طالبان؛ د افغاني ټولنې واقعیت و، دی او وي به!

عنایت الله خاموش
طالبان چې افغانستان ته د اسلام له راتګ سره سم یې د اسلامي عقایدو د پرختګ او پیاوړتیا لپاره په مختلفو زماني مرحلو کې په مختلفو نومونو د افغان ملت او اسلامي عقیدې د نجات په موخه له تیریګرو سره ډغرې وهلې او ښه په نره یې د هغوی مقابله کړې ده؛ له همغه مهاله تر دې دمه د افغاني ټولنې واقعیت و، دی او وي به.
ځکه طالبانو د پرنګیانو، انګریزانو، شورویانو او اوس مهال امریکايي اشغالګرو او همدارنګه داخلي فساد پر وړاندې خورا ارزښتناکه مبارزه کړې او د دوی د ستړیاو په برکت او د افغان ملت په ملتیا د وخت ظالم اشغالګر او فسادګر پر ګونډو شوي او هر ځل یې د سر په کوپړۍ کې اوبه ورکړې. طالبان هغه مهال په یوه منظم صف کې سره راټول شول، کله چې شوروي اشغالګرو پر افغانستا یرغل وکړ او د هغوی یې کلکه مبارزه وکړه. کله چې شوروي اشغالګرو شکست وخوړ دوی خپلو حجرو ته مخه کړه او د افغان ملت سرنوشت یې عوامو ته پرېښود. خو له بده مرغه چې دلته د پردیو د لاسوهنو پر مټ د یوه قوي اسلامي نظام او حکومت د رامنځته کیدا پر ځای خپل منځي جګړې پیل او ظلمونه اوج ته ورسیدل. دې کار یو ځل بیا طالبان مجبور کړل ترڅو په هیواد کې د شته فساد او ناخوالو پر وړاندې راپورته او افغان ملت له بدبختۍ څخه وژغوري، چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په توسط د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ کېښودل شو او په لنډ وخت کې یې د افغان ملت په ملتیا ملوک الطوایفي او هرج و مرج ختم کړ. بلاخره د وخت د نامتو عالمانو له لوري اسلامي تحریک په اسلامي امارت بدل شو او مرحوم ملا صاحب ته یې د امیرالمؤمنین تاج ور په سر کړ.
خو بدبختانه د هغه وخت ټول لنډغر او فساد کوونکي په یوه صف کې سره راټول او په کور دننه او بهر یې د اسلامي امارت د را پرځولو هڅې پیل کړې، چې بلاخره په دې بریالي شول ترڅو د اشغالګرو پر مټ؛ چې له پخوا یې لا د افغان خاورې اشغال ته سترګې پټې کړې وې او د وخت په انتظار ول، د اسلامي امارت د حاکم نظام و حکومت مرکزي قومانده يې له منځه یووړه.
مګر د اسلامي امارت د مشرانو د تدبر له برکته د اشغالکرو او د هغوی د لاس نشینو پر وړاندې درنه جګړه پیل شوه او بلاخره دې نتېجې ته ورسیده چې اشغالګر شرمنده د افغان خاورې پرېښودلو ته اړ کړي. خو دلته پرېیښي لاسپوڅي یې د دې لپاره چې افغان ملت و غولوي اسلامي امارت یې د پردیو پروژه بلله او هر وخت به یې پر وړاندي ناوړه تبلیغات کول.
نو دا چې واقعیت هیڅ وخت نه ختمیږي. بلاخره د کابل ادارې هغه چارواکي چې تر پرونه یې طالب(اسلامي امارت) د پردیو پروژه او پردي بلل؛ نن پر دې قانع او اعتراف یې وکړ چې طالبان د افغان ملت یو واقعیت دی او باید چې ورسره خبره وشي. دا خپله د دې ښکارندويي کوي چې طالبان واقعیت و، دی او وي به؛ خو هغوی چې طالب یې فساد کولو او د افغانانو شتمنیو لوټلو ته نه پرېږدي، د طالب له واقعیت نه انکار کوي، مګر بلاخره به یې حقیقت له خولې راوځي او په خپلو ناوړه اعمالو او څرګندونو به د غلطۍ اعتراف وکړي.
نو اوس هم هغوی چې د طالب پر حقانیت و حقیقت سترګې پټوي، یا خو لیونیان دي او د ښه و بد تفکیک نشي کولای او یا هم د اقتدار او مادي، شخصي ګټو په عشق کې دومره ژور تللي چې بلکل ړانده شوي او هیڅ نه ویني. دغه کسان باید حقیقت درک کړي او نور له بې ځایه سرټمبګۍ او چټي و بې فائدې مخالفت و پروپاګند نه لاس واخلي!
درنښت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: