیسې ترې امریکايي عسکر ګټه پورته کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: