مه وارخطاء کېږه!

 

ليکنه: نصير تکل
کله چې اسماعيل عليه السلام ددې جوګه شو، چې له خپل پلار سره کار وکړي؛ نو پلار يې ورته وويل: بچيه په خوب کې مې وليدل، ته مې حلالولې؛ نو څرنګه دې خوښه ده چې څه وکړو؟
زوى يې ورته وويل: پلار جانه! څرنګه امر چې درته شوى، بې غمه همغسې وکړه، زه ان شاءالله صبر کوم!
هو، دالله تعالى په اطاعت صبر همداسې وي، که دانسان مرې پرې کيږي او ژوند يې له منځه ځي، بيا هم دالله تعالى حکم ته غاړه ږدي او وارخطاء کيږي نه.

کله چې دوى دواړو دالله تعالى حکم ته غاړه کېښوده او پلار خپل زوى په تندي را څملاوه؛ نو د الله تعالى له لوري ورته پراخي راغله الله تعالى ابراهيم خليل الله د ذبح کولو لپاره يو پسه راوليږلو هماغه ؤ چې اسماعيل عليه السلام وژغورل شو.
دمکې مکرمې مسلمان درې کاله په يوه دره کې بنديان شول، اخستل او خرڅول پرې بند ؤ، دلوږې له امله يې د ونو پاڼې او وچ پوستکي وخوړل او دکلکو خوراکونو له امله يې وښکي وينې شول مګر وارخطاء نشول.

مسلمانان ديارلس کاله په مکه مکرمه کې تعذيب او سخت وځورول شول او بلاخره له مکې وشړل شول مګر وارخطاء نشول.
نو ته هم مه وارخطاء کيږه، ځکه تقدير ليکل شوي تاته يوازې هغه څه رسيږي کوم چې الله تعالى درته ليکلي دي، که ټول بشر راغونډ شي تاته خير او هم شر رسول وغواړي هغوى تاته خير او شر نشي رسولاى مګر هغه چې الله تعالى درته ليکلي وي.

بل داچې که وارخطاء هم شي وارخطائي تاته کومه ګټه نه رسوي يوازې دومره کولاى شي چې تا لاپسې کمزورى کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: