یو رښتینی امیر!

 

هغه قوم چې امیر يې د جنګ په لومړۍ کرښه کې وي، هېڅکله به ماتې ونه خوري.
“سید جمال الدین افغان”

د خیر القرون او ورسره نږدې زمانې نه غیر، به کمه پیښه وي چې یو امیرالمؤمنین دې د کفارو لخوا په شهادت رسیږي.
الحمدلله افغانان یو تاریخ جوړونکی قوم دی، ډیرې داسې ځانګړنې لري، چې هغه په نورو قومونو کې نشته او یوازې په دوی پورې خاص دي.
افغانان په دین مین خلک دي، د تاریخ په اوږدو کې یې هر وخت ثابته کړې؛ چې د خپل دین او وطن دفاع یې په نره کړې او تیري کوونکو ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.
زه نن دلته د یو داسې چا په اړه خبره کوم چې هغه د افغانانو تاریخ ته یو نوی باب ورزیات کړ او راتلونکي نسل ته یې وښوده، چې څنګه باید د خپل دین او وطن دفاع وشي او په دې لار کې به تر کومه ځایه قربانۍ ته اماده وئ.
شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور یادوم، نوموړی له مرحوم مشر ملا صاحب نه وروسته د طالبانو دوهم مشر ؤؤ چې دا صف یې په ډیر حساس وخت کې ډیر دقیق رهبري کړی او په مخ کې یې پراته خنډونه په تدبیر او سوچ سره له منځه یووړل.
نوموړی چې کله د طالبانو مشر اعلان شو، ډیرو مشکلاتو تبارز وکړ، چې ترټولو غټ مشکل یې د طالبانو په صف کې انشعاب یادولی شو، ځینو کسانو له نوموړي سره مخالفت اعلان کړ، په داسې حساس وخت کې دا یوه ډیره پیچلې موضوع وه او په مخالف لوري کې هم ځیني داسې کسان وو چې حساب پرې کېده، خو دا منصور صاحب وو چې حالت یې ډیر په سمه توګه رهبری او کنټرول کړ او د دښمن شوم اهدف او پلانونه یې ورخنثا کړل او امارت هماغه شان يو موټی او متحد ځواک پاته شو.
نوموړی یو هوښيار سیاسي او ځیرک ليډر وو، د ده ډیره هڅه دا وه چې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره سیاسي اړیکې ورغوي، چې تر ډیره بریده پکې بریالی شوی هم وو، زه چې څومره خبر یم نوموړي به خپله ځیني ګاونډیو هیوادونو ته سفرونه کول، البتة په ډیر مخفي او پټ ډول.
منصور صاحب یو داسې رهبر وو چې تر هر چا وړاندې یې ځان قربانۍ ته ورمخته کړی وو او داسې به معلومیده لکه یو عادي فرد چې وي. دا دعوه زموږ بې ځایه نه ده، څه چې وشول هغه زموږ د دعوې اثبات کوي، د ده شهادت زموږ د پورتنیو خبرو چې  نوموړي به ځان خپله د قربانۍ ځای ته ورمخته کاوه، تصدیق کوي.
دی چې شهید کېده هم، تنها وو او د کرایې په موټر کې له یوه ځایه بل ځای ته پر لاره وو، چا نه پېژاند چې دا څوک دی، موټروان څه خبر وو چې د اسلامي نړۍ یوه عظیمه هستي ورسره ده!
د هغه په تصور کې هم داسې څه نه ورتیریدل، ځکه هغه د نن زمانې لیډران لیدلي ؤ، چې څومره په کش او پش کې وي.
خو! ناځوانه راکټ راغی، په موټر ولګید او یو غر یې ونړاوه!
روح یې ښاد او یاد یې تل تر تله!
دا راکټي برید د امریکا بې پېلوټه الوتکې وکړ.

دکتور هاتف “مختار”

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: