حکمتيار: حکومت نه د سولې اراده لري او نه د دولت په سطحه متفقه طرحه

عزم – (شنبه  ۳ غبرګولی، ۱۳۹۹): د حزب اسلامي مشر؛ ګلبدين حکمتيار د کوچني اختر په مناسبت خپور کړي پيغام کې، هېوادوالو ته د اختر مبارکي ويلو تر څنګ؛ د افغانستان پر روان وضعيت هم څرګندونې کړې.
د ګلبدين حکمتيار په وينا؛ د روانې جګړې اصلي لاملونه بهرنی اشغال او د هغوی له خوا واک ته رسول شوي (مفسد او پرديپال) چارواکي دي. نوموړي ويلي: «د افغانستان روانه اوږده جگړه دوه اساسي عوامل لري: 1- د بهرنيو شر خوښو، لويي غوښتونكو ځواكونو لاسوهنې، يرغل او حضور، 2- هغه مفسدي پرديپالې كړۍ چي بهرنيانو د اقتدار پر گدۍ كښېنولې.
دا جگړه يوازي هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي د بحران دا اساسي عوامل له منځه ولاړ شي.»
نوموړي زياته کړې:
«دا څلور لسيزي كېږي چي د دې تحميلي جنگ په اور كي سوزي، استقلال، خپلواكي، ملي حاكميت، ارضي تماميت، ديني او ملي ارزښتونه ئې گواښل شوي، حكومت او نظام ئې بهرنيان ورته ټاكي، كورنى او بهرنى سياست ئې هغوى وضع كوي، خپل او پردى، دوست او دښمن هغوى او د خپلو معيارونو او گټو له مخي ورته ټاكي، واكمنان او مشران ئې هغوى غوره كوي، دوى نه زموږ هېواد كي ځواكمن مركزي حكومت خوښوي، نه مستقل ملت شمول سياسي گوندونه، نه دروند او د ملت ممثل پارلمان او جرگې، نه پر يوه ډاډمن محور د ټول ملت راغونډېدا او نه مستقل، خپلواك او سرلوړى افغانستان، هم د سولي په وړاندي خنډ دي او هم د هر هغه سياسي او فكري خوځښت مخه نيسي چي هدف ئې خپلواك، متحد او ځواكمن افغانستان جوړول وي. »

ښاغلي حکمتيار د کابل ادارې له خوا پر ملکي وګړو، روغتونونو او جوماتونو وروستي تر سره شوي خونړي بريدونه هم غندلي او د کابل ادارې ته په اشارې يې ويلي چې «د سولې دښمنان» لا هم په کمين کې فعال دي او نه پرېږدي چې افغانان سولې ته ورسيږي.
« په داسي حال كي چي د امريكا تر مشرۍ لاندي ناټو؛ له افغانستان د خپلو ځواكونو د ايستلو پرېكړه او ژمنه كړې او د وتلو لړۍ ئې پيل شوې؛ خو دا دئ گورئ چي د همدې روژې مياشتي په وروستۍ لسيزي كي د گڼ شمېر داسي خونړيو پېښو شاهد يو چي تر دې وړاندي ئې لږ بېلگي ليدل شوې. په كابل كي پر روغتون بريد، په ننگرهار كي د جنازې په لمانځه كي ستره چاودنه، په خوست او پروان كي د تراويح پر لمانځه بريدونه، په كندز كي پر جومات هوائي بريد، د سيند منځ كي پر جالې راكټي بريد او ټولي سورلۍ ئې وژل او غرقول، او په لسگونو نوري خونړۍ پېښي چي په ترڅ كي ئې سلگونو افغانانو ته مرگ ژوبله اوښتې. د جنگ تشديد، د سولي له معاهدو تخلف او د حزب اسلامي او طالبانو د بنديانو له خوشي كولو ډډه کول، جنگي شعارونه وركول او د جگړو اور ته لمن وهل، داسي څېرې د اقتدار پر كرسيو كښېنول چي تل د پرديو لپاره د افغان ولس پر ضد د اجيرو جنگياليو په څېر جنگېدلي. دا ټول ښيي چي د سولي دښمنان لا په كمين كې او فعال دي او نه پرېږدي چي افغانان په آسانۍ سره بشپړي سولي ته ورسېږي.».
د ګلبدين حکمتيار په باور د کابل اوسنی نظام نه د سولې لپاره اراده لري، نه کوم واضح پلان او نه هم د تصميم داسې مقتدره مرجع چې پرېکړې يې ټولو ته د منلو وي.

• په داسي حال كي چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته؛ اوسنى حكومت؛ له اوسني تركيب او نظامي او سياسي سټراټيژي سره؛ د لنډي مودې لپاره هم دوام نشي كولى، خو سره له دې نه د سولي لپاره كوم رغنده ابتكار لري، نه واضح او په دولت كي د شاملو لوريو متفقه طرح او نه جدي اراده، حتى په دې لوري كي د سولي او نورو ملي مسائلو په اړه د تصميم داسي مقتدره مرجع هم نشته چي ټول تمثيل كړي او پرېكړو ته ئې التزام ولري.

ښاغلي حکمتيار د پيغام وروستۍ برخه کې پر هېوادوالو غږ کړی چې بايد جنګ غوښتونکو مخه ونيسي او د سولې دښمنان پرېنږدي چې جګړه لا پسې وغځوي.
نوموړي ويلي:
«بايد پرېنږدو چي د سولي بهير د هغو په يرغمل كي پاته شي چي جگړو پړسولي، د پرديو د گټو لپاره نيابتي جگړه پر مخ بيايي، لاسونه ئې د مظلومو افغانانو په وينو سره دي، جگړو د اشرافي ژوند، بنگلو، قصرونو او پرېمانه شتمنيو خاوندان كړي، «د اشغال زېږنده» او د بهرنيو ځواكونو د مټو په زور قدرت ته رسېدلي، په هر قيمت په قدرت كي پاته كېدل غواړي او د دې پروا نه لري چي په جگړي كي هره ورځ په سلگونو افغانان مري او كور او هېواد ئې ورانېږي.
سوله په ټول ملت پورې تړلې ستره ملي مسئله ده، بايد د افرادو او جنگ غوښتونكو له انحصار او يرغمل وايستل شي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: