د عبدالصبور سالنګي غزا او د ايوب سالنګي جفا!!

خيرالله شينواری

عبدالصبور چې په کورنيو چارو وزارت کې ډرېور ؤ، له دوو امريکايي سلاکارانو سره ډېر نيږدې شوی ؤ، وخت تېرېده چې امريکايانو په بګرام کې قران کريم ته توهين وکړ او د بنديانو له نورو کتابونو سره ګډ يې د الله ج کلام هم وسوځاوه!

یو څو ورځې پس عبدالصبور له ماسپيښين وروسته وزارت ته راځي او په ډېر احتياط د هغو مشاورينو اطاق ته ورننوځي، چې ده يې د ننوتو ځانګړې اجازه لرله او د دروازې خاص کوډ ورسره وه، تفنګچه راوباسي او يو امريکايی “مارچینټي” پدا سر ولي، بل امريکايي “لوفټيس” شا اړوي او په ملا لګېږي، د “لوفټيس” سر ته ودرېږي او دی هم په دا سر ولي.

عبدالصبور له اطاقه وځي او لاندې پيره دار ته وايي چې پورته دوه امريکايانو پخپلو کې په يو بل ډزې وکړې او په ډېر هنر د وزارت له ټولو چيک پواينټونو تېرېږي او د کابل په کوڅو کې ځان ورکوي.

بيا هغه د څلورو کلونو لپاره ايران ته ځي او بیرته د پروان په ولايت کې خپلې سيمې سالنګ ته راګرځي.

ايوب سالنګی چې هغه مهال د کابل امنيه قومندان وه امريکايانو ته د ډېر اخلاص پخاطر او دا چې عبدالصبور دده کليوال وه دا ځانته يوه حيثيتي مسله ګرځوي او د عبدالصبور د پيدا کولو وعده کوي چې بلاخره د ۲۰۱۶م کال د مارچ په ۱۹مه عبدالصبور په خپل کلي کښې نیسي او امريکايانو ته يې تسليموي.

،هغه وخت رسنۍ عبدالصبور يو ترهګر معرفي کوي خو نن چې هغه د بګرام له پنجرو راوځي د هر چا په خوله غازي يادېږي او خلک يې په مېړانه وياړ کوي.

د_يرغلګرو_په_مقابل_کې_د_افغانانو_مېړانې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: