د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ امنیه قومندان د کرونا له امله ومړ

عزم(جمعه، ۲ غبرګولی ۱۳۹۹): د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود مجاهد چې څه وخت وړاندې په کرونا ناروغی اخته شوی وو د یادې ناروغی له امله نن د جمعې په ورځ سهار مهال ومړ.

بلخ کې د ابو علی سینای بلخي شفاخانې مسئولینو ویلي چې نوموړی نن سهار مهال له همدغې ناروغی څخه په شفاخانه کې ومړ.

قومندان عبدالودود له طالب ضدو څهرو څخه شمیرل کیده او د بلخ ولسوالۍ کې یې د اربکیانو په جوړولو کې لوی لاس درلوده.

ډګروال عبدالودود مجاهد فرمانده پولیس ولسوالی بلخ ولایت بلخ و یکی از چهره های ضد طالبانی و تاثیر گزار در پولیس بلخ شام امروز در گذشت.
په ورته وخت کې د میدان وردګ چارواکي وایي چې د دغه ولایت د چک ولسوالۍ امنیه قومندان څارمن عبدالله رسولي د طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دغه برید مسئولیت نده منلی، خو تر دې وړاندې په دغه ولایت کې د دا ډول بریدونو مسئولیت طالبانو منلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: