طالبانو د کابل پغمان ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو مرستې ویشلې

عزم (شنبه،۳غبرګولی، ۱۳۹۹):طالبان وایي چې د پلازمینې کابل په لویدیځ کې یې د پغمان ولسوالۍ اړوند سیمو کې پر اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ویشلې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، دا اقدام یې د خپل مشرتابه د فرمان له مخې ترسره کړی او ګڼو ناداره هیوادوالو سره یې د اړتیا وړ خوراکي مرسته کړې ده.
خبرپاڼه وایي، مرسته شویو توکو کې اوړه، غوړي، مالګه او نور بیلابیل توکي شامل دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د تیرو ورځو په ترڅ کې په هرات، نیمروز او ګڼو نورو ولایتونو کې هم ورته اقدام کړی وه چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي وو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: