بلخ او بغلان کې نږدې ۵۰ تنه دولتي سرتیري طالبانو ته ورغلي

عزم (جمعه،۲غبرګولی، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د بلخ په ځینو ولسوالیو او د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په لسګونو تنه دولتي عسکر له طالبانو سره ملګري شوي دي.
خبرزیاتوي، د بلخ ولایت خاص بلخ، دولت آباد، چهاربولک، زارع او البرز ولسوالیو په مربوطاتو کې ۲۷ تنه د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو سرتیرو له طالب ضده جګړې لاس اخیستی او د هغوی له سیمیزو مسؤلینو سره تر یوځای کیدو وروسته، عادي ژوند ته ورګرځیدلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبر پخلی کوي او د یادو کسانو انځورونه یې هم خپاره کړي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي دي چې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم شلو۲۰ تنو د ملي اردو عسکرو او پولیسو د کابل حکومت له امنیتي لیکو لار بیله کړې ده
ذبیح الله مجاهد وایي چې «یوځای شویو کسانو د حقائقو په درک کولو سره د مزدور رژیم له صف څخه راجلا او مجاهدینو ته په راتلو یې خپل ژوند وژغوره.»

نوموړی زیاتوي چې د یوځای شویو سرتیرو هرکلی یې کړی او عادي ژوند ته یې سوق کړي دي.

د ډلو ډلو دولتي سرتیرو د یوځای کیدو خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې د طالبانو مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې یوځل بیا له ټولو مخالفینو وغوښتل چې که له مخالفت لاس واخلي، عمومي عفوه ورته کوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: