که سوله ځنډېږي؛ زیان یې څوک ویني؟

خط اول:
په تېر کوچني اختر کې د طالبانو د درې ورځني اوربند وروسته حکومت هم درې ورځنی اوربند اعلان کړ او هم یې د ۲زره طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل کړه. د طالبانو درې ورځنی اوربند هم له کورنیو او هم د نړیوالو له ښو غبرگونونو سره مخ شو. گڼو خواوو یې له اوربند هرکلی وکړ او د غځېدو غوښتنه یې کوله. په تېر اختر کې یوازې څو امنیتي پېښې وشوې. په ځینو سیمو کې حکومتي عسکرو د ملکي خلکو پر کورونو ډیسي توپونه وورول او ملکي خلکو ته یې مرگ‌ژوبله واړوله، په ځینو سیمو کې د حکومت او نامسووله وسله‌والو ترمنځ نښتې وشوې؛ خو بیا هم اوربند ښه و او د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ نښتې ونه‌شوې.
حکومت لا هم د سولې په اړه یوه خوله نه دی. د یوه حکومت له اړخه د سولې په اړه څو ډوله خبرې کېږي. د حکومت ټول لوړپوړي چارواکي د سولې مخالف دي. دوی چې کله نا کله د سولې په اړه خبرې کوي هغه هم پرې بهرني فشارونه دي؛ گنې دوی د واک لپاره نه سوله غواړي او نه ورته زموږ وینه یو توت ارزښت لري. ځکه که له دوی سره د خلکو د وینو ارزښت وی، نو اوس به وختي روانه شخړه یو لوري ته شوی وی. د طالبانو ۵زره بندیان به خوشې شوی وی، بین الافغاني خبرې به سرته رسېدلې وې او د راتلونکي حکومت په جوړښت به هم خبرې پای ته رسېدلې وې. خو حکومت بیا هم د «اتلس کلنو لاسته راوړنو» خبره له پامه نه ده غورځولې. هغه اتلس کلنې لاسته راوړنې چې حکومت ورته خپله ژمن نه دی. حکومت د سولې په خبرو کې تل اساسي قانون، د بیان ازادي، د ښځو حقوق او … ډېر ښکته پورته کوي؛ خو په تېرو اتلسو کلونو کې له بل هر چا حکومت پر اساسي قانون ډېرې پښې اېښي دي. له اساسي قانون ښکاره سرغړونه د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ بیا ځلي د گډ حکومت جوړېدل دي. د ټاکنو کمېسیون د رایو پر بنسټ اشرف غني د تېر کال د ټاکنو گټونکی دی؛ خو عبدالله عبدالله بیا هم ورسره ۵۰سلنه په واک کې شریک شو. د بیان د ازادۍ یې دا حال دی که په ټولنیزو رسنیو کې هم د حکومت کومه نیمگړتیا ښيي، نو یا به بندي کېږې او یا به هم په مرموز ډول وژل کېږې. په اوسني حکومت کې د ښځو د حقوقو خبره بېخي د مطرح کېدو وړ نه ده.
که سوله یوه ورځ ځنډېږي، نو زیان یې ټولو خواوو ته رسېږي. تر ټولو ډېر زیان یې عام ولس ته رسېږي. که سوله کېږي، نو بیا به په جنازو، مسجدونو، مدرسو او عامه ځایونو کې چاودنې نه کېږي او نه به خلک په رڼا ورځ په نښه کېږي. ولس به نه په ړندو بمباریو کې وژل کېږي او نه به د بندیانو هرکلي ته په راټولو شوو خلکو بمبار کېږي. ولس او ځینو هغو سیاستوالو ته پکار ده، چې له هر لوري پر حکومت فشار راوړي چې سولې ته غاړه کېږدي. که ولس نور څه نه شي کولی، لاریونونه خو کولی شي، چې حکومت مجبوره کړي تر څو سولې ته غاړه کېږدي. د جگړې پر مهال د نورو برخو ترڅنگ له کرونا سره مبارزه هم ستونزمنه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: