د اوسپنې پټلۍ اداره: د خواف ـ هرات د پټلۍ د درېیمې برخې کار په بشپړېدو دی

عزم (‌پنج‌شنبه، ۰۸، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې برخې کار په بشپړېدو دی او د جغل اچوونې، غربال کولو، د ریل ویلډینګ کولو او په تمځایونو کې د تعمیر کارونه یې لا هم روان دی.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ په لاره کې سلګونه لارۍ تشې شوي دي او سلګونه نورې ځای پر ځای شوي هم دي. «د دې پروژې د رېل په مسیر کې ځینې برخې تر ننه نه دي ویلډینګ شوي، چې اوس یې چارې پيل او ټاکل شوې ده چې ژر تر ژره د پاتې ریل د ویلډینګ کار بشپړ شي.»

د خبرپاڼې له مخې، د دې پروژې د اورزنګ تمځای د تعمیر چارې ۵۰سلنه بشپړې شوي دي او د دې لارې په اوږدو کې د نښو نښانو نصبېدل هم روان دي.

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د درېیمې برخې کار د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي، د افغانستان او ایران له شمتیغ(خاک سرخ) سرحدي نقطې پيل شوې او د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د روزنګ کلي پورې دوام لري.

د افغانستان او ایران چارواکو په دې وروستیو کې د ویډیوي کنفرانس له لارې، ژمنه کړې وه، چې ددې پروژې چارې به ګړندۍ کړې او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

افغانستان اوس‌مهال د شمال او لوېدیځ له لوري د اورګاډي پټلۍ سره نښلو شوی؛ خو نورې برخې یې دغه اسانتیا نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: