په افغانستان کي د رواني جګړې او اشغال د دوام عاملین څوک دي؟!

عنایت الله خاموش
افغانستان ته د پردیو استخباراتو او ابر قدرتونو لاس هغه مهال په مستقیم ډول ولوېد؛ کله چي په هیواد کي د شاهي نظام په وړاندي داوود خان سپینه کودتا وکړه او دلته یې په پراخه پیمانه کمونیستي او پیوډالي نظام غوښتونکو اتباعو ته، د فعالیت اجازه ورکړه او دوی یې پرېښودل ترڅو په یو چوکاټ کي سره راټول و د پردیو پالیسۍ مخته یوسي. خو بل پلو ته بیا د اسلامپالو په وړاندي د داوود خان د نږدې کسانو دوه ګوني چلند، اسلامپال د هیواد پرېښودلو ته اړ کړل او دا یې غوره وبلل چي د خپلي اسلامي مفکورې د ترویج په موخه د ځان لپاره پناه ځای پیدا کړي.
خو کله چي داوود خان د پردیو مفکورو درلودونکو سیاسي جریانونو او اتباعو په اسلام ضد نیت خبر شو، نو یې د دغه کسانو په سرکوبولو لاس پوري کړ. دغه کسان هم لاس تر زني کښېنناسل؛ بلکي له خپلو بادارانو څخه یې مرسته وغوښته او په مستقیم ډول یې د هغوی لاسونه افغانستان ته را داخل کړل او دلته یې د وخت جمهوري نظام نسکور او داوود خان یې له خپلي کورنۍ سره یو ځای وواژه او د چارو واګي یې په خپل لاس کي واخیستې. دغه کسان که څه هم په ظاهره د شوروي اتحاد لپاره جنګېدل؛ خو په حقیقت کي هر یو کس یې په بېل- بېل ډول د پردیو استخباراتو سره ټچ ول او د هغوی موخي یې پرمخ وړې.
دا چي افغانستان له جغرافیوي لحاظه مهم موقعیت دی؛ د نړۍ هر ابر قدرت غوښتل ترڅو دلته خپل حضور ولري او افغان خاوره د خپل سیال په وړاندي استعمال کړي.
کله چي د کمونیستي رژیم په وړاندي افغان ملت پاڅون وکړ. ورسره سم غربیانو او نورو استخباراتي کړیو د کمونیستانو سربیره د مبارزینو په صف کي خپل کسان وګمارل او دلته یې د یوه داسي ناورین بنسټ کیښود، چي له کبله یې تر اوسه لا هم افغان ملت د بېوسۍ په اور کي سوځي.
دغه کسانو- که د کمونیستانو په صف کي ول او که د مجاهدینو- د شوروي اتحاد او کمونیزم په وړاندي د افغان مجاهدینو له بریا سره سم، کورنیو جګړو ته لمن ووهله او د وخت ځیني نا اهله او ژر تېر ایستونکي مشران یې د دې پر ځای چي له اشغال وروسته یو مستحکم نظام رامنځته کړي او پر یوه چوکاټ کي سره راټول شي، په خپلو کي سره وجنګول.
دغه هرج و مرج او داخلي جګړې دومره اوج ته ورسیدل، چي افغانان یې له بشپړ فقر سره مخ کړل؛ نور یې د دې حالت د کنترول وس هم نه درلود او د الهي نصرت په تمه یې شپې تېرولې. خو لله الحمد د دوی قربانۍ عبس نه لاړې او الله تعالی یې ناره واورېده او له دغه ناورین څخه د نجات په موخه یې، د افغانانو په منځ کي داسي فدا کاره او د ملت په درد دردمن اشخاص مقرر کړل، چي په کم وخت او کمو امکاناتو پواسطه یې د پردیو د دسیسو لمن ورټوله او افغانستان یې د چپاولګرو او ظالمانو له منګولو وژغوره.
کله چي په افغانستان باندي د اسلامي امارت نظام واکمن او واحده قومانده موجوده شوه؛ بهرنیو دښمنانو او د هغوی په مفکوره سمبال شویو ګوډاګیانو یې په وړاندي تبلیغاتي جګړه پیل کړه او د نړۍ هر ګوټ کي یې اسلامي امارت بشر ضد معرفي کړ. چي بلاخره اشغالګره امریکا او متحدین یې په افغانستان باندي یو ځل بیا را مات شول او دلته یې د اسلامي امارت له راپرځولو سره سم، خپل روزل شوي ګوډاګیان واکمن او د دموکراسۍ تر شعار لاندي یې دلته هر ډول اسلام ضد کړني ترسره کړې او دا نولس کاله کیږي افغان ملت د همدغه اشغالګرو او د دوی د مزدورانو له لوري په اور کي سوځي.
اوس چي د اسلامي امارت او افغان ملت مبارزې رنګ راوړ او اشغالګر یې د افغانستان تخلیې ته اړ کړل؛ ځیني مغرضي کړۍ او د پردیو جاسوسان په مختلیفو بهانو او خنډونو د ایجاد پواسطه نه غواړي افغان ملت د خپلواکۍ ساه واخلي او له یوه خپلواک و اسلامي مفکورې سمبال نظام درلودونکي افغانستان څخه برخمن شي. دغه منحوسو کړیو د تیر په څېر خپل پروپاګند ته زور ورکړی او د افغان ملت د ذهنیت بدلولو هڅي کوي. کله یوه ډرامه پیل او کله بله. کله په خپلو کي اختلاف بهانه کوي او کله هم د جګړې د شدت امر ورکوي او….
خو افغان ملت باید نور په دې پوهه شي چي د سولي او بین الافغاني مذاکراتو اصلي دښمنان، همدغه د ګوډاګي نظام په چارچوب کي را ټول د پردیو لاسپوڅي او جاسوسان دي، چي د خپل مکر په مټ د اذهانو په مغشوشولو او جګړې په شدت باندي کار کوي او د افغان سولي او خپلواکۍ سره باطني دښمني لري. دوی له دې کبله د سولي او خپلواکۍ په وړاندي ولاړ دي، چي د دې هرڅه په شتون کي د دوی او د دوی د بادارانو ګټي زیانمنیږي او که چیرته سوله راشي، یو عادلانه نظام رامنځته شي؛ له دوی سره به د تیرو کړو ظلمونو، غصبونو او نورو نارواو حساب کيږي او دوی به د عدالت منګولو ته سپارل کیږي. نو افغان ملت باید د سولي ضد کړۍ وپيژني او نور یې په پوچ پروپاګند خطاء نشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: