داسي يو مكار دښمن يواځي د زور پر ژبه ښه پوهېږي

سعد كټوازی
توره دي ماته شه ظالمه نور مې ولي وژنې؟
زموږ د كلي هدېره تر ښاره ورسېده !
د أمريكايانو او د هغوی د لاسپوڅو زموږ پر مظلومو، بې چاره خو غيورو افغانانو د كب۱۰مې د تړون وياړ، د اسلام مذهب او افغاني كلتور ته ټينگه ژمنتيا، سوله او سوكالي نه دي پېرزو، دا خو زموږ ډېر لوی ارزښتونه دي، هغه ناڅېزه مادي مرستي چې د نړۍ له گوټ گوټ څخه زموږ د بېلابېلو ستونزو د حل پر نوم راځي هغه يې هم نه دي راباندې پېرزو، خپل جېبونه يې پر ډك، ناروا اقتدار او د غلامي ژوند يې پرې روان كړی.
تر ټولو بده لا دا چې د جېبونو ډك او اقتدار برقرار ساتلو او غلامۍ ته كلكي ژمنتيا په لاره او نشه كې يې پر موږ د يو وروستو پاتي ملت په توگه خدای ج راكړی درې گړۍ ژوند، دوه قدمه الله تعالی ته د هغه كورته راته، يوه دمه روژه او د هغې ښكلی ماښامی چې د مرگونو او ويرونو په څپو كې دا هم موږ ته ډېر شی دی هم يې نه دي پېرزو، هو ! پر يوه سياسرې، تېخور ماشوم، عمر خوړلي سپين روبي او د سپېڅلي مسجد پر امام يې نه دي پېرزو او پر يوه او بله بهانه يې ترې ضرور اخلي، د هېواد اصيل بچيان او شازلمي به نه يادوو چې هسي هم يې دا هرڅه د مټو پر زور گټلي دي.
زموږ د ولس درې گړۍ ژوند چې زياتره يې په كلينيكونو كې پر تېرېږي، يونيم يې پر كور او هم مسجد كې تېروي، له بې ضميره او بې وجدانه ظالم او وحشي دښمن څخه په دې يوه كې هم په هيڅ دليل خوندي نه دی او بر عكس د خپل ډېر بې ارزښته، ناڅېزه او لوېدلي هدف په خاطر له هر ډول حق او دليل پرته ترې ژوند او د ژوند ټولي خوښۍ اخلي او هره ورځ يې د نوي وير په ټغر كېنوي.
په اختر كې طالبان يا اعلان شوی ياهم نا اعلان اور بند وكړي چې په رښتيا د ولس د خوښۍ ستر لامل شي او د اختر رنگ له نورو ورځو پرې ښه وي، خو وحشي دښمن پرې بمبارۍ، چاپې او وحشتونه ترسره كوي او نه پرېږدي د ولس د ويرونو او مرگونو لړۍ د يوې ورځي لپاره لاهم سسته شي.
د كب۱۰مې د تړون وياړ او خوښۍ خو دنيا وليده چې د هېواد په تاريخ كې بې مثاله او نا انډوله وه، ولس مو پر هېواد دننه او بهر په پراخه كچه وهم لمانځله او د تړون د توافقاتو په ښه توگه عملي كېدل به د دې خوښۍ او وياړ تسلسل و چې په سر كې يې د۶۰۰۰اسيرو افغانانو ازادي، ورپسې د هغه له بركته د افغانانو ترمنځ د راتلونكي اسلامي نظام پر څرنگوالي تفاهم او د بشپړي سولي په توگه د ياد نظام رامنځته كېدل چې د ټولو افغانانو تر ټولو ستر أرمان دی او له دې سره يو كال وروسته له هېواده د اشغال د ټغر ټولېدو او د امريكايانو ټوليزه انخلاء وه، خو په تأسف سره لكه چې مو وويل د اشغالگر او لاسپوڅي دښمن پر موږ دا نه دي پېرزو.
أمريكايان او د هغو په اثر يې تالۍ څټي چې د حياتي او مهمو ژمنو په ماتولو كې يې هر وخت بېړه كړې، دا ځل يې هم له لومړي سره د دوو حريفو لاسپوڅو (غني او عبدالله) ترمنځ د سمبوليك سياسي كشمكش په بڼه د تړون د توافقاتو په عملي كېدو كې ځنډ رامنځته كړ چې تر اوسه پر ټاكلې نېټه او موده شاوخوا درې مياشتي اوړي خو د بنديانو د خوشي كېدو پروسه لا هماغسي له خنډ او ځنډ سره مخ ده.
په وار وار د طالبانو غوښتنو او خبرداري وركولو په ترڅ كې كم شمېر بنديان له دواړو لوريو خوشي شول، ورسره په سياسي كشاله كې هم امريكايان پړ را ووتل او دا يې د تړون له توافقاتو څخه د سرغړوني او وركې ناغېړۍ يوه بهانه ثابته او بيا يې چې لازمه وگڼله پای ته يې ورسوله.
اوس يوځل بيا هم هغوی پر همدې غرض او پر طالبانو له تړون څخه وتلې غوښتنو منلو لپاره د خپلو لاسپوڅو له استقامته په ننگرهار او پلازمېنه كابل كې پر جنازه او يو ولادي كلينك بريدونو كې ولسي خلك په نښه كړل، كه څه هم پړه يې د امريكا هغې استخباراتي اجيرو (داعش) ومنله چې په خپله+گوډاگيانو يې له طالبانو ژغورلي او د همدې لاسپوڅې ادارې يوه مهمه استخباراتي برخه جوړوي، خو د دغو بريدونو دغچ په پلمه يې يرغليزه جگړه بيا د طالبانو پر نوم اعلان كړه، خو چې پر طالبانو يې لاس نه رسېږي بلكې لا طالبانو ته د هغوی د ښكار په توگه راڅرگندېدای هم نشي، د اعلان كړې جگړې هدف يې هم ولسي خلك دي چې يواځي نيوفورم يې ورته بدل كړ.
دا چې خليلزاد دغو بريدونو كې اشرفغني پړ بللی او هغه ته په اشاره يې ويلي نور دي د بين الأفغاني مذاكراتو په لاره كې د دا ډول بريدونو خنډونه نه رامنځته كوي چې د ده په خبره دمنلو نه دي، خو حقيقت دا چې د خنډ په توگه ياد بريدونه د همدې خليلزاد له لاري د امريكا مكر او چل دی چې د منظم پلان له مخې پر مخ وړل كېږي.
همدا لامل به وي چې په متبادل نيوفورم كې ترسره كړي همدغه خپل بريدونه يې د طالبانو پر وړاندي د نوې جگړې د اعلان لپاره بهانه كړل او طالبان يې متقابل غبرگون ته اړ اېستل، طالبانو هم ياد اعلان په خپله گټه تغير او وار يې پرې مخكې كړ.
د غني د جگړې له اعلان وروسته په پكتيا كې يوې قول اردو وويل چې له همدې ځايه به يې ور پيلوي، خو طالبانو وار پرې مخكي كړ او همدلته يې يو لوی نظامي مركز (عسكري كلوپ) باندي بريد وكړ، ورپسې يې غزني كې د۰۶قطعې او۷۰۳كنډك پرنوم گډ مركز يو خورا دروند گوزار وكړ او كله چې ورته درك وشو له كندز څخه جگړه پېلېږي، بيايې هم وار مخكې او وړمه ورځ يې پر كندز له څلورو لوريو بريدونه وكړل.
خو ناكام، ماتې خوړلي او شرمېدلي دښمن د طالبانو پر وړاندي په خپله دفاع كې له پاتې راتلو سره بياهم د خپل عادت سره سم وړمه ورځ په كندز كې يو كلينك، يو مسجد او يوه كيښتۍ، د لغمان په عليشنگ كې كلي او په پروان او خوست كې مسجدونه او مدرسه تر بريدونو لاندي ونېول، ورپسې يې وړمه شپه او پرون ورځ بياهم په كندز كې د ولسي خلكو كورونه په نښه كړل چې په دې ټولو بريدونو كې يې درنه مرگژوبله ور واړوله.
او بيا بې دفاع وزارت د يرغليزي جگړې څو ورځي وړاندي اعلان پر همدې ترې را وروسته د طالبانو تازه بريدونو توجيه كړ او د دې په ضمن كې يې ترسره كړي خپل ټول بريدونه د اعلان كړې يرغليزي جگړې برخه ياد كړل، دا چې هغوی د طالبانو پر وړاندي له مطلقي ماتې سره مخ او د خپلي دفاع هم نه دی، د ولسي وگړو پر وړاندي پر يو او بل نوم جگړې ته يې كار ويلی او خپلي ټولي قواوي يې پرهمدې مصروفي كړې، پر طالبان د فشار او د هغوی پر وړاندي تبليغاتي جگړې نوم او رنگ يواځي د ولسي وگړو د وژلو يوه دسيسه ده او بس.
وينو ننگرهار كې پر جنازه او كابل كې پر كلينيك بريد كې يې ولسي مېرمني او ماشومان مړه او ژوبل كړل او همدا مرگژوبله يې د يرغليزي جگړې د پيل د بهانې په توگه ترسره كړه او بيا په كندز، لغمان، پروان او خوست كې د وړمي او بيا پرون ورځي بريدونو يې په ډاگه وښوده چې ياده جگړه يې هم د همدې ولس پر وړاندې اعلان كړې او پر كندز د طالبانو له بريد سره سم يې روانه هم كړه.
په دې ډول دښمن نيم ولسونه له يو ډول نيوفورم څخه په استفاده او نيم نور بيا له بل هغه څخه په استفادې وژني او دا هرڅه د يو خيالي او ناڅېزه هدف پر نوم ترسره كوي چې د طالبانو پر وړاندي تش په نوم فشار او تبليغاتي استفاده ده، په سياسي ناندريو كې پر عبدالله د فشار پر غرض هم د ننگرهار او كابل د بريدونو غوندي د علي مزاري پر تلين غونډه داعشيانو بريد كړی و چې پكې گڼ هزاره وگړي مړه او ژوبل شول، همداسي دښمن هره معامله د ولس په وينو روانه كړې، جگړه ايز اهداف يې ولس او جگړه يې ټوله پر همدې ولس ور ټوله ده.
داعش چې اوس د ماضي كيسه، خيالي ډله او د امريكايانو د استخباراتي كړيو يو نيوفورم دی امريكايانو او لاسپوڅو يې هر وخت د هغه پر نوم ولسي وگړي (قاتلاًاومقتولاً) وژلي او وژني يې، پر طالبانو د فشار او د هغوی پر وړاندي د تبليغاتي استفادې لپاره هم همدا ولسي وگړي وژني او لكه چې د رواني جگړې اصلي اړخ طالبان دي خو دوی يې پاكستان او نورو ته منسوبوي، همداسي د طالبانو پر وړاندي د جگړې هدف ولسي وگړي دي خو نوم د طالبانو وركوي ، په دومره توپير چې له پاكستان سره د ښکاره معكوسي معاملې لري او پر طالبانو يې وس نه رسېږي، په دې توگه د ولس ځپلو يې ډول ډول دسيسې په كار اچولې.
داسي يو مكار دښمن په رښتياهم چې يواځي د زور پر ژبه ښه پوهېږي، له نېكه مرغه طالبان پكې وړاندي هم دي او دا يې اوس پر اثبات هم ورسوله، پكتيا، غزني او كندز كې د طالبانو بريدونو د اشرفغني يرغليزه اعلان شوې جگړه بشپړه پر دفاعي هغې واړوله چې همدا تېره ورځ خليلزاد په خپل ټوېټر ليكلي چې په قطر كې يې له ملا برادر آخند سره لا وار له مخه په پكتيا، غزني او كندز ولايتونو كې د طالبانو د وروستيو بريدونو په اړه د گوډاگيانو اندېښنې شريكي كړې دي، کابل ته له را رسېدو سره سم غني هم له خليلزاد څخه غوښتي څو طالبانو ته د روانو بريدونو د درولو هېله څرگنده كړي.
ساقي جامونه ور كوه خو ورته خاندې به نه
دا نابلده طالبان دي بيا پيالې ماتوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: