د انس حقاني لیکنه: یوه شپه له غازي عبدالصبور سره

انس حقاني

د بګرام په عمومی زندان کې ترټولو بدترین بلاک (شوالفا) و چې په جزا یې شو باندی مشهور و . دلته به بندیانو ته سزا ورکول کیده کومو بندیانو به چې په عمومی بلاکونو کې ددوی په اصطلاح له قانون څخه سرغړونه وکړه هغه به دلته له پنځو څخه تر پنځلسو ورځو جزا یې کیدو او کوم کسان به چې ددوی په قانون کی بیخي د رحم وړ نه ول هغه به دلته تر نامعلومی نیټې په میاشتو میاشتو حتی ترکلونو پراته وو .. زه او حافظ صیب عبدالرشید هم د هغو کمو کسانو له جملې څخه وو چې له دغه ځایه وتل مو تر امرثاني پوري تړاو درلود.

جزایي شو یو لوی بلاک و چې څلور شپیته تشنابونه یې درلودل، هر تشناب په اوږدوالی تقریبا پنځلس لویشتي اوپه ساره لس لویشتي وو، همدا تشنابونه د جزایي بندیانو بندخوني او استوګن ځایونه وو . په یو کونج کی به یې د اوداسه او قضاء حاجت ځای و، بل کونج به د بندي د ناستي او ملاستي ځای و . همدلته به لمونځ او تلاوت هم ترسره کیدل د تشنابونو په سر باندی مزبوته پنجره له یو سره تربل سره غوړیدلی وه له پاسه هر څه بریښیدل ساتونکی به د تشنابو په سر شپه ورځ ګرځیدل څوک به یې خوب ته نه پریښودل ځکه دلته خوب او ارام ممنوع وو .

د چت په سر به یو ساتونکی زیاتره په مسلسله توګه یو لوی ځنځیر د پنجرې په سر کشولو ، بلاک له اوسپنیزي چادرو جوړ و، نو لاندی به یې بیخی سخت بد اواز کاوه چې د انسان د برداشت څخه وتلی خبره وه، لاندی په دهلیز کی به نورو عسکرو اوسپنیز کوتکونه په لاس ول د بندیانو د خونو دروازی به یې په زوره زوره وهلې له هر لوری به دغه اواز راتلو . بندي خواب نشو !

په ورځ کې به دوه یا درې ځله د عسکرو ضابط یا افسر لاندی راکوزیدل عسکر به ورسره وو . هر تشناب ته به ورننوتل عسکرو به بندي له لاس او پښو څخه ورته ټینګ کړ مشر به یې په کیبل باندي داسی واهه چې د هربندي چېغي به د بلاک له یو سره تر بله رسیدې هر یو به فکر کوو چې ورپسی زما نوبت دی.

دلته نه دروژې خاطر او احترام کیده نه د اختر نه د عالم نه د قران د حافظ نه د سپین ږیری او نه د مریض او ماشوم.

هر وخت به هرڅوک ددغو سزاوو ښکار کیده ( الا ماشاالله) که کوم عسکر یا ضابط به ښه انسان و نو د هغه په نوبت کی به ټول بندیان ارام ول .

له هیچا سره یې له یوی کمپلي زیات څه شی نه پریښودل، قران کریم به اکثره بندیانو د ډوډی په غوري باندی ایښوده.

مونږ د زندان له اول سره یوازي وو په دغه بلاک کې هم یوازي وو خو د بندیانو غږونه له یوبل سره رسیدل د څنګ تشناب والا سره مو په ښه توګه ښې رواني خبري کولی شوې او له نورو سره هم کیدی شوې خو اواز به چې لوړ شو نو بیا به خامخا د نوري جزا وړ ګڼل کېدلې.

نورو بندیانو به اکثره لس ورځي تیرولې بیرته به یې خپلو بلاکونو ته انتقالول کله به چې زموږ څنګ ته نوي بندي راوړل شو، لږ وروسته به مو ورو ور غږ ور وکړ چې : کوم بلاک نه یې راوړی یې، څوک یې ، سیاسی که جنایی؟ کوم ولایت ؟ که تاسي له خپلوانو سره ملاقات کړی وي یا د نورو بندیانو په ملاقاتو حال لرئ نو دباندي څه حالات دې؟ نوې کیسې راته وکړه! داسی او دغسي نوري زیاتي پوښتني به مو ترې کولې، موږ به ددنیا له حالاتو نه خبریدو نو له بندیانو به مو پوښتنې کولې،خو د بندیانو معلومات به هم اکثره په اوازو بناء وو، دقیق نه وو، ممکن دوی ته هم خپلوانو د روحیې ورکولو په نیت هغه شایعات ویل چې واقعیت یې نه درلود، په ورځ کې به یې نړۍ درته فتحه کړه تا به ویل لکه چې ریښتیا دي. یو زندانی شاعر ملګري محمودي صیب یو بیت کې راته لیکلی و .

مکړه د بګرام پوښتنه مه کوه

یو پکې دروغ او بل ویښته ډیر دي

ويښتان هم بیخی زیات تویدل، کوټې به ټولي ترې ډکي وې؛ځکه یې د ویښتانو د زیادت یادونه کړې وه.

لنډه دا چې د څنګ تنشاب ته به ډیر زیات متوجه وم چې څوک نوی کس به راځې، یوه شپه ناوخته یې یو بندي راوړ ضابط ورسره لګیا وو پوښتنی یې ترې کولې خو په خبرو یې سم پوه نشوم بستره ورسره نه وه په سړه زمکه ناست و، عسکرو ورته ویل چې لوجیستک ته مو زنګ وهلی راوړي یې ، نو پوه شوم چې دا بیخی نوی تازه بندي دی، کیدی شي له امنیت څخه یې دلته راوړی وې ځکه له نوي بندي سره به بستره نه وه . ناوخته یې کمپله ورته راوړه مننه یې ترې وکړه ،څو ځله یې قران کریم ترې وغوښت دوی ورته وویل چې نشته ، سهار مي چې لمونځ وکړ د شپی والا عسکر لاړل د ورځی شفت راغی، د شفت مشر بغلانی و، ماسره یې ملګرتیا وه څو ځله راغی خو خبری یې نه کولې، اخیر یې وویل چې ستا څنګ نفر امنیت والا رالیږلی دی هسی نه جاسوس وی زما اوستا خبرو ته به غوږ نیسی بیا ورپسی ورغی پوښتنی یې ترې وکړې چې څوک یې کله بندي شوی یې هغه ورته وویل چې د سالنګ یم پرون یې نیولی یم

ـــ څه جرم دې دی ؟

ـــ څلور کاله مخکې می په وزارت کې امریکایان ووژل زه پولیس وم.

ضابط ورباندی غږ کړ چې هغه عبدالصبور سالنګې خو نه یې پرون یې تلویزون کې ورکولې ؟ ده وویل هو هغه یم . ضابط نورو عسکرو ته هم غږ وکړ چې دلته راشئ! ټولو ته یې وویل دا هغه کس دی نو ټول د تشناب په سر ورته کیناستل پوښتنی یې ترې پیل کړې، ټولو ورته ویل چې څنګه دي دا کار وکړ؟

غازي عبدالصبور بیخې غیرتې انسان و، په پوره ډاډ او اطمنان یې ځوابونه ورکاول، له غیرت ډکی خبری یې کولې وا یې د الله په دین مې غیرت وکړ، خپل وجدان او ضمیر د بې غیرتي اجازه نه راکوله، د الله د رضا په خاطر مې دا کار وکړ ، د الله کلام قران کریم یې سوزولی و ایا په دی باندی خاموش پاتی شوی وای ؟ نو بیا د ایمان څه مطلب ؟

یو عسکر ورته وویل چې ستا قضیه خوډیره لویه ده خلاصون دي ډیر سخت دی، کیدی شی اعدام شې، صبور ورته وویل چې ابراهیم علیه السلام د الله په دین غیرت وکړ الله په ده باندی غیرت وکړ داسې غیرت یې پرې وکړ چې دنیا ورته حیرانه ده بیا یې هغه ایت تلاوت کړ [قلنا یانار کونی بردا وسلام علی ابراهیم ] الله جل جلاله اورته ته وویل چې ای اوره زما دد وست لپاره یخ شه او دومره هم مه یخ کیږه چې له یخنی درکی مړ شی . ټولو عسکرو غوږ ورته ایښی و لکه دوی ټولو ته چې پیغور ورکوي، د امریکایانو د وژلو کیسه یې وکړه وا یې له دې کار نه وروسته لاړم ایران ته هلته مي مزدوری کوله، څلور کاله بعد پټ راغلم خپل کلی ته بیا جنرال راباندی خبر شو د جنرال نوم می وانه اوریدو خوفکر کوم ایوب سالنګی وو ډیر ډاډ یې راکړ چې هیڅ څه نشته ته یو ځل راشه زه دي ضامن یم، اخیر مي باور پرې وکړ، ورغلم نو هغه دوکه راسره وکړه بندي یې کړم کابل ته یې راولیږلم نن یې دلته راوړم.

ضابط ښه سړی وو هغه ورته ډیر اطمنان ورکړ وایې څه خدمت چې وي ماته ووایه! صبور ورته وویل چې قران کریم غواړم ضابط یو عسکر ته وویل هغه قران کریم ورته راوړ، یو عسکر زما خواته راتاو شوو وا یې ډیره عجیبه کارنامه یې نده ترسره کړی ؟ ما ورته وخندل ورته ومی ویل چې ته هم داسی تکړه شه، دلته خو امریکایان ډیر راځي یو بل خواته یې وکتل بیا یې د بی وسي خندا وکړه نور یې هیڅ نه وویل لاړو .

لږ وروسته غازي عبدالصبور په ښکلی اواز تلاوت پیل کړ، په تلاوت اخته و چې نور کسان ورپسي راغلل او له کوټی یې وایست او درک یې معلوم نشو ، له ضابط می وپوښتل چې چېري لاړو ؟ وا یې هغه خارجي شو ته یې یوړو هلته امریکایان تحقیق ترې کوي. ډیر زړه مي پرې وخوږیده ځکه هغه ځای ما لیدلی و اته میاشتی مې پکې تیرې کړې وې، هغه بیخی تنګ تنګ یو نفری تشنابونه وو، زما وس دا و چې دعاوي می ورپسی کولې.

له ځان سره می فکر کاوه چې ډیر غیرتی او عقیدوی انسان دی دخدای په دین یې غیرت کړی دی د خدای تعالی وعده حقه ده ضرور به الله تعالی بندي لاری ورته خلاصوي.

هغه بله ورځ می په رسنیو کی ولید وا یې چې غازی عبدالصبور د امارت اسلامی د توافقنامی په اساس له زندانه خوشي شوی دی، نو همدا د خدای غیرت او ننګ دی چې په خپل غیرتی بنده یې وکړ او د غیرتیانو ننګیالیو په لاس یې له زندانه ازاد کړ .

د غیرت خاوندانو ته په دی کی لوی ډاډ او درس پروت دی، دا د تاریخ کومه پخوانی کیسه نه ده ، چې ثبوت ته یې شواهد اوکتابونه وکتل شي، دا د ننۍ ورځی ژوندی مثال دی چې الله تعالی موږ تاسی ته را ښکاره کړ او هغه قهرمان په جګو سترګو له زندانه راووت .

صبور غازي به په تاریخ کی د یو اتل او غازی په نوم تل ترتله یادیږی ان شاالله

پای……!

۱۴۴۱ / ۱۰ / ۸

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: