په کېږدۍ مين

 

اې! دا څومره اوږده لار شوه
نور شوم ستړی له مزله
سا مې لنډه، لنډه کېږي
د اوبو پتک دې راکړه
چې پرې ماته کړمه تنده
لارويه لارويه!
ای شپونکيه وايم تاته!
ای زما په څېر ملنګه
ای د غرونو مسافره
دا شپېلۍ دې کړه لږ غلې
ته لږ راشه ته لږ کېنه
زه هم ستړی ته هم ستړی
وايه مېنه دې ده چېرته
نن به تا سره مېلمه شم
نن به ستا توره کېږدۍ کې
زه يو څو شېبې دمه شم
نور خو لمر په ډوبېدو دی
د ماښام تيارې خورېږي
دا رمه دې کړه راپنډه
هله زر ورشه په منډه
دا شډل غرنی سپی دې
ياره څومره وفادار دی
چې تر تا مخته روان دی
تۀ به وايې چې څاروان دی
هغه پورې اور چې بل دی
تور دودونه يې چې خېږي
ماته ښکاري ستاسو مېنې
د کېږدۍ ترڅنګ دا بل خوا!
د وريو، مېږو شپول دی
څۀ عجيبه زندګي ده
څومره ښۀ د سکون ژوند دی
څۀ ارامه ارامي ده
کاشکې زۀ هم يو کوچی وای
او سېدلی په صحرا کې
ستا پۀ څېر مې يوه رمه وای
څرولی مې په غرو کې
په غونډيو په شېلو کې
ای شپونکيه ای شپونکيه!
په کېږدۍ دې زۀ مئين شوم
په شپېلۍ دې زۀ مئين شوم
کاشکې مخکې زۀ خبر وای
بس قسمت سره يو ځای کړو
دا نن شپه مې درسره ده
ښې کيسې خو راته وکړۀ
بيابه خدای خبر چې کله
ما او تا سره يو ځای شو
لا خو شته ډېر پړاوونه
سپېرې دښتې او ډاګونه
څۀ اغزن، اغزن مسير دی
په تڼاکو تلو يون کړم
مسافر د زمانې يم
پل مې ډېرې جزېرې کړې
د منزل پر لور روان يم
لاس کړۀ پورته دُعا وکړه!
چې منزل ته ورسېږم
غېږ دې راکړه غېږ دې راکړۀ!
(عرفاني) درنۀ بېلېږم
نور د خدای په أمان لاړم
تۀ دُعا کړۀ ته دُعا کړۀ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: