کونړ کې د شفتالو حاصلات په بې‌ساري ډول زیات شوي

عزم (‌‌شنبه، ۱۰، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې سږکال د شفتالو حاصلات په بې‌ساري ډول زیات شوي دي او څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او بڼوالو ته مېلیونونه افغانۍ عاید ور په برخه شوی دی.

د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.

د کونړ د کرنې رئیس نجیب الله عادل وایي چې د مالټې، لیمو او نارنج ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.

نوموړی وایي چې د شفتالوانو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو ته ۸.۲ مېلیونه افغانۍ په لاس ورغلي.

ځايي بزګران وايي،  د کرنې په برخه کې د پانګونې له امله خلکو ته کاري فرصتونه برابر شوي او په ښه کیفیت یې مېوه بازار ته وړاندې کړې ده.

د بزګرانو په خبره، په کونړ کې په ۲۶۰ جرېبه ځمکه د شفتالو بڼونه جوړ شوي، خو د مېوو د ساتنې او بسته بندۍ په برخه کې د دولت د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوی، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ لمن پراخ او د بېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ کړي.

کونړ یو غرنی ولایت دی او د نورو سیمو په پرتله د کرنې لپاره کمه ځمکه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: