د ازادۍ په درشل کې د اختر مبارکي

 

دا اختر له نورو تیرو اخترونو سره توپیر لري، مخکې به چې کومه اختر مبارکي چا رالیږله، لیکلي به یې وو، چې بادار دې دا اختر د اشغالګرو د وتلو سبب او پیلامه کړي خو دا ځل به داسې نه لیکو، دا ځل مو ارمانونه او هیلې د خپل هدف لوري ته ډیرې ورنږدې شوي، له افغانستانه د اشغالګرو د وتلو تړون لاسلیک شوی او په جوپو جوپو بهرني عسکر په ټیټو سترګو د امپراتوریو له هدیرې او مقدسې خاورې نه په وتو دي.
دا ختر به ډیر خلک لمانځي، اشرف غني به هم غیږه خلاصه کړې وي، خلکو ته مبارکي او د روژې د قبلیدو دعاوې کوي، ډاکټر عبدالله به هم د خپلو نیکټاییو خریداري ورته کړي وي خو دا اختر باید په اصل کې هغه خلک ولمانځي، څوک یې چې اصل مستحقین دي، خپل خدای او دنیا ته نه دي سرټیټي.
زه هم حق نلرم چې دا اختر ولمانځم، دا اختر باید د سنګر هغه شازلمی ولمانځي چې دا ۱۸ کاله یې د نړیوال طاغوت په خلاف توپک په اوږه وو، له خپل کور او کلي نه یې لرې چیرته په غره کې د اختر شپې او ورځې تیرولې، دا اختر باید هغه مور ولمانځي، چا چې داسې زلمی زیږولی چې د وخت تیری ګر ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، دا اختر باید هغه میرمن ولمانځي چې خاوند او ملګرو ته به یې له کوره سنګر ته خواړه ورلیږل او د مجاهدینو کالي یې ورمینځل، دا اختر باید هغه لورکۍ او زوی ولمانځي د چا چې پلار ۱۸ کاله کې اختر په کور نه وو تیر کړی، دا اختر د هغه چا لپاره د لمانځلو دی، چا چې د دین او وطن په لار کې ځنځیرونه په پښو کې شرنګولي او بیا یې مات کړي دي.
زه د دې اختر مبارکي تر هر چا وړاندې د دې نړۍ عظیمې هستۍ، د ابراهیم خلیل الله د پلونو لاروي، د خالد بن ولید د تورې تر سایې لاندې لوی شوي هغه د سنګرو ګرد وهلي طالب ته ورکوم چې د تکبیر نعرې یې د ۴۸ هیوادونو وجود په لړزه کړ او بیا یې ټول په یوه وار د اسلام تقدس ته په ګونډو کړل، په دوهم قدم کې یې د اسلام او وطن په لار کې د شهیدانو کورنیو او قریبانو ته وړاندې کوم، او په هغو زلمیو هم افتخار کوم چې د ازادۍ او خپلواکۍ په جرم اوس هم په پښو او لاسونو کې ځنځیرونه شرنګوي، د دوی دې هم اختر مبارک شي.
په پای کې خپلو ټولو دوستانو او عزیزانو ته! اختر مو مبارک او بختور شه
والسلام
دکتور هاتف مختار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: