ملي اردو

عنایت الله خاموش
ملي اردو یا ملي دفاعي او امنیتي ځواک چي پکي ملي اردو، ملي پولیس او ملي امنیت شامل دي، د یوه هیواد په رهبري او همدارنګه امنیت، یووالي او له بهرنیو/ګاونډیو سره د سیالي کولو او مقابله کولو په برخه کي خورا اغېزمن رول لري. د معاصرو نړیوالو معیارونو له مخي، که چیرته یو هیواد قوي فوځ او… ولري، همغه هیواد په سیمه ییزه او نړیواله کچه پرېکړي کولای شي او د دې توان لري چي د یوه بهرني هیواد په سرنوشت ټاکلو کي هم رغنده رول ترسره کړي. خو دغه قوي فوځ د کومو عواملو له کبله رامنځته کیږي او د قوت معیارونه یې کوم دي؟ هغه پوښتني دي چي د یوه هیواد د فوځ په اړه د ښه او بد پرېکړه کیدلای سي.
د یوه فوځ د پیاوړتیا او پرمختګ لاملونه زیات دي، چي که پرې هر اړخیز او وسیع بحث وسي، کتابونه یې هم نسي وړاندي کولای. دلته په دې لیکنه کي به په لنډ ډول ځینو ته کتنه وکړو!
– د یوه هیواد فوځ هغه مهال پیاوړی او پرمختللی دی، چي پراخي او خپلواکه اقتصادي سرچینې ولري. یعني دا چي که چیرته د یوه هیواد د فوځ په رهبري کي داسي کسان وګمارل سي، چي د فوځ مالي سرچینې غني او په ځای یې مصرف کړي. دغه مالي سرچینې باید له داسي لارو غني سي چي د دوی خپلواکۍ او برم ته زیان وانه ړوي. یعني دوی د نورو له فرمایش څخه خوندي کړای شي.
– خپلواکي؛ کله چي د یوه هیواد فوځ د یوه ویښ فکر او د هغه هیواد د برجسته اشخاصو د نوښت زېږنده وي، همغه فوځ هم د ځان او هم د هیواد خپلواکي ساتلای سي. یعني د یوه هیواد فوځ باید خپلواک وي او په هیڅ یوه داخلي و بهرني ارګان یا فکر پوري تړلی نه وي او د همغه هیواد د ارزښتونو او عقیدې د ساتني په موخه تأسیس سوی وي.
– د یوه هیواد په فوځ کي شامیلېدونکی شخص باید د ټولني هغه وګړی وي، چي د ښه نوم، استعداد، زده کړو او ملي فکر خاوند وي. که چیرته د یوه هیواد د فوځیانو په ټاکنه کي د استعداد پر ځای روابطو ته لومړیتوب ورکړل سي، د هغه هیواد فوځ به هیڅ کله پیاوړی او خپلواک نسي؛ ځکه خپلي چاري به د فرمایش په اساس سمبالوي. په فوځ کي شاملېدونکي افراد باید له هر اړخیز چاڼ څخه ووزي او داسي افراد باید وګمارل سي، چي با نظمه او غوره اخلاق و له نظامي چارو سره علاقمند وي. نه دا چي د فرمایش په اساس د ملیشې په بڼه ځای پر ځای سي.
– د یوه هیواد په پوځي پیاوړتیا کي د فوځیانو نظم او دسپلین هم خورا ارزښتمن لاملونه دي او هغه فوځونه د غوره فوځونو په لیست کي راځي چي نظم، پابندي، ژمنیا، قاطعیت، اطاعت، اداري جوړښت او یووالی وساتي او په پوره مانا خپلو دندو ته متوجه وي. که چیرته د یوه هیواد فوځ له دغه ځانګړنو برخمن ونه اوسي، هغه ته فوځ نه بلکي کرايي، ملیشه او مافیايي ځواک دی.
– د یوه هیواد فوځ د پیاوړتیا په برخه کي روزنه حیاتي رول لري او که چیرته په سمه توګه د خپلو ویښو او تجربه لرونکو فوځیانو له لوري یې روزنه وسي او په ملي روحیه سمبال سي، هغه فوځ په نړیوال لوبغالي کي ښه ځلیږي؛ خو که یې روزنه د پردیو او یا د پردیو په اشاره د هغوی په خوښه او د هغوی په مفکوره سمبال افرادو وکړه او د هغوی د مالي ملاتړ پواسطه وسوه، هغه فوځ به د ملي روحیې پرځای شخصي ګټي لټوي او د هیواد ساتني پر ځای به په فالتو کارونو مصروف وي. د هیواد ساتني و ملت ساتني پرځای به هیواد و ملت پلورونکي وي. که چیرته د یوه هیواد فوځیان په ملي روحیه وروزل سي او ورته ملي ګټي، ارزښتونه او عقیده په ښه ډول تشریح او د هغوی په ساتنه وپوهول سي او په ملي روحیه سمبال سي، هغه فوځ په سیمه ییزه او نړیواله کچه نوم ګټي او څوک یې مقابلې ته چمتو کیدای نسي.
– د فساد نشتون؛ فساد چي د بحرانونو او آفتونو زېږنده ده، د یوه هیواد په هره ارګان کي یې شتون د ناسور زخم په څېر دی او هیواد له یوه ستر ناورین سره مخ کوي. نو کله چي د یوه هیواد فوځ په همدغه ناروغۍ اخته سو، له هغه فوځ څخه بیا د هیڅ تمه نسي کیدای. نه به د پردیو مقابله وکړي، نه به د خپل صف یووالی وساتي، نه به د مبارزې پیاوړې روحیه ولري او نه به … . ځکه فساد د هري بدمرغۍ او بې باورۍ زېږنده دی.
– اداري جوړښت او د اداره کوونکي او اجرا کوونکي ترمنځ حُسن نیت او متقابل احترام نه یوازي په فوځي برخه کي، بلکي د یوه دولت په ټولو ارګانونو کي حیاتي رول لري. که چیرته په فوځي برخه کي د آمر او مامور(عسکر) تر منځ متقابل احترام او د اطاعت اصل موجود وي، همغه هیواد په فوځي لحاظ پیاوړی او په هیڅ ګواښ ری نه وهي. یعني دا چي د یوه آمر و قوماندان له لوري اداره سي او د ملي ګټو په اساس نور د هیچا فرمایش ونه مني.
….
دا و په لنډ ډول د یوه قوي فوځ ځانګړني. نوري ځانګړني هم لري؛ خو د لیکني د لنډون په خاطر پر همدې بسنه کوو.
اوس که د پورته یادو سویو ځانګړنو په اساس د نورو هیوادونو فوځونه او زموږ د هیواد ملیشه او کرايي ځواک سره پرتله کړو؛ نو څرګنده به سي چي موږ په څومره مکر او فرېب سره د نړیوالو اشغالکرو حامیانو او د پالیسۍ اجراء کوونکو ته د ملي خطاب کوو.
تاسو وګورئ، زموږ په هیواد کي د بهرني یرغل سره سم، هغه بې بندوباره، ډوپه، بې نظمه، کم اصله، فساد ګر، شر ته لېواله او نور داسي کسان چي پورته یادي ځانګړني هیڅ نه پکي لیدل کیږي د ملي(اردو، پولیس او امنیت) په نوم چوکاټ کي سره راټول او د اشغالګرو، د هغوی د غلامانو او هغه مافیايي و شر اچوونکو کړیو په چوپړ بوخت او له خپل ملت سره یې جګړې پیل کړې. دوی د دې پرځای چي له پورته ځانګړنو څخه برخمن و اوسي او له هیواد څخه د بهرني یرغل په مقابل کي دفاع وکړي، د څو پیسو، قومي تعصب او… په خاطر د اشغالګرو ملګري سول او په دې لاره کي یې د خپل ملت هرڅه لوټ کړل.
نه یې فساد ورک کړ، نه یې زموږ د هیواد له ارزښتونو او پولو دفاع وکړای سوه، نه یې د ملت زړه ترلاسه کړ، نه یې نزاکت و دسپلین مراعات کړ، نه یې ملي توب وپاله، نه یې ملت وساته، نه یې هم داسي کارنامې ترسره کړې چي یو فوځ یې باید ترسره کړي او نه یې هم ټاکنه و ګمارنه پر معیار برابره ده؛ بلکي هر څه یې د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو د ذوق او شخصي روابطو مطابق دي.
دغه نن چي د ملي(اردو، پولیس او امنیت) په چوکاټ کي راټول سوي، دا ټول یې د فسادګرو، شر اچونکو، مافیايي کړیو، زور واکانو او… په چوپړ بوخت دي او د هغوی لپاره خپل هیوادوال شهیدانوي. دوی هیڅ ملي جنبه نلري او په دې چوکاټ کي د راټولیدا عمده لامل یې د خپلو جنسي غریزو پوره کول او شتمنیو راټول دي. دوی هغه کسان دي چي هر یو یې ډېره چټله مخینه او مفکوره لري او موخه یې د عوامو ځورول دي.
نو اې افغان ملته!
تاسو په دې پوهه سئ؛ دا اوس چي زموږ په هیواد باندي کومه ملیشه د ملي(اردو، پولیس او امنیت) تر شعار لاندي حاکمه ده، ټول یې د اشغالګرو او د هغوی د غلامو مافیايي کړیو په خدمت کي دي. نه ملت ساتي، نه یووالي ته ژمن دي او نه…؛ دا غله دي، شر اچونکي دي، د افغانانو د ارزښتونو او عقیدې لوټونکي دي او د پردیو په چوپړ بوخت کرايي قاتلان دي. کنه تاسو ور سئ او ویې ګورئ چي دغه کسانو د افغان اشغال په دا نولس کلن دوران کي څومره فساد کړی؟ څومره جنایتونه یې کړي او څومره د پردیو موخو لپاره کارول سوي؟؛ خو په مقابل کي یې ملت ته کوم خدمت کړی؟
تاسو وګورئ، چي دوی څنګه کورونه لري او په څنګه محلونو کي اوسي؟ ایا دا د دومره کم معاش په بدل کي ترلاسه کیدای سي؟ حال دا چي په هیواد کي د اموالو په ګرانۍ تاسو خبر یاست.
نو که لیږ هم شعور لرئ او د حق و باطل، ښه و بد، ګټي و زیان او… ترمنځ تفکیک کولای سئ؛ خپله قضاوت وکړئ چي موږ د ملي(اردو، پولیس او امنیت) په نامه څه لرو؟ او که یا په دې چوکاټ کي راټول شوي ټول کرايي قاتلان دي؟ تاسو خو یو ځل د خپل کلي او سیمي د هغه کس چي په دغه چوکاټ کي شامل دی، مخینه وګورئ او بیا قضاوت وکړئ چي دوی څنګه خلک دي؟
تاسو ته به د ګوډاګۍ ادارې د تبلیغاتي دستګاه له لوري په دې موخه چي دغه کرايي ملیشه سره ونه پاشل سي او ستاسو اولادونه د احساساتو را پارولو له کبله ور جذب کړي، ډول- ډول تبلیغات او پروپاګند کیږي؛ خو په حقیقت کي دا هرڅه دروغ دي او یوازي ستاسو او لادونه درڅخه اخلي او دوی یې د خپلو شومو موخو لپاره کاروي. تاسو یو ځل له هغه کسانو څخه هم و پوښتئ چي پخوا یې د همدغه کرايي ملیشې سره کار کړی او اوس ترې بیل سوي چي هلته ورسره څه ډول چلند کیږي او څنګه کړنو ته هڅول کیږي؟
تاسو یو ځل د حقیقت له عینکو وګورئ، خپل ارزښتونه له اوسني حالت سره پرتله کړئ او بیا خپل قضاوت وکړئ چي دغه کرايي ملېشه رښتیا هم ملي ده او که هسي تر دې شعار لاندي د پردیو کرايي قاتلان او د افغان ملت د هرڅه لوټونکي دي؟ او….
نو اې ملته! راویښ سئ او نور د پردیو او د هغوی د غلامانو په فرېب جنو تبلیغاتو او پروپاګند مه خطاء کیږئ. د یوه قوي او په اسلامي روحیه د سمبال فوځ د جوړېدا په موخه یووالی وکړئ او د اشغالګرو له لوري پر موږ مسلط سویو غلامانو او کرايی قاتلانو ته نه ووایاست او خپل ځان په خپله قوي کړئ، نه د اشغالګرو پر مټ!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: