نوی حکومت؛ ستونزه حل شوه؟

خط اول:

په افغانستان کې تېرې ولسمشریزې ټاکنې پروسږکال د تلې په ۶مه ترسره شوې وې. ټاکنو ته د دوه میاشتني کمپاین په پایله کې یوازې ۱.۸مېلیونه خلک ورغلل. کېدای شي په ټاکنو کې له دې هم د گډون کوونکو شمېر کم وي. پاتې ۹مېلیونه خلک پوهېدل چې په رایو یې بیا معامله کېږي او د امریکا په موجودیت کې دلته ټاکنې هېڅ معنا نه‌لري.

د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۸ل کال د سلواغې میاشتې په ۲۹مه اشرف غني د دې اوږدو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، چې ورسره هم‌مهاله عبدالله عبدالله هم ځان ولسمشر اعلان کړ، جلا غونډې، د ملت پیسې، د سپېدار ماڼۍ او اشرف غني یې په درغلۍ تورن کړ او د ټاکنو ګټونکی یې خپل ځان باله.

عبدالله عبدالله په هماغه ورځ د ټاکنو پایلې رد کړې او ویې ویل چې دی په خپله د ټول‌شموله حکومت مشر دی او یو ټول‌شموله حکومت به جوړوي. هماغسې وشول ځکه په کومه ورځ چې اشرف غني په ارګ کې د لوړې مراسم ترسره کړل ورسره جوخت په سپېدار ماڼۍ کې عبدالله عبدالله د ټول‌شموله حکومت د ولسمشر په نوم لوړه وکړه.

له شااوخوا درېیو میاشتو پرله‌پسې مذاکراتو، نړیوالو فشارونو او موجوده ننګونو اشرف غني او عبدالله عبدالله تر دې جوړجاړي ته ورسول.

د تېرې یکشنې په ورځ «۱۳۹۸، غويي، ۲۹مه» د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه وشوه او په ښکاره د دواړو ترمنځ روان سیاسي کړکېچ پای ته ورسېد.

د دې هوکړې له مخې به عبدالله ته د ملي پخلاینې د عالي شورا مشري او د هغه سیاسي ملاتړو ته په کابینه کې نیمايي برخه او عبدالرشید دوستم ته به د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکول کېږي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي و، «د ولسمشر او مصالحې عالي شورا د مشر ترمنځ د اساسي قانون چتر لاندې د سياسي توافق پر بنسټ، د ملي مصالحې اړوند مسايلو کې عبدالله عبدالله د تشريفاتو او پروتوکول له نظره د هېواد د دوهم مقام ځای لري. د افغانستان اساسي قانون د هېواد دوهم مقام د ولسمشر لومړي مرستيال ته خوندي کړي دی.»

تمه کېږي چې له دې هوکړې سره به هغه اوږد سیاسي کړکېچ چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې پیل شوی و، پای ته ورسېږي.

تراوسه دواړه لوري گډ حکومت نه مني؛ خو له نوي تړون په ډاگه ښکاري چې دغه حکومت هم د تېر گډ حکومت په شان دی؛ ځکه په کابینه کې ۵۰سلنه برخه ورکول په دې ښکاره دلالت کوي، چې د ۲۰۱۴ز کال لوبه بیا تکرار شوه؛ خو دا ځل یې بڼه بدله وه او د جان‌کېري پر ځای حامد کرزی، عبدالرب رسول سیاف او محمد محقق منځگړتوب وکړ او د دې تړون شاهدان وو.

د نوي تړون پر بنسټ به عبدالله عبدالله د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر وي. د افغانستان د سولې بهیر ټولې اړوند چارې به دی پر مخ وړي او د دغه بهیر د پر مخ بېولو لپاره به د نړیوالو مرستې هم راجلبوي او هم به ددې بهیر د بریالیتوب لپاره د سیمې او نړۍ د غونډولو مسوولیت ور په غاړه وي.

اشرف غني وویل، «موږ وښوده چې د بهرنیو دوستانو له منځګړیتوب پرته د یو معقولې لارې نه په ګټې اخیستنې اساسي حل لارې ته ورسېږو، د د ملي پخلاینې د عالي شورا د مشر ډاکتر صیب عبدالله نه مننه کوم چې د ملي ګټو د ساتلو ژمنه‌يې پر ځای کړه او دا ستر مسوولیت‌يې ومانه.»

عبدالله عبدالله وویل، «هیله‌من یم په دې فرصت کې چې رامنځته شوی تېرو تجربو ته په پام او ښې راتلونکې ته په کتو د دې هوکړه‌لیک د عملي کېدو لپاره هڅې وکړو او دا د افغانستان د خلکو په خیر دی او د افغانستان د خلکو ملاتړ له هر نظام نه مهم دی او هیله‌من یم چې دا هوکړه‌لیک سولې ته د رسېدو لپاره موږ نږدې کړي.»

اشرف غني او عبدالله عبدالله د ۲۰۱۴ز کال د ټاکنو په پایله کې هم د یو ګډ حکومت په جوړولو سلا شول چې نږدې شپږ کاله د دواړو ترمنځ په لانجو کې تېر شول. دواړه د یوه حکومت برخه وو، خو په گڼو برخو کې یې نظرونه جلا وو، چې تېر اخېره پورې عبدالله عبدالله د اشرف غني مخالف پاتې شو.

اوس د افغان سولې لپاره د ګڼو هېوادونو ملاتړ شته؛ خو د سولې په برخه کې تر ټولو لوی خنډ اوسنی حکومت دی. که څه هم د اشرف غني په پرتله عبدالله عبدالله د سولې په باب ښې خبرې مخکې کولې؛ خو اوس به معلومه شي چې ایا دی په رښتیا سوله غواړي او که‌نه.

د نوي تړون له مخې، د دواړو ترمنځ سیاسي کړکېچ حل نه‌شو، بلکې که سوله ونه‌شي او اوسنی حکومت بیا پنځه کاله دوام وکړي، نو پر افغان ولس بیا پنځه کاله الهي عذاب نازل شو او موږ به پنځه کاله نور هم دغه عذاب زغموو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: