د بل په اسلحو يې د ملت سره جګړه ده/ حسان

د وخت د قاتلانو پر قدرت سره جګړه ده
د غلو حکمراني ده پر دولت سره جګړه ده

ولس يې غولولي يو ځل نه په څو څو ځلې
دا ځکه د بې پتو د عزت سره جګړه ده

پرون يې هم پلورلی ټول وطن وو پر پرديو
دا نن يې هم هغسې د امت سره جګړه ده

د وينو تويول ورته عجيبه هنر ښکاريږي
د بل په اسلحو يې د ملت سره جګړه ده

نړۍ ورپورې خاندي په تاريخ يې لوبې وکړې
شک نسته چې يې سم په مصلحت سره جګړه ده

حسان ضعيفه غبرګ دې پر مغزي سي دړې وړې
د چا چې د قرآن د حاکميت سره جګړه ده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: