سلف او د روژې وروستۍ لس شپې

 

یو عابد شاعر وایي: اې د شپې خلکو! کوښښ وکړئ، ځیني دعاوي نه ردکیږي، خو د شپې عبادت یواځي هغه څوک کولی شي چې کلک هوډ او اراده ولري.
يَا رِجَالَ اللَّيْلِ جِدُّوا رُبَّ صَوْتٍ لا يُرَدُّ
لا يَقُومُ اللَّيْلَ إِلاَّ مَنْ لَهُ عَزْمٌ وَجِدُّ

د روژې له دې مبارکو شپو سره د سلفو رحمهم الله دومره زیاته مینه وه چې هره شپه به یې غسل کاوه، نوې یا پاکي جامې به یې اغوستلې او بیا به یې په مینه او شوق سره عبادت کاوه، لکه مشهور تابعي ابراهیم النخعي رحمه الله به همداسي کول، او ایوب السختیاني رحمه الله به په تاک شپو کې غسل کاوه، پاکي جامې به یې اغوستلې او خوشبويي به یې لګوله.

ثابتٌ البناني رحمه الله او حميدٌ الطَّويل رحمه الله به ترټولو ښې جامې واغوستلې، دواړو به خوشبويي ولګوله، او په کوم جومات کې به یې چې د شپې عبادت کاوه هغه کې به یې هم خوشبويي ولګوله، ثابت البناني وایي: تمیم الداري یوه جوړه لرله چې په زر درهمه یې اخيستې وه او هغه جوړه به یې په هغه شپه اغوستله چې ګومان به کیده دا به د قدر شپه وي.

لکه مخکي په یوه حدیث کې تېر شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې په عبادت کې ډېر زیات کوښښ کاوه او د روژې په دې وروستیو لسو شپو کې به یې خپلې مېرمنې هم د شپې د عبادت لپاره ویښولې، سلفو رحمهم الله به هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي کوله او خپل کوروال به یې د عبادت لپاره ويښول، لکه سفیان الثوري رحمه الله وایي: کله چې د روژې وروستۍ لس شپې راشي باید په عبادت کې زیات کوښښ وکړل شي، خپل کوروال او هغه اولادونه چې وس یې لري باید د شپې عبادت ته بیدار کړل شي .

د مختلفو سلفو علماوو رحمهم الله په اړه راغلي دي چې هغوی به کله د شپې عبادت کاوه نو د تهجدو په عام وخت به یې کوروال هم تهجدو ته پورته کول او د هغوی د پورته کولو په مهال به یې دا ایت ورته تلاوت کاوه: وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعٰقِبَةُ لِلتَّقْوٰى. [سُوۡرَةُ طٰه : 132] یعني خپلې كورنۍ ته د لمانځه توصيه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ روزي خو موږ تا ته دركوو او د عاقبت ښېګڼه د پرهېزګارۍ لپاره ده.

په یوه روایت کې راغلي دي عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: زه ماشوم وم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې زما د ترور میمونې کره شپه وه، هغه د شپې پورته شو او له یوه رازړیدلي ژي نه یې مختصر اودس وکړ، ما هم د هغه په څیر اودس وکړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم چپ لورته په لمانځه ودریدلم، خو هغه ښي لورته ودرولم. صحيح مسلم

د سلفو علماوو رحمهم الله دا ډول روایات پوره عملي کړي وو، لکه ابراهیم بن وکيع رحمه الله وایي: زما پلار به د شپې عبادت کاوه او موږ به یو هم نه پاته کیدلو ټولو به عبادت کاوه، ان زموږ یوه توره مینځه وه هغې به هم د شپې عبادت کاوه، طلحه بن مصرف رحمه الله به د خپل کور ښځي، خادمان او اولادونه ټول د شپې عبادت ته بیدارول، او ورته ویل به یې: باید د شپې په منځ کې عبادت وکړئ، که دوه رکاته وي هم، ځکه د شپې عبادت ګناهونه ختموي او دا د نېکانو غوره عمل دی. ابراهیم بن شماس رحمه الله وایي: امام احمد بن حنبل رحمه الله مې د ماشومتوب په وخت کې لیدلی و ټوله شپه به یې عبادت کاوه.

 

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: