جوزجان کې په هوایي بریدونو کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي

عزم(جمعه، ۲ غویی ۱۳۹۹): له جوزجان ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې د دغه ولایت په آقچې او منګجیک ولسوالیو کې دولتي ځواکونو د ولسي خلکو په کورونو هوایي بریدونه کړي دي.

له سیمې څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي چې دغه بمبار په دوګانه او قره آدک سیمو کې ترسره شوي چې له امله یې۳۶ کورونه ویجاړ شوي.

دولتي ځواکونه بیا ادعا کوي چې په مردیان او منګجیک ولسوالیو کې یې په طالبانو هوایي بریدونه کړی چې په ترڅ کې یې د ۳ قومندانانو په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان دي، خو طالبان او د سیمې خلک بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې زیانمن شوي ټول ملکي خلک دي.

امنیتي ځواکونه وایي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د منګجیک ولسوالۍ کې د دوکې او اریک په نوم کلي هم نیولي، خو ولسي خلک بیا په دغو کلیو کې امنیتي ځواکونه په چور او تالان تورنوي او وایي چې د خلکو کورونه یې چور کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: