هلمند کې سږکال د ۲۴.۵ټنو شاتو د تولید اټکل شوی دی

عزم (‌چهارشنبه، ۰۷، غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د شاتو په تولید کې اووه سلنه ډېروالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو په تولید کې د تېرکال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی راغلی دی. د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په همکارۍ ددې ولایت بزګرو او بڼوالو ته د شاتو مچیو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي، چې د زرګونه کیلو شاتو د تولید ترڅنګ یې مچۍ اوس دوه برابره تکثیر او زیاتې شوې دي.

د الکو په خبره، په دې ولایت کې به سږکال ۲۴.۵ټنه شات تولید شي، چې د تېر کال په پرتله اووه سلنه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۷.۵ مټریک ټنه شات تولید شوي وو.

په دې وروستیو کلونو کې په هلمند کې د شاتو مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان، چې په دې ولایت کې د مچیو فارمونه لري، وايي چې د شاتو مچیو په ساتلو سره یې تر ډېره برېده اقتصادي ستونزې هوارې شوې دي او له همدې لارې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.

په دې ولایت کې د شاتو مچیو لرونکي وايي، چې د شاتو مچۍ په کم وخت کې توليد پیلوي او دغه راز د شاتو د مچیو ساتل د اقتصاد له پلوه د ارزښت وړ ګڼل کېږې، ځکه د شاتو مچیو په روزلو سره د زیات شمېر کسانو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی دی.

د هلمند په سیمه‌ییزو بازارونو کې په منځنۍ کچه د یوه کیلو ګرامه شاتو بیه ۷۰۰ افغانۍ ده. ددې ولایت شات د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پلورل کېږي.

هلمند چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر یو کرنیز ولایت دى، دا مهال دغلته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هڅې او هلې ځلې ګړندۍ شوي دي، چې د نورو برخو ترڅنګ په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې کار وبار هم غوړېدلی دی. په هلمند کې له مچیو څخه د شاتو ایستلو وخت را رسېدلى او دلته د شته سلګونو فارمونو د مچیو حاصل د نورو کلونو په پرتله زیات ښودل شوي دي.

په هلمند کې په داسې حال کې د شاتو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی، چې د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت د شاتو مچیو د روزنې له فارم لرونکو سره مرستې او همکارۍ کېږي. د دغو مرستو څخه د کرنې وزارت موخه د شاتو د تولید د کچې د زیاتولو ترڅنګ د کورنیو اقتصادي وده او د دوی په اقتصادي وده کې دوامداره مرسته ده.

د شاتو مچۍ ساتل په افغانستان کې مخینه لري او په دې وروستیو کې یې پرمختګ کړی. افغانستان کې د شاتو له مچیو په دوو فصلونو کې ګټه اخیستل کېږي. د افغانستان سوچه شات په کور دننه او له هېواده بهر په مېليونونه پېرېدونکي لري.

افغانستان د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپيريال لري او دا ددې لامل شوی، چې په دې هېواد کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

افغانستان کې د بدخشان، تخار، بلخ، هلمند، پنجشېر، ننګرهار، پروان، کاپيسا، غزني او هرات ولايتونو شات تر نورو نوموتي شات دي. د شاتو مچيو روزلو لپاره تر ډېره غرنۍ سيمې او هغه سيمې چې پاکه هوا، طبيعي بوټي او ګلان ولري غوره بلل کېږي، چې په يادو سيمو کې د روزل شويو مچيو شات تر نورو ښه کيفيت لرونکي او غوره شات دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: